ړوند او ورځپاڼه لیکونکی

 
یو ړوند سړی د یوې ودانۍ په زینو کې ناست و، خولۍ او تابلو يې د پښو تر څنګ اېښي وو. په تابلو یې لیکلي وو:  زه ړوند یم په مهربانۍ مرسته راسره وکړئ!
یو پنځګر ورځپاڼه لیکونکی يې تر څنګ تېرېده. ورته ويې کتل، یوازې څو سکې په خولۍ کې وې. څو سکې یې په خولۍ کې واچولې او له ړانده سره يې غم شریکي وکړه. سړي ډېر فریاد کاوه چې خلک د ده په څېر کسانو ته پام نه کوي. د ورځپاڼه لیکونکي ذهن ته څه راغلل او له ړانده اجازه وانه خیسته، تابلو يې پر بل مخ واړوله او بله خبرتیا يې پرې ولیکله، تابلو يې د ده له پښو سره يې کېښووه او هغه ځای يې پرېښود.
مازیګر ورځپاڼه لیکونکی هغه ځای ته بېرته راغی او پام يې شو چې د ړانده خولۍ له سکو ډکه شوې ده! د ړانده حال يې وپوښت. ړانده د ورځپاڼه لیکونکي اواز وپېژنده او پوښتنه يې ترې وکړه: په تابلو څه لیکلي چې نن ډېرو خلکو مرسته راسره کړې؟
په تابلو لیکل شوي وو: نن پسرلی دی، خو زه يې نه شم لیدلای!