
چارواکي وایي د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې سږ کال د ۱۶ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت بېلابېل روغتیایي مرکزونه جوړیږي .
مسؤلینو دغه څرګندونې نن د غويي په ۲۸مه د اوو ولسوالیو ولسوالانو،پوهنې مدیرانو،د روغتیایي مرکزونو مسؤلینو او قومي مشرانو سره د یوې غونډې په ترڅ کې وکړې .
د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې جوړې شوې غونډې ته د بټي کوټ، غني خېلو، کوټ، اچين، نازيانو، دوربابا او هسکې مېنې ولسواليو ولسوالانو، پوهنې مديرانو، د عامې روغتيا اړوند ډاکترانو او قومي مشرانو خپلې ستونزې او غوښتنې شریکې کړې .
دوی د روغتیا او پوهنې په برخه کې د مسؤلینو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه،چې د قومونو په همکارۍ یې د بېلابېلو ستونزو سره،سره یادې ادارې په ولسوالیو کې فعاله ساتلي دي .
د دوی په وینا په ولسوالیو کې یې د روغتیا او پوهنې په برخه کې مشورتي او اصلاحي کمیټې جوړې کړي او له دغه لارې د یادو برخو مسؤلینو سره په ولسوالیو کې همکاري کوی او هر ډول ستونزه یې د حل لارې چارې هم موندلي دي .
ننګرهار والي سليم خان کندوزي د قومونو د همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ وویل: د تېرو درې لسیزو جګړو پر مهال د نورو برخو ترڅنګ روغتیا او پوهنې برخو کې مو هېواد ستر زیانونه لیدلي .
نوموړي زیاته کړه، د نورو پرمختګونو ترڅنګ افغانستان په ځآنګړي ډول په ننګرهار کې د پوهنې او روغتیا په برخه کې لا ډیر زیات کار ته اړتیا لیدل کیږي،ترڅو د علم په ګاڼه سمبال ځوانان ټولنې ته د خدمت په موخه واستو.
هغه د ټولو ولسوالیو د ولسونو څخه وغوښتل چې د یوالې له مخې د هېواد دښمنانو ته اجازه ورنکړي،چې ښوونځي او روغتونونه د دوی د اولادونو او ولسونو پرمخ وتړي .
ننګرهار والي د یادو ولسوالیو ولسونو او مسؤلینو ته ډاډ ورکړ،چې ستونزو ته به یې د اړونده ادارو له لارې د حل مناسبې لارې چارې ولټوي .
د پوهنې رئیس الله داد اسماعیلزي وویل: د شینوارو ولسوالیو کې به ډېر ژر د شپاړس ښوونځیو د بیا ترمیم چارې ترسره کړي او همدا راز یې د مدرسو لپاره د شل میلیونه افغانیو په لګښت اخیستي کتابونه ولسوالیو ته لیږلي دي .
د عامې روغتيا رييس ډاکتر نجيب الله کاموال وويل: په دغه ولایت کې د سږ کال په ترح کې د شپاړلس میليونه امریکایي ډالرو په لګښت بېلابېل روغتیایی مرکزونه جوړوي .
هغه زیاته کړه، دغه مرکزونه به د اچين، کوټ، مومندرې، حصارک او شیرزادو په ولسوالیو، جلال اباد ښار کې زر بستريز او فاطمة الزهرا روغتونونه شامل دي .
نوموړي د ولسوالانو او ولسونو وغوښتل، چې په کلنيکونو کې دې د درملو خلاصيدو پر مهال دوی ته خبر ورکړي او ډاډ یې ورکړ،چې د یاد ولسوالیو په روغتونونو کې د شپږو مياشتو لپاره یې درمل ذخیره کړې دي .
د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمري پر ولسونو غږ وکړ، چې د خپل نظام ملاتړ وکړئ او له ټولو يې وغوښتل، چې خپلمنځي تربګني پريږدي او په همغږۍ سره د سولې او وطن دښمنانو مخنيوی وکړي.