ستا ليونۍ سترګې له سپينو کاڼو تور اخلي
د فلسفــــو خــــبرې ځکـــــه دلتــــــــه زور اخلي
د ديدنونو مسلمانې شيبې څــــومره ښې دي
زه له ګلاب، ګلاب ،ګلاب ځېنې ټکور اخلي
پرون يې تاپســـــې دنيا چڼ کـــــړه خبريې کنه؟
سپينچکه! لمر درنه يو څو جلوې په پور اخلي.
زه بې ســــــواده يم په ټکـــــي باندې نه پوهېږم
جانان د خولې ازمېيښت هم لکه کانکور اخلي
کټ مټ جانانه ! والله ستا قهر ته ورته ښکاري
د ستا جـــــلان ځکـــه پـــه غبرګــــو لپو اور اخلي
سيدجيلاني جلان
يادونه دغه غزل د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى
وروستي