جمهور رئیس غني: موږ ټول باید اصولي فکر وکړو

  له تېرې یوې اونۍ راهیسې د هزاره توکم مشرانو د سالنګ مسیر څخه د برېښنا د لېږد موضوع دومره ناندریزه او قومي کړه، چې ان په لندن کې یې هم د حکومت او په ځانګړي ډول د ولسمشر غني پر وړاندې نه یوازې لاریون ، بلکې له سپکاوي ډک چلند وکړ. جمهور رئیس غني د برېښنا د لېږد په سر وروستیو راولاړو شویو ناندریو ته چې له بده مرغه ژبنی او قوم رنګ ورکړل شو وویل، د دې لپاره چې زموږ لومړیتوبونه تر پوښتنې لاندې رانشي، نو د انکشافي لومړیتوبونو په هکله باید یو واضح بحث ولرو.  هغه څرګنده کړه، د واحد ملت په توګه د افغانستان په هره نقطه کې تحرک باید د ټول افغانستان پرمختګ وبولو. مګر له بده مرغه یو شمېر پردیپالي د لویو ملي پروژو پر وړاندې د پردیو په لمسون ستونزې خلق کوي. دوی غواړي د افغانستان اقتصادي وده ټکنۍ کړي او دغه لاسپوڅي افراد او حلقې خپلو بهرنیو بادارانو ته د خوش خدمتۍ په نیامت حتی د هېواد او هېوادوالو امنیت ګواښي او په غیر منطقي انداز او سرتمبګۍ د هغه څه د تحمیلولو غوښتنه کوي چې نه منطق او نه هم قانوني اساس او مجاز لري. جمهور رئیس په خپله نننۍ وینا کې وویل، زیربنا باید په یو منطقي، اصولي او هر اړخیز بحث بدله شي، نه دا چې د ګروګان ګیري فضا رامنځته شي. جمهور رئیس د خپلې وینا په یوه برخه کې په لندن ښار کې د اداري فساد پر ضد نړیواله ناسته کې د ده د وینا پرمهال د یو هزاره توکم اخلال، بې ادبۍ او سپک چلند ته په اشارې وویل، یو ملت چې پنځه زره کلن تاریخ لري هغه نه شي سپکېدلی. خپل ځان باید په خپله سپک نه کړو. هغه زیاته کړه، موږ ویاړلی ملت یوو او افتخار مو دادی چې ملي، سرتاسري او افغانستان شموله فکر کوو. په رښتیا هم چې که د ولسمشر غني تېر ژوند، اثار، عملي سیاست، منشور او اوسنۍ برنامې او طرحې وکتل شي، نو واقعاً چې ملي دي، البته ځینې طرحې یې نه یوازې ملي بلکې سیمه ییزې او حتی نړیوالې دي،  د بېلګې په توګه د اقتصادي ودې او یا د امنیت او ثبات د تامین په برخه کې د ولسمشر غني طرحې نه یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې او د نړۍ د هېوادونو په ګټه دي، مګر له بده مرغه یو شمېر پردیپال او منحوسې کړۍ نوموړی د شخصي عقدو او د پردیو په لمسون هغه په تعصب، قوم پالنه او سمت پالنه تورنوي. د جمهور رئیس غني د نننۍ وینا بل مهم ټکی دا وو چې هغه وویل،  هغه لس ولایتونه چې په تېرو دورو او حکومتونو کې کمه او یا هیڅ توجه ورته نه ده شوې، نو زه غواړم خاص وکالت او مسوولیت یې ماته راکړئ.  هغه په ټینګار وویل، داسې نه کېږي چې زموږ ولایتونه او خلک دې په مختلفو پېړیو کې ژوند وکړي. لکه همدا اوس چې که د هېواد ځینې ولایتونه د اقتصادي ودې، امکاناتو، امتیازاتو او نورو مسایلو له پلوه سره مقایسه کړې، نو ځینې به دومره وروسته پاتې او محروم در معلوم شي لکه په ۱۲ پېړۍ کې چې ژوند کوي او ځینې بیا دومره پرمختللي چې د ۲۱ پېړۍ له امکاناتو او امتیازاتو برخمن دي، مګر د همدغو برخمنو ولایتونو یو شمېر استوګن لا هم قانع نه دي او لا هم د امتیاز طلبۍ د ترلاسه کولو له امله د نورو د منزوي کولو، محرومولو او بدمرغه کولو هڅه کوي. هغه وویل، موږ ټول باید اصولي فکر وکړو.