
په ولسمشر پسې قنجوغه شوي او د واک له قنجوغې غورځول شوي ماجراجویه بدغوني عناصر چې د جګړه ییزو جرایمو، وسله والو جنایتونو، لوټماریو او فساد روښانه شالید لري، په پوره سپین سترګۍ سره د ولسمشر د ملي پراختیایي سیاستونو د تطبیق په وړاندې خنډونه ایجادوي او یو پر بل پسې د بهرنیو استخباراتي کړیو اجنداوې پرمخ بیایي. تر دې هم ډیره خطرناکه خو دا چې د ځینې کړیو په لارښوونه یو شمېر کرایه شوي ملي ضد عناصر په اوسنيو حساسو بحراني شرائطو کې افغانستان ته د نړیوالو مرستندویو هېوادونو او ملاتړو بنسټونو د مرستو ورکولو ذهنیت تغییروي. د ولسمشر غني د حکومتي واک په اډانه کې ځینې شریکان او رقیبان دومره سپین سترګي او بې حیا دي چې له ولسمشر سره سیاسي مخالفت یې له ټول هېواد او ولس سره د دښمنۍ تر بریده تنزل کوي.
د اقلیتونو لخوا ښکنځل شوي نوي ولسمشر، اشرف غني داسې مهال د بهرنیانو تر لاسوهنو او فشار لاندې کاواکه شوي حکومت واګې په لاس کې واخیستې چې د داخلي کمزورتیا او پاشلتیا تر څنګ د خارجي استخباراتو په لاس توظیف شوې مافیا ورته هره شیبه د سقوط او د هېواد د ټوټه کېدو ډولونه ډنګول.
د نیمګړي واک ترلاسه کولو له لومړۍ شیبې څخه ستړي ولسمشر د اقلیتونو د خوښ ساتلو او په اقتدار کې د هغوی راشریکولو لپاره په اساسي قانون کې ګونډې ووهلې چې له دې سره جوخت د ملاماتي حکومت په شا شپږ نور ولسمشران ورپسې قنجوغه شول؛ د زمانې تر جبر لاندې ایسار ولسمشر د خپلې کاري برنامې او ژمنو د عملي کېدو ناشونتیا د خپل سر په سترګو ولیده او د واک غوښتونکو ماجراجویه سیاستوالو د ناز او نخرو په درناوي یې د هېواد د قانوني نظام او سالم حکومتي چوکاټ جنازه د جان کیري په حضور کې په خپلو کمزورو اوږو پورته کړله خو له دې سره سره یې د هېواد د سوکالۍ او پرمختګ په لاره کې کړې ارادې ته شا نه کړله.
هغه کابینه چې ولسمشر یې د مسلکي توب او ناپیلتوب خوبونه لیدل وار له واره پنځوس سلنه برخه ترې را پرې شوه او پاتې نوره خپله پنځوس سلنه یې هم د ټاکنیزو حریفانو او سیاسي شریکانو د ارادو تمثیلي جوړښتونه شول؛ مانا دا چې د کابینې په غړو کې له سلو، پنځه ویشت فیصده انتخاب د ولسمشر حق او پاتې نور د پخوانیو دعوه جلابانو د حزبي، سمتي او تنظیمي مالونو په لانجمنه سودا واوښته. د کابینې په نوي تشکیل کې له ګڼو چنو او بې پایلې بحثونو وروسته داسې ګل بابونه نوې څېرې را وړاندې شولې، چې د دولتي تشکیلاتو په چوکاټ کې یې د مدیریت خوب هم نه و لیدلی خو د ملي وحدت په تاوده بازار کې پوره وزارتونه ورته په غنیمت ورسېدل. زمول شوی ولسمشر سره له دې چې د خپلو سیاسي شریکانو او حریفانو لخوا د معرفي شوو وزیرانو او چارواکو په سیاسي او قومي اجنډاوو له لومړي سره پوهېده خو د خپل هېواد د روښانه راتلونکي په تمه یې دا تریخ ګوټ هم له ستوني تېر کړ او په ناچاره یې د همدې یو زیات شمېر ناکامو، خالي الذهنه او کونډ ذهنه ناروغو وزیرانو په واسطه د حکومتي ماشین د چلولو هوډ تازه کړ.
د ټاکنیزو سیالیو هغه ښکنځلمار حریفان چې د بدغونو ښځو په څېر یې ده ته د رنګ او طبعیت پیغورونه ورکول، په پرانیستي تندي تر خپل څنګ وزغمل او د هېواد د سیاسي او اقتصادي ثبات لپاره یې دوی ته د سوال لاسونه اوږده کړل، په همدې لړ کې یې په پوره قاطعیت او هوښیارۍ سره د سیمه ییز او نړیوال ملاتړ ترلاسه کولو له لارې له وسله والو مخالفینو سره د سولې د مذاکراتو پروسه پیل او د ستراتیژیکو سیمه ییزو اقتصادي پروژو پلي کېدو ته ملا وتړله. په لنډ وخت کې له اسلامي حزب سره د سولې خبرو اترو په برخه کې وروستي پرمختګونه او د ټاپي، کاسا ۱۰۰۰ او ټوټاب ملي او سیمه ییزو پروژو د عملي کېدو مقدماتي چارې د ولسمشر د روښانه او متعهدانه سیاست کره پایلې دي. د یو انسان افغان لپاره تر دې زیات کوم کارونه له هغه زمول شوي ولسمشر څخه توقع کېدای شي چې هره شیبه د بهرنیو ډنډوره چیانو او په واک کې شریکو بلواګرو له دسیسو سره مخ وي.
په ولسمشر پسې قنجوغه شوي او د واک له قنجوغې غورځول شوي ماجراجویه بدغوني عناصر چې د جګړه ییزو جرایمو، وسله والو جنایتونو، لوټماریو او فساد روښانه شالید لري، په پوره سپین سترګۍ سره د ولسمشر د ملي پراختیایي سیاستونو د تطبیق په وړاندې خنډونه ایجادوي او یو پر بل پسې د بهرنیو استخباراتي کړیو اجنداوې پرمخ بیایي. تر دې هم ډیره خطرناکه خو دا چې د ځینې کړیو په لارښوونه یو شمېر کرایه شوي ملي ضد عناصر په اوسنيو حساسو بحراني شرائطو کې افغانستان ته د نړیوالو مرستندویو هېوادونو او ملاتړو بنسټونو د مرستو ورکولو ذهنیت تغییروي. د ولسمشر غني د حکومتي واک په اډانه کې ځینې شریکان او رقیبان دومره سپین سترګي او بې حیا دي چې له ولسمشر سره سیاسي مخالفت یې له ټول هېواد او ولس سره د دښمنۍ تر بریده تنزل کوي.
د هېواد روڼ اندی ځوان نسل چې د جاسوسۍ، غصب، لوټمارۍ، فساد او وژنو له ټولو غیر اسلامي او نا انساني کرکټرونو پاکه طبقه ده، د یو اسلامي او افغاني مسئولیت د درک له مخې باید د خپل ټول ځواک په کارولو سره نور د دې ډول خائنانه کړنو مخه ونیسي او نور دغو بدغونو عناصرو ته د خپل هېواد په برخلیک د لوبې کولو فرصت ور نه کړي.
ښایي د یو انسان په توګه ولسمشر ځینې ستونزې هم ولري خو که د فساد په وړاندې قاطع او د هېواد د اقتصادي بسیاینې متفکر مغز اشرف غني غوندې شخصیتونو په واک کې له نوموړي څخه د یو شعوري ملاتړ له لارې زموږ هېوادنۍ ستونزې حل نشي، بیا نو د ایران، پاکستان او لویدیځ شبکه یي اړیکوالو ته د نظام سپارل مو د ولس او هېواد تغییر نه منونکی برخلیک دی او بس!