
یوه ماشوم يې له موره وپوښتل: مورې ولې ژاړې؟
ولې ټولې ښځې ژاړي؟
مور يې په غېږ کې ونیو او ويې ويل: نه پوهېږم ګرانه، نه پوهېږم!
ماشوم يې پلار ته ورغی او ويې ويل: ولې مور تل ژاړي، هغه څه غواړي؟
د پلار ذهن ته يې یوازې دا ځواب راغی: ټولې ښځې بې دلیله ژاړي. ماشوم ښځو ته ژر ژړا ورتلو حیران کړی و. يو ځل يې خوب ولید چې له الله تعالی سره خبرې کوي؛ له هغه یې وپوښتل: خدایه! ولې ټولې ښځې ژاړي؟
الله تعالی ځواب ورکړ: ښځه مې په یوه ځانګړې بڼه پيدا کړې؛ د دې مټو ته مې دومره ځواک ورکړی چې د ځمکې دروندوالی زغملی شي. بدن مې يې دومره ځواکمن پيدا کړی چې د زيږېدنې درد زغملی شي. لاسونه مې يې دومره پياوړي کړي دي چې حتی که ټول خلک له کاره لاس واخلي، هغه کار ته ادامه ورکړي. دومره مینه مې ورکړې چې له اولادونو سره په هر حالت کې حتی که هر څومره یې وځوروي، مینه ورسره وکړي. ښځې ته مې د خاوند د تېروتنو د زغملو وړتیا ورکړې او هغه مې د خاوند له پوښتۍ پيدا کړې چې زړه يې وساتي. هغې ته مې عقل ورکړی څو وپوهېږي چې یو ښه خاوند هېڅکله دې ته ضرر نه رسوي. هغې ته مې داسې اوښکې ورکړې چې هر کله وغواړي تويې يې کړي. دا اوښکې مې په دې پورې منحصرې کړې، چې هر وخت اړتیا ولري، ګټه ترې واخلي.