ولې ستانکزی؟

 
افغان ولسمشر تر زیات غور وروسته د ملي امنیت د ریاست لپاره معصوم ستانکزی نوماند کړی او ډاډ یې څرګند کړی چې ستانکزی کولای شي د ملي امنیت په کلیدي اداره کې اصلاحات راولي او دغه اداره له لاسوهنو خلاصه کړي.
ولسمشر تر دې وړاندې ستانکزی د ملي دفاع وزارت لپاره نوماند کړ، که څه هم د ولسي جرګې یې د باور رای وا نه خیسته، خو په سرپرستی کې یې د ملي دفاع وزارت کې کافي اصلاحات راوستل، هغه اصلاحات چې د ولسمشر قناعت یې حاصل کړ، ستانکزي ملي دفاع وزارت کې د فساد د مخنیوي په لاس راغلي پیسې د ملي اردو په معاشاتو کې واچولې او د هغوی معاشونه یې لوړ کړل.
 او اوس چې ولسمشر د یوې کلیدې ادارې لپاره نوماند کړ، داسې اداره چې مسوولیت یې دروند دی او وطن پال کس کولای شي، خپلو اصلي مسوولیتونو ته یې ځیر کړي.
ولسمشر ولې پر ستانکزي زیات باور کوي؟
ستانکزی یو ښه مدیر ثابت شوی، له تېر ولسمشر سره یې کار کړی او په هغه برخه کې زیاتې لاس ته راوړنې لرې، ستانکزی د سولې عالي شورا د دارالانشاء رییس و او په خپله کاري موده کې یې زیات طالبان د سولې په پروسه رامات کړي و، خو دا چې دلته کورنۍ او بهرنۍ لاسوهنې وې مخکینې حکومت د سولې لپاره قوي اراده نه درلوده، نو په دې برخه کې خنډونه پیدا شول.
ستانکزی فاسد نه دی، د چا په څېر ماڼۍ، موټرې مارکیټونه او نورې داریانې نه لري، نو له همدې امله پرې باور هم شوی دی، دا چې ستانکزی یو جدي او با حوصله مدیر دی، نو د ملي امنیت ادارې لپاره مناسب دی او باور دی چې ستانکزی به له د ملي دفاع وزارت په ملي امنیت اداره کې هم پراخ اصلاحات راولي، داسې اصلاحات چې پر دغې ادارې د خلکو باور نور هم زیات کړي.
ستانکزی د یو مدیر او سیاستوال تر څنګ یو ښه قومي مخور هم دی او ولس سره د ولس په ژبه ښه پوهیږي چې څنګه کولای شي، ولسونه ملي ګټو ته متوجه کړي او په دې برخه کې ولس ته قناعت ورکړي.
ستانکزی د طالبانو په اړه زیات مالومات لري، له ډيرو سره یې په تېرو کلونو کې جرګې کړي او ځینې یې قانع کړي چې سمه لار یې نه ده غوره کړې، که ستانکزی د ملي امنیت ادارې لپاره له ولسي جرګې رای واخلي، دغه اداره به په لنډ وخت کې ځان ثابت کړي چې کوم یې مسوولیتونه دي او څه ډول یې خپل مسوولیتونه سرته رسولي دي.
تر دې ټولو مهم دا چې د ملي امنیت ادارې او ولسمشر ترمنځ به سالمه همغږي رامنځ ته شي، ځکه د ملي امنیت د تېرو رییسانو ستونزه دا وه چې له ولسمشر سره یې سمه همغږي نه درلوده او دغه کار زیات خنډونه رامنځ ته کړي و.
اوس چې ولسمشر ښاغلی معصوم ستانکزی د ملي امنیت ادارې لپاره مناسب شخص بللی او هغه پرې باور کړی دی، نو پکار دا ده چې ولسي جرګه هم د باور رایه ورکړي او په دې برخه کې خپل ملي مسوولیت ادا کړي.