د ماتو هګیو ژيړ سیلاب

 
هسې بې روزګاره په کلي او بانډو کې ګرځيدم، کله کله به ځینو ملګرو د بیکارۍ پیغورونه هم راکول. خدای ته حاضر، چی له کور نه نیولې بیا تر کلي او مالت هیچا را ته د یو مثمر انسان په توګه نه کتل. ځینې وخت به د ژوند له انديښنو د کلي لاندې د ولیبال میدان ته تلم، او غم به مې غلطاوه؛ که څه هم له موجوده وضعیت به ځوریدم ، خو یخني وه او د کار پسې د وتو حوصله نه وه را پاتې. یواځې زه نه وم، بلکه زما پشان ډیر داسې د ژوند نه ستړي بې روزګاره ګرځیدل. ما اوږد مهال ته اهداف کتار کړي و خو؛ لنډ مهاله موخو لار را نه ورکه کړې وه؛ نو ځکه ځما او غم سره نه بیلیدونکې اړیکې وي، کله به مې د خیالونو دنیا کې سل پوړیزي ودانۍ جوړولې او کله به دا لوی جهان راته یو کوچنی کپس(قفس) جوړ شو او له دې بندي خانې څخه راته خلاصون له ګونتنامو زندان څخه سخت ښکاره کیده. بس دغسې روزګار و.
ما عادت درلود چې هر کار ته به مې مخه کوله؛ خو پای ته د رسولو حوصله مې نه درلوده. ژمی وه هوا خورا سړه وه، له کوره وتل نه کیدل. مازیګر پیتاوی ته ولاړم، ملګرو او د چم ګاونډ هلکانو اور بل کړی و. شا اوخوا یو ساعت ورسره کښیناستم ،ټوکې ټکالې وې، بانډار ګرم و، یو ملګری وویل: څه کوئ هسې بیکاره ګرځئ، راځه چې لاړ شو هګۍ خرڅول به پیل کړو ځکه یو ملګری لا وار دمخه دا کار پیل کړی وه او زښت زیات صفت یی کاوه، چې ښه ګټه پکې ده او په پای کې یې راته وویل چې هم به ژمی تیر شي اوهم به څه پیسی پیدا کړو. په همدې پیسو به پسرلی ایران ته لاړشو. د پریکړې وروسته مو وپتیله چې سهار به د کابل ښار ته ځو او هلته به هګۍ پلورو. هګۍ به له ګاونډ هیوادنو نه راتلې او دلته یی زیات بازار درلود.
زړه نا زړه مې د هګیو قفسونه راواخیستل او د هټۍ په لوري روان شوم. هټیوال سره له سلام او روغبړ نه ورسته د هګیو کارتنونو په لوري روان شوم او دوه کارتنه هګۍ مې را واخیستې اوپه قفسونو کې مې جوړل پیل کړل. لاسونه می یخ وړي ول، سړي هوا او یخني لکه د خزان د پاڼې په شان لړزه ولم، کله به مې لاسونه خوله ته کړل او لږ به مې ګرم کړل بیا به مې قفس کې هګۍ جوړې کړې. د هټیوال سره مې د تریخ تبسم په ترڅ کې خدای په امانی وکړه. د باندې ووتم پیښمانه وم چې ولې کار ته راووتم، ځکه چې هوا خورا سړه وه؛ خو بیا هم خوشحاله وم چې یو څو پیسې به وګټم. سړکونه او کوڅی یخ نیولې وې. په کلي او کوڅو کې خاموشي خپره وه . څو متره واټن مې د سړک تر څنګ د همدې سوچونو او خیالونو په ملتیا وهلی و. تخم، تخم ...نارې می وهلې، هرې دروازې ته مې سترګي ختلی وی چې اوس به څوک ورڅخه راوځي او هګۍ به اخلي خو؛ یوه دروازه هم خلاصه نه شوه. نور ستړي شوی وم، و مې غوښتل له دې ځایه یو لرې ځای ته ولاړ شم، د موټرونو تم ځای په لوري وخوځیدم، څو دقیقې لا نه وې تیرې شوې چی هلته ورسیدم.
موټرچلوونکي ته مې وویل چې لس افغانۍ به درته د هګیو درکړم او لس افغانۍ به د ځان درکړم، البته چې هغه ځای ته د یوه نفر کرایه شل افغانۍ وه، خو ما ورته وویل: چی زه به په ډاله کې کینم، چلوونکی زړه سوانده او مهربانه شخصیت و خبره یې و منله اما تقدیر د هګیو برخه لیک بل څه لیکلي و. له موټر نه چې ښکته شوم څلور، پنځه ګامه به مې نه وه اخیستي چې ناڅاپه مې پښه پر یخ راغله او وښویدم په لاسونو کی دواړه قفسونه مې له پر ځمکه وغورځیدل او زه د ځان د دردونو په فکر کی نه وم بلکی د ماتو هګیو ژړ سیلاب ته مې په ځیر ځیر کتل.
لیکوال: پوهیالی خلیل الله توحیدیار صافی