افغان استخبارات د ستانكزي غوندې سټې ته اړتيا لري

 
 
 د ملي امنيت رياست لپاره يوازې او يوازې داسې چاته اړتيا ده چې دا رياست له قومي، ژبني او ګوندي تعصبه راوباسي.
دا رياست بايد ملت ته د هيروګانو يا په عامه اصطلاح د اتلانو د توليد فابريكه وي، دې ځاى ته د تېرو حكومتونو په څېر هوايي ټاكنې په دې معنا دي چې خداى مه كړه كار ته به ژمنتيا نه وي، بلكې هر څه به يې هوايي وي.
همدا وجه ده چې د ملي وحدت د مشرانو لخوا پر معصوم ستانكزي باندې د دې رياست د رهبري كولو اعتماد خورا خوشبينۍ راپورته كوي.
معصوم ستانكزى په داسې حال كې دې رياست ته راځي چې نړيوالې مرستې كمې شوي او د جرمونو ګراف مخ په لوړېدو دى.
د يو نظامي ډګر د باتجربه افسر دلته ګمارنه په دې معنا ده چې ملي وحدت حكومت د حالاتو نزاكت درك كړى دى او د هېواد د زړه په څېر ارګان ته يو باتجربه او پاك سړى ور پېژني.
ستانكزى په څو لحاظه د دې رياست لپاره وړ سړى دى خو تر ټولو لوړ امتياز يې په دې برخه كې دا دى چې د خپل ديانت او صداقت امتحان يې ولسمشر ته په پوره اخلاص وركړى دى او له يو قاطع جمهور رئيس سره د كار ښه پخه تجربه يې ترلاسه كړې ده
. ستانكزى نه يوازې د هېواد د يوې يوې شيبې له حالاتو باخبره نظامي او استخباراتي په هېواد مئين سړى دى بلكې د يو استخباراتي رهبر او مدير په توګه د جګړې په ډګر كې د يو متين، صابر او حوصله ناك افسر په توګه يې هم شمېرلى شو.
ستانكزى د هېواد يوازنى لوړ پوړى نظامي افسر دى چې د جګړې او سولې ترخه او خوږه دواړه تجربې لري، نه يوازې د سولې په ډګر كې د سولې له عالي شورا سره د طالبانو په اصلي سرچينو باخبره سړى دى، بلكې د امنيت رياست ته راتګ به يې د سولې پيچلې پروسه اسانه كړي، په دې برخه كې به غوټې ځكه پرانستل شي چې دى به هغو مراجعه كوونكو طالبانو ته د سولې غوره زمينه برابره كړي چې د تېر حكومت په وخت يې راتګ غوښت خو له ستونزو سره مخ كېدل.
دى تفكيك كولى شي چې كوم طالب د هېواد دښمن او كوم په رښتيني ډول د سولې لېواله دى؟ د هغه د معرفۍ په ورځ ډاكټر عبدالله د ملي وحدت حكومت اجرائيه رئيس اقرار وكړ چې دى پركاره، د ګروپي كار عادي مدير او د كدرونو په روزنه كې ليواله افسر دى.
دى سره له دې چې په ولسي جرګه كې تېر وار د سمتي ستونزو ښكار شو، خو په ملي دفاع وزارت كې يې د تاريخ تر ټولو ستر فسادونه افشا كړل، له منځه يې يوړل او يوه سالمه د ملي دفاع وزارت رهبري يې رامنځته كړه.
د ده له بركته به افغانستان له دې وروسته ۳ مليارده افغانۍ د ملي اردو په قراردادونو كې سپما كوي، هغه يوازنى دفاع وزير دى چې د افغان ځواكونو په شته امكاناتو يې داعش ډله په نطفه كې شنډه كړه.
هغه د ملي اردو په قرارددونو كې د يو نيم ډالر في ليټر تېلو فساد افشا كړ، برعكس يې تېر دومره ارزانه كړل چې كه اوس افغان ځواكونه د څښاك د اوبو پر ځاى تېر هم وڅښي، پر افغان حكومت به يې كوم بوج رانشي، ځكه ده په پوره شفافيت اوس د ديرشو سينټو په مقابل كې في ليټر د تېلو قراردادونه كړي دي.
په هر حال موږ ته د هوسا افغانستان لپاره د همداسې يو ملي امنيتي مدير اړتيا ده، چې د جګړې او سولې په برخه كې د ارګ، سپېدار ماڼۍ او ملي امنيتي ځواكونو پراخه همغږي رامنځته كړي او امنيتي ارګانونه د مسلكي او تخنيكي وړتيا له مخې د كادرونو په روزنه مخته يوسي.
په تېرو رئيسانو كې هيچا د استخباراتو په برخه كې دومره پرمختګونه نه دي كړي لكه معصوم ستانكزي چې د ملي دفاع وزارت په چوكاټ كې د كشف په برخه كې وكړل، د همده له بركته اوسمهال د هلمند د جګړې ډګر شپږ بې پيلوټه الوتكې كنټرولوي او دښمن يې له يو عجيب و غريب اضطراب سره مخ كړى دى. سبحان الله!
افغانستان ستانكزي ته اړتيا لري او د ده د بريا لپاره به يو غږ يوو.