د طالبانو د مشر او مرستيال په منځ کې د جګړې نوی ناورین:

 
د طالبانو د پخواني مشر ملامحمد عمر تر مبهمې مړينې وروسته دا جنګي ډله اوس په څو برخو ويشل شوې ان تر دې چې ځينې خو اوس پکې شخصي ګټې او غرضونه هم تخته کوي، خو کله چې منصور ددې ډلې مشر شو او دحقاني د شبکې په ګډون يي ډيرو ته پکې معاونیتونه او نورې څوکۍ ورکړې نو ويل کيدل چې شونې ده نور د طالبانو خپل منځي ستونزه حل شي ځکه منصور په ډيره تیزۍ سره يو لوري ته په ځينو سیمو کې نښتې ته زور ورکړ او بل يي ژر ژر هدفي وژنې پيل کړې چې دې کار يي په طالبانو کې خپل منځي ويره ډيره کړه  او بل پاکستان يو ډول ډاډه شو چې منصور به د دوی په موخو پسې په پوره قوت مخحکې ولاړ شي خو اوس اوس داسې ښکاري چې د ملارسول تر مخالفت وروسته يو بل ستر درز هم په منصور پلووو طالبانو کې را پیدا شوی دی.
باوري سرچينې چې طالبانو ته نيږدې دي وايي چې د پاکستان استخباراتي ادارې په وروستیو کې هڅې پيل کړي دي چې له هرې شونې لارې د حقانی شبکې اوسنی مشر سراج الدین حقاني د منصور ځای ناستی کړي، ځکه چې حقاني يو لوري ته پاکستان ته ريښتونی دی او بل تر ډيره مرګوني بريدونه او  پلان شوي عملیات هم کولای شي.
ويل کيږي پاکستان غواړي ددې درز په شتون کې منصور له هرې شونې لارې وځپي او په قبايلي سيمو کې د حقاني شبکې کسانو ته پټ او ښکاره روزنیز مرکزونه فعال شوي، ښې ډيرې وسلې پرې ويشل شوي او ان په ځينو برخو کې د پاکستان ځينې پوځيان هم تيار شو ي دي چې د منصور په ننګه د طالباني افساني په شتون کې په دې نښتو کې ګډون وکړي.
ډيری طالبانو ته نيږدې سرچينې وايي چې کيدونکې نښته به ځکه ډيره خونړۍ وي چې دواړه لوري ډير کسان له ځان سره لري،ويل کيږي د رسول پلویان له دې سره سره چې کم دي د امکاناتو له نشتوالي سره هم مخ دي نو ځکه د حقاني او منصور تر منځ نښته به  د دواړو ډلو تر منځ د ډيرو کسانو په مرګ تمامه شي.
په پاکستان کې د طالباني چارنو ځينې شنونکي هم وايي چې د منصور او حقاني تر منځ را پیدا شوی درز څو لاملونه لري چې يو يي هم د منصور په وروستیو کې کيدونکي بریدونه او نه پرمختګ دی او بل هم دا چې پاکستان کوښښ کوي د سولې د پروسې د بريا پر مهال بديل ولري او که چیرته د منصور ډله تر ډير فشار لاندې راشي او سولې ته زړه ښه کړي نو آی اس آی کوښښ کوي تيار بديل ولري او پر دې بديل سر له اوسه کار شروع شوی دی.
تر ډيره په هلمند کې تر وروستی بریدونو وروسته او دا چې آی اس آی درک کړې چې په افغانستان کې د ډيرو طالب مشرانو په منځ کې سولې ته ليواله خلک ډير شوي  دي نو اوس يي هڅه پيل کړې مخکې تر دې چې اوبو له ورخه تيرې شي او يا  طالبان د ډيرو زيانونو په منلو سره له جګړې زړه توري شي نو حقاني شبکه مخکې له مخکې پياوړې شي.
بله مهمه خبره هم داده چې د منصور په اړه په افغانستان کې هم د طالبانو په منځ کې ذهنيت سم نه دی او ويل کيږي کله چې منصور د طالبانو مشر شو او لومړی وار يي ملارسول ډلې پر ضد وسله پورته کړه، د قطر دفتر رئيس سيد طيب آغا استعفا ورکړه،ملاقيوم ذاکر خپه شو،په زابل کې منصور دادالله بله جنګي جبهه پرانيسته نو پاکستان منصور ته وخت ورکړی وو چې له هرې شوڼې لارې باید دا ستونزې حل کړي خو منصور له د ې سره سره چې لسګونو طالب مشران او پلویان يي پټ او ښکاره ترور کړل،خپل منځي نښتو زور واخيست او د ملاعمر ورور او زوی يي په زوره ځانته د بیعت لپاره قانع کړل خو پايله يي نه لرله او د هرې ورځې په تيریدو سره يي پر ضد مقاومت ډير شو.
نو پاکستان همدې ستونزو او په ډيرو جنګي محاذونو کې د طالبانو شاته پاتې والی او له څو مياشتو کلابندۍ وروسته په هلمند کې د طالبانو د لیکو متزلزل کیدلو دوی اړ ويستي دي چې پر حقاني شبکې کار وکړي ځکه حقاني شبکې چې تر اوسه کوم بريدونه کړي دي يوازې او يوازې پاکستان ته يي د سرونو او تلفاتو حساب ورکړی دی او د آی اس آی لپاره هم د حقاني شبکې کړنې د منلو دي او له همدې امله يي منصور ډلې ته وړانديز کړی چې له مشرۍ تير شي که داسې ونه وشي نو باید یوې خونړۍ نښتې ته تياری ونيسي.
اکرام الله اتل