په لغمان کې شا و خوا یو سل او شپېته زره کوچنیانو ته د ګوزڼ د واکسین د تطبیق څلور ورځنی کمپاین پیل شو

 
د لغمان والي عبدالجبار نعیمي په لاسونو نن دوو کوچنیانو ته د ګوزڼ د واکسین د دوو څاڅکو په تطبیق سره دغه څلور ورځنی کمپاین رسما پیل شو.
د دغه کمپاین په ترڅ کې به په ټول لغمان کې ۱۵۹۷۷۷ تنه هغو کوچنیانو ته د ګوزڼ واکسین تطبیق شي چې عمرونه یې له پینځو کلونو کم وي.
د ګوزڼ د واکسین د عمومي کمپاین د پیل پر مهال د لغمان د عامې روغتیا رئیس ډاکتر عبدالطیف قیومي وویل چې د اوس لپاره دوی په ټول لغمان کې د واکسین د تطبیق پر وړاندې کومه جدي ستونزه نه ویني او په دې هڅه کې دي چې هېڅ کوچنی چې په شرایطو برابر وي له واکسین څخه پاتې نه شي.
لغمان والي عبدالجبار نعيمي بیا د خپلو خبرو پر مهال وویل چې د پولیو د تطبیق پروسه ورته د کارونو  په لومړیتوبونو کې ځای لري. هغه زیاته کړه چې د عامې روغتیا مسولین دنده لري تر څو دغه پروسه په ښه شکل مدیریت کړي او دی به یې خپله نظارت او څآرنه وکړي.
ښاغلي نعیمي په دیني عالمانو، قومي مشرانو، ځوانانو او مدني فعالانو غږ وکړ چې په یوه خوله د عامې روغتیا د مسولینو سره د دغه پروسې د تطبیق او کامیابۍ په برخه کې اوږه په اوږه کار وکړي او پرې نه ږدي چې څوک د دغسې روغتیايي کمپاینونو  د پلې کېدو پر وړاندې خنډونه را ولاړ کړي.