ټولنیزې رسنۍ، ترهګري او د افراطیت وده.

 
لیکواله: کائنات سعادت
په یویشتم قرن کې جنګ او جګړو خپل ماهیت او هویت ډير بدل کړی دی اوس نه باید مونږ پر ټوپک او الوتکې هغه هومره باور ولرو، چې یو وخت ورته اړتیا وه د نن زمانې د جګړې ګټه او سرنوشت ټاکل اطلاعات او تبلیغات دي.
په وسلې سره مونږ یواځې خلک په فزیکي توګه تر خپلې اغیزې لاندې راوستلو، خو اطلاعات او تبلیغات د خلکو ذهنونه تر خپلې اغیز لاندې راولي.
تقریبا د جګړې ددې ماهیت او هویت بدلېدل د ۱۱ سپتمبر له پېښې را وروسته ډير جوت شول او یا ترې مونږ د افغانستان خلک خبر شو.
په افغانستان کې جګړه په دوه ډګرونو کې روانه ده یوه د دولت د وسله والو مخالفينو له لورې د ټوپک، باردو او چاودنو په مېدان کې ده او بله هغه یې بیا په مجازي نړۍ او رسنيو کې ده او په دې توګه مخالف وسله وال د رسنيز تروریزم په يو پراخه فعالیت بوخت دي.
وسله وال طالبان او نورې اورپکې په دې برخه کې له بېلا بېلو روشونو استفاده کوي او ښه په درز کې یې تبلیغاتي جګړه هم توده ساتلې ده.
همدا اوس مهال وسله وال طالبان په مجازي نړۍ کې لسګونه ویب پاڼې لري، په اکثره خواله رسنيو کې فعال دي او فعاله ادرسونه لري. د مهمو هغه اشخاصو چې خلک یې خبرو ته غوږ نیسي شمیرې لري او په یو او بل نوم پیغامونه ورلیږي، ټولو رسنيو او ژورنالستانو ته برېښنالیکونه لیږل کيږي او دهرې پېښې په اړه دخپلې خوښې معلومات خپروي.
وسله وال طالبان خپلې پېښې مستند کوي او د هر برید پرمهال هڅه کوي، چې د پېښې د ځای انځورونه او ويډيو ګانې هم د ځان له پاره وکړي.
لیدل کيږي وسله وال او ترهګر همدا ډول فلمونه هم په ټولنیزو رسنيو او هم لارو کوڅو، او مارکیټونو کې هغه کمپیوټرکارانو ته رسوي چې خلکو ته په موبایلونو کې انځورونه او ویډيو ګانې اچوي.
وسله وال دخپلو بریدونو له پاره ځانګړې ترانې او حماسي شعرونه هم جوړوي، چې په اسانۍ سره په دې سره کولی شي، بې سواده او تنکي ځوانان په ذهني توګه بې لارې کړي.
په ټولنیزو رسنيو کې یې زیات شمیر پلویان دهغوی د ایډيالوژۍ، او فعالیتونو په اړه مباحث کوي، دا چې وسله وال او ترهګر دخپلو تخریبي او غیر انساني اعمالو له پاره اسلام او دین د یوې وسیلې او حربې په توګه استعمالوي؛ پلويان یې په ديني مسایلو او اسلامي احکامو پوي کړي دي او دا احکام او مسایل په هغه ډول خلکو ته تعبیروي چې دوی له پاره ګټور وي.
زمونږ په ټولنه کې دین او اسلام خلکو ته لومړی او اساسي ځای لري نو دا چې وسله وال له دې ضعف څخه ګټه پورته کوي او اسلامي حکمونه او دیني تعبیرونه په ټولنیزو رسنيو کې په تحریفي ډول خلکو ته وړاندې کوي.
وسله وال طالبان په رسنيو کې دخپلو ارپکو داسې عکسونه خپروي، چې ټوپک ورسره وي، څڼې یې پرېښې وي، مخابره یې په لاسه کې وي او د یو ځواکمن شخص په توګه یې د بېلا بېلو پیغامونو سره معرفي کوي.
هغوی ته د غازي، شهید، قهرمان، قوماندان ... او په څېر لقبونه کاروي، دا هم هغه اړخ دی چې په ذهني او مادي ژوند کې محروم خلک ځان ته را مات کړي. دا ډول فعالیت یې په تنکیو ذهنونو ډيره ژر اغیزه کوي.
وسله وال دهمدې ټولنیزو رسنيو له لارې خپلو پلويانو ته په زړه او ذهن کې یو دروغژن ارمان ټوکوي هغوی په خیالي جنتونو تېر باسي او دحورو او جنتي شرابونو تمې او هیلې ورکوي.
همدا ډول وسله وال طالبان چې کوم بریدونه کوي ددې ویډيوګانې په پراخه توګه ویشل کيږي ددې ویډيو ګانو سره حماسي ترانې، د قران ایاتونه او دخپلو اورپکو ستاینې له پاره ښکلې او اغیزکوونکې ژپه کاروي.
پرته له مصرفه همدا اوس په ټول هېواد کې د طالبانو پیغامونه او نشرات پرته له کوم مشکل خلکو ته رسيږي او دخلکو په زړونو کې وحشت او ویره ایجادوي.
په دې کارونو سره وسله وال غواړي خپل ځان لوړ او دولتي موقف کمزوری معرفي کړي.
همدا اوس د طالبانو د ځینو خپرو کړو ویډيو ګانو له کتنې ارزونه کولی شو، چې دې ډلې هم په دې برخه کې مسلکي او اغیزمن کوونکو روشونو ځینې استفاده او ګټه اخیستنه پېل کړې ده.
دوی چې کله دملي اردو سرتېري زندانیان کړي نو په خبرو، تش په نوم د اسلامي احکامو او د دین په نا سمه تعبیر ورکولو د ملي اردو نیول شوي سرتيري پښېمانه معرفي کوي.
چې دا په خپله ډير پراخه اغیز لري.
وسله وال طالبان او ترهګرۍ ډلې په ټولنیزو رسنيو کې د حکومتي او دولتي چارواکو په ډيرو وړو تېروتنو ډير مدلل تحلیلونه خپروي چې په دې سره هم د دولت په خلاف د ذهنيتونو د خپلولو له پاره غیر انساني هڅه کوي.
دا چې افغانستان یو داسې هېواد دی، چې لوستي وګړي په کې کم دي د تبلیغاتو میدان پراخه دی او سالم معلومات کم خلکو ته رسيږي نو د افراطیت په وده کې ټولنیزو رسنيو نن سبا لوی ځای پېدا کړی دی.
د یو حکومت د یو اړخ او د یو لوري په توګه تر هرڅه مهمه ده، چې نه یواځې د وسله والو طالبانو تبلیغات له منځه یوړل شي بلکې چلینج کړی شي او په کارپوه اشخاص وګمارل شي چې په دې برخه کې ضد تبلیغات په اغیزمن روش مخ ته یوسي.