
ارګ مشره له نن پوره دوه کاله مخکې تاسو د ولسمشرۍ ماڼې ته کاندید وې، د هیواد لر او بر کې بااحساسه ځوانانو، مشرانو، او ولسونو ستاسو د ملاتړ په پار شپه او ورځ یوه کړه! خدای حاضر دې ستا ولسمشر کیدو ته مو دومره عجله وه، چې ډیرې ورځې مو ډوډې له یاده وتلې ، هر ځوان ستا د فکر په کشتۍ کې د منزل پر لور د مزلونو لنډولو خوند اخسیت.
هر ځوان او سپینګیري ملا کلکه تړلې وه او په کلي کور کې یی ستا د مفکورې ضد ډلو سره په یواځې سر او تش لاس مبارزه کوله، هیڅ یو یی قوماندان، زورواکې او ملک نه وو.
هاغه وخت ما یو خصوصي بانک کې دنده درلوده، د هیواد او ولس ژغورنې په موخه مې هر څه پريښودل او هاغه میاشتني عاید چی زما د اولادونو ډوډۍ لپاره یی ایله تکافه کوله لاس پریمنځې!
ځکه رئیس مې پر مبارزې نیوکې کولې، هغه ستا پلونه د هیواد په ګټه نه بلل!!!!!
څه به د سر خوږوم، د اوږده او اغزن مزل هره شیبه راته لکه د ژوند خوږه خاطره وه، د هیڅ شي او هیچا پروا مو نه کوله، موږ تر منزله ورسیدو ، خوښۍ مو ولمانځلې او ستاسو د فکري څټې د خوږو پر طمع دا دې دویم کال اخرې شپې ورځې تیروم.
هماغه څادر مې پر اوږو او هم هاغه کالي مې پر غاړه دي، له هغې وروسته مې د ځان او اولادونو ته د نویو کالو رانیولو توان پیدا نکړ!!!!!
د خوب تعبیر مې لا هم ګونګ دې، هیڅ په لاس رانغلل، نه امنیت، نه ثبات او نه هم د ټولنیز عدالت د پلي کیدو په پار قدمونه وچت شول؟ زما د مزل ملګري دي یو یو په بیلا بیلو ډولونو مریضان او یا توهین کړل. زما د سیمې خلکو دسترخوان لويې نشوه، زما د مبارزې ملګري شهیدان شول هیڅ چا یی پوښتنه ونکړه؟ ستا پر لار ګامزن ځوانان له مداره لرې ساتل کیږي او یواځې د ځوانانو سیاسي تجارانو له پیله تر ننه بیلابیل امتیازات ترلاسه کوي او تاسو هم آواز اوچتونکي خلک د دندې او موقف تږي بولې او په دې توګه یی غږ په مرې کې غلې کوئ.
موږ په سیمه کې د اوسني پاچا (تاسو) د پلویانو په تور وټکول شو، وږي یی کړو، زموږ د خولې مړه یی رانه وشوکوله او ډول ډول تاوان مو ولید.
له ځانه په هاغه ملګرو او ولس ډیر دردمند یم چی ستا قواره ورته لا هم خپله بریښي او چې کله دې خوشاله ووینې د خپلې ډوډې په غم کې نه وي.
زموږ د سر سیاسي تجاران پرته د خپل عیش عشرت او خپل خپلوانو د بل هیچا درد نشي دوا کولای بلکه ستا او د ولس تر منځ فاصلې زیاتوي.
ولسمشره!
یو ورځ پوښتنه وکړه، هاغه ستا د ټیم شعوري، تکړه او بااستعداده ځوانان چیرې دي، په کوم سرنوشت اخته دي، څومره یی روږدي شوي او څومره یی د هیواد له پولي د ډوډۍ پیدا کولو او د ځان مصونیت په خاطر له وطنه هجرت کړئ؟
بل اړخ ته له تاسو ښاغلي مو طمع درلوده چې په هر قوم،توکم او نژاد کې به د ځان په څیر علمي کدرونو او محرومو تعلیم یافته ځوانانو سرمایه ګذاري وکړئ، د تیر پاچا پر پل به پل کیښنږدې اما تا له هغه څو ګامه پخه واړوله، مرکز او ولایتونو کې دې د دې زورواکو بچیان په غیر عادلانه توګه امنیتي، استخباراتي او ملکې ادارو کې ځای پر ځای کړل او په راروانه کې به زما بچې د هیواد وګړې نه بولي.
ولسمشره څنګ کې د راټول کسان وپلټه د چا او کومو موخو لپاره کار کوي؟
ولس یی له تاسو څومره کرکجن کړئ او تاسو ته د هغوي په اړه څه ډول خبرونه درسوي؟
له ارګ بیرون جاج واخله، وګوره چې څه روان دي؟ هاغه د دردیدلو د وینې ګټې د چا مرۍ غوړې ساتلي؟
پوهیږې ولسمشره څه تیریږي؟
یو د ځوانانو تجار د خپلې کورنۍ لسګونه ځوانان خپل خوا او شاه استخدام کړي؟
ستا تر څنګ ټیم د اقتصادي ګټو پر بنسټ رامنځته شوئ، اقتصادي او شخصي سیاسي ګټو له دوي اصلي دندې له یاده ویستي، او ورځ تر بلې دا لړۍ د پراخیدو په حال کې ده!
هڅه وکړه خړ سترګي مو نکړئ چی خپلو خلکو ته ووایو موږ سهوه کړئ، نه وو پوه شوي
اسانه حل لاره یی درته ښایم خپله خوا او شاه دې جوړه کړه هر څه سمیږي!
دا مهال تاسو ته د ولسمشر کلمه کارول تر ارګ مشره رارسیدلې، او ارګ مشري هم له تاسې پټه بل څوک تنظیموي!!
زه خپل یاداښت د تاریخ سینې ته سپارم او د تاریخې ملامتې ځان پر همدې لیک خلاصوم!
پوهیږم لیکوالان او ستا پر نظام نیوکه کونکي توطیه ګر او د موقف تږي بولې اما له ځان سره پری کله لږ فکر وکړه!
ډاډمن اوسه په لويې مجلس، ناستو او لاریونونو کې د عکس ته بی احترامي نکوم وجود خو دې لا پریږده اما د خوا او شا کثیف ټیم (پرته د ګوتو شمیر) کسانو پر ضد به ستا د ملاتړلو او له مافیا خلاصولو په نیت دا سپیڅلې دنده په خورا میړانه ترسره کړم او تاریخ به یی ثابته کړي چې موږ په سمه وو.
یادونه! په ټیم کې ځینې پاک غړي هم لرئ چی د ولس د افتخار وړ دي.
درنښت