غـــــــزل

چې په ژوند مې ميلمنې دي د هجران شپې
د يقــين پـــه اوږو وړمـــه د ګـــومـــــان شپې
 
چـــې دې مـــړاوو کشمـــالــــو فصل تازه شي
خداى دې راولــــــي په کلـــــي د باران شپــې
 
د سبا غوټۍ په لار کـــــې ورته شنې شوې
د آرمــــان په لارويـون کـړي د آرمان شپـــې
 
د ازل غشــــــي وريږي لـــــه آسمـــــــــانـــــــه
لــه ماشومې هوسۍ تښتي دبيابان شپې
 
رانـــــــه وړى د بيلتـــــــون خړو سيليــــــو
چېرته چېرته بـــه تېريږي د جانان شپــــې
 
غبرګې شمعې دې له سترګونه لوګـــى شه
د ځوانۍ په خوب لاهو کړې د هر ځوان شپې
 
د سپوژمۍ پېغلې سپيدوته خولګۍ ورکړه
درنـــــه لاړلــــې د ستـــــورو دکـــاروان شپــــې
 
(( رحمـــاني)) درنه سکون د توبو غواړي
ستا په مخ کې يې اودې دي د ايمان شپې
 
٨/٢/١٣٨٢