په هند  کې دعلم حديث خپريدل

  ليکنه د ٢٠٠١ ميلادي کال د جون پر١٤ نيټه د وحدت په ورځپانه کې خپره شوې ده، يوځل يې بيا خپلو لوستوالو ته وړاندې کوم.
ژباړه : فضل قادر انډيوال
حديث پوهنه (علم حديث ) دحضرت محمد (ص) دريښتني او باوري ژوند يو ځلانده پياوړى او نه هيريدونکى تاريخ دى دحضرت محمد(ص) سره دمسلمانانو ډيره مينه ددې خبرې اساسي ثبوت دى چې د علم حديث ژوندى تاريخ تر دې دمه پورې په ريښتني ډول سره رارسيدلى دى زمونږ دامت علماو کرامو دحديث پوهنې په ساتنې او امانت دارۍ کې ډيرې زه پورې هڅې کړى ا دغه ژوندى او ريښتنې تاريخ يې دزمانو دناخوالو څخه د تل لپاره ژرغولى دى چې ددې سارى به نورو امتونو کې نه ليدل کيږي که نن ورځ څوک دحضرت محمد دژوند بشپړه نقشه او دهغه دسيرت دليدنې هيله ولري نو د علم حديث يا په ساده خبره دحديثو ښکلى کتابونه شته او دهغه کتابونو په لوستنې سره مسلمانانو ته دالهامي لارښونو دروازې پرانستل کيږي مسلمانانو دعلم حديث دکتابونو دچاپ ، خپرونې او په ځانگړې ډول دعلم حديث عقيدې ته جدى پاملرنه کړې او بيا يې نور مسلمانان هم هڅولي دى چې ددغه علم دخپريدو لپاره د پخې عقيدې له مخې گړندۍ هلې ځلې وکړي دالله تعالى ځانگړې مهرباني ده چې علم حديث چې دحضرت محمد دريښتنى ژوند د تاريخ يو پياوړى باب دى ددغه تاريخ دژغورنې او ساتنې لپاره د يو غيبي ځواک او طاقت نظارې گورو ددغه علم دخپريدلو لپاره د مسلمانانو داسې ټولى ليدل کيږي چې دسيلاب په څېر ددغه علم دخپريدو دپاره شپه ا ورځ په کار بوخت ليدل کيږي او په پوره اخلاص يې ورته مټې رانغاړلى دى .او ددغه پوهې ترلاسه کيدو لپاره دبراعظمونو او سمندرونو څخه تيريږي ستونزې گالي ، په سختو لارې مزلې کوي او دغه کار ورته ډير اسان بريښي پخوانيو علماء کراموبه دحديث پوهنې د پرمختگ لپاره ډير کړاونه گالل چې دا دهغه علماء کرامو دحديث دعلم سره دژورې مينې او قربانۍ يو مثال دى دا هسې دخلې خبره يا اسان کار نه دى بلکې دالله تعالى يوه ځانگړې معجزه ده او ماده پرستو لپاره يو ستر درس دى .
د حديث پوهنې دعلم دخپريدو چټکتيا د انسان په تاريخ کې ديوې سترې پوښتنې نښه ده خو په رښتيا او رښتينى ډول دالهي رازونو يو پټ راز دى او يو ځلانده دليل دى چې د حضرت محمد (ص) وروستنى رسالت يو تل پاتې رسالت دى او په دې شريعت به مسلمانان خپلې پريکړې تر قيامته پورې کوي د حضرت محمد (ص) دامت لپاره دديني مسئلو داستخراج ، استنباط او نورو ديني مسئلو پورې تړلو کتابونو ، وسيلو او دښو مدرسو د جوړيدو وړ وگرځيد په اسلامي امت او په ځانگړى ډول په اسلامي هېوادونو کې اسلامي اتلان ، فاتحين ، مجاهدين ، صوفياء مبلغين ، مفسرين فقهاء پيدا شول په اسلامي تگلارو يې عمل وکړو د اسلامي زده کړو لپاره يې پراخه لارې پرانستلې دهندوستان په زمکه داسلام رڼا دهجرت په لومړى پيړۍ کې راورسيده چې په کې اصحاب ، تابعين او تبع تابعين شامل وو خو په تاريخ کې په ځانگړي ډول دبيع بن صبيح او سعد بصرى نومونه ليدل کيږي دتبع تابعينو په باره کې چې دهند خاورې ته راغلى دى د اسلام لومړى مصنف په خپل کتاب کشف الظنون کې ليکلي دى او دغه مصنف دگجرات د ضلعې دبهروچ دسيمې په بهاړ بهوت کې خاورو ته سپارل شويدى نوموړى ليکلي دي که څه هم په لومړنيو هجرى پيړيو کې دهندوستان په سيمه دحديث ، دود او رواج نه و په وروستيو پيړيو کې په تديجى ډول يې پرمختگ وکړو خو ددې خبرې معنى دا نه ده چې گوندى دلته دحديث پوهنې پوهان محدثين نه وو او يا دهغوى ددرسونو کړۍ ددغه علم څخه تشې وي په نهمه اولسمه هجري پيړۍ کې په ځانگړى ډول يو شمير حديث پوهان دغه هېواد ته راغلل او د گجرات شاهانو ددغه علم سره دبې کچه مينې په نسبت دزياتره داوسيدو ځاى احمد اباد کې و چې اوس يې هم هلته قبرونه شته دالله تعالى په ځانگړې مهربانۍ سره ډيرو علماء کرامو دهندوستان څخه حرمين شريفين ته سفرونه وکړل او هلته يې حديث پوهنه ترلاسه کړه چې په دې علماء کرامو کې ډير مشهور او نامتو شيخ حسام الدين نهه سوه پنځه او يا يمه هجري کې دهغه نامتو شاگرد علامه محمد بن طاهر پټنى دمجمع ، بخارانو مولف نهه سوه شپږ اتيا يمه هجري کې او وروسته شيخ عبدالحق محديث ډهلوي يو زردوه پنځوسمه هجري دوره راغله دغو دحجاز د علماء کرامو څخه دعلم حديث زده کړه وکړه او دهندوستان په ډيلي کې دعلم حديث دخپريدو يو ستر مرکز جوړ کړو چې بيا دمولانا عبدالحق شاگردانو د زامنو او لمسو دغه علم ته ډير کار وکړ او گړندۍ هلې ځلې يې ورته وکړې چې دهغه په وجه په هندوستان کې دديني علمونو او په ځانگړى ډول دعلم حديث دور شو او لوړ شهرت ته ورسيد .
او ددې څخه وروسته مسند الهند حضرت شاه ولي الله دوره راغله شاه ولي الله دهندوستان څخه سپيڅلي حجاز ته سفر وکړو او دهغه ځاى دشيخانو او په ځانگړي ډول دشيخ ابو طاهر مدنى سره يې څوارلس مياشتې تيرې کړې او د حديث پوهنې علم يې زده کړو او کله چې بيرته راغلى نو دعلم حديث دخپريدو لپاره يې ځانگړى مرکز پرانست او ورته يې ډيرې هلې ځلې وکړې نو نتيجه يې دا شوه چې دغه علم په هندوستان کې يو ځانگړى ځاى ته ورسيد چې بيا يې په نورو اسلامي هېوادونو کې سارى نه ليدل کيده چې ددغه کوښښونو له امله په هندوستان کې دصحاح سته د(شپږو صحيح کتابونو) درس او دوره شوه حضرت شاه ولى الله په شاگردانو کې يې زوى شاه عبدالعزيز د ډيلي محدث ته الله تعالى داسې علم ورکړى و چې يوه ستره ډله يې دحديث په علم روښانه کړه چې په دغه ډله کې ډير نامتو او ممتاز عالم دمکې حضرت شاه محمد اسحاق يو ډير لوى پوهه عالم په ډول په هندوستان کې مشهور شو چې دحضرت شاه ولى الله لمسى هم و او دغه عالم ته به خلکو دعلم دمرکز خطاب کاوه او دهندوستان دنورو خواو څخه به ډير شاگردان او دحديث پوهنې تږي به يې مجلس ته حاضريدل او سر لوړي به يې په برخه کيده الله تعالى دغه عالم ته دومره مقبوليت ورکړى و چې هندوستان او په نوره اسلامي نړۍ کې يې په هغه وخت کې مثال نه و او د شاه ولى الله په ممتازو شاګردانو کې دمکې حضرت شاه عبدالغنى مجددى ددرس په مجلس کې دهندوستان او حرمين شريفين پورې سترو ډلو برخه اخسته او بيا پکې داسې خلق پيدا شول چې خپل ټول ژوند يې دحديث پوهنې دخپرونې لپاره قربان کړو او دهمدغه مخلصو شاگردانو د درس ، تاليف ، تصنيف په برکت ټول هندوستان دحديث پوهنې يو ستر مرکز شو د مولانا عبدالغنى په غوره شاگردانو کې مولانا محمد قاسم دقاسم العلوم استاد او قطب الارشاد حضرت مولانا رشيد احمد گنگوهى يوه ممتازه څيره راډګر ته شوه حضرت مولانا رشيد احمد گنگوهى په خپل وطن گنگوهه کې دديني زده کړو درس ورکولو او ورسره يې دافتاء د يو ستر مرکز بنسټ هم کېښوده مولانا رشيد احمد به په خپله د صحاح سته ( شپږ صحيح کتابونو) درس شاگردانو ته ورکولو او په خپلو درسونو کې به يې باريکې نقطې ورته ښودلې د قطب الارشاد مولانا محمد يحى د خپل استاذ په ژوند دعلم حديث دوره او درس پيل کړو او دخپل استاز په لارښونه به يې عمل کولو مولانا يحى به په خپل درس کې دعلم حديث پورې تړلې ټولې مسلې چې دخپل استاز رشيد احمد داوږدې مودې د درس خلاصه وه وړاندې کولې دغه نقطې هغه دخپل استاز څخه د هغه د لارښونو په رڼا کې په عربي ژبه ليکلي وې قطب الارشاد مولانا رشيد احمد گنگوهي دخپل ژوند په وروستنى وخت کې د خپل گران او ممتاز شاگردر محمد يحى دعلم حديث دوره او درس په خپلو سترگو ليدلى و مولانا محمد يحى دحضرت مولانا شيخ الحديث محمد ذکريا پلار وا و ترې نه يې مشکوه ، صحاح سته دابن ماجه پرته اونور د کتابونه ولوستل او بيا يې ددوهم ځل لپاره ټول ديني کتابونه شيخ العرب والعجم مولانا خليل احمد سهانپوري څخه هم ولوستل خو بيا هم ابن ماجه ترې نه پاتې شوه خو دلومړي سر يوڅه برخه يې ولوستله اود خپل استاز څخه يې نورو شاگردانو ته لوستو اجازه ورکړل شوه او بيا به يې په ښه او دزړه له اخلاصه نور علم حديث ښودلو مولانا محمد ذکريا دمولانا محمد خليل احمد د ښى لاس حيثيت لرلو او هغه پرې پوره باور او اعتماد کاوه حضرت مولانا محمد ذکريا دخپل پلار اومولانا خليل احمد سهانپوري د دواړو روحانيت علميت او کمال رښتينى جانشين و او حضرت مولانا ذکريا چې په کوم ديني او روحاني چاپيريال کې ستر شوى و او پکې يې سترګې غړولې وې او د شعور او عقل يې دتکامل (بشپړتيا) پړاو ته ورسيدو کتابونه يې وليکل تصنيف او تاليف يې وکړو دهغه د ژوند شپې او ورځې ددې خبرې گواهي ورکوي چې نوموړى علم حديث ته ډير کار وکړو دامت د لارښونې او په ځانگړى ډول يې دعلم حديث دخپريدنې لپاره نه ستړې کيدونکي هلې ځلې کړى دى دالله تعالى په ځانگړى مهربانۍ سره دغو علماء کرامو چې ددين او په ځانگړى ډول دعلم حديث داشاعت او خپرونې څومره اساس او غوره کارونه وکړل او کارنامې يې پريښودې او تر ننه پورې به ډيرې چټکتيا سره روانې دى نو سړى له مبالغې پرته وييلى شي په وروستيو پيړيو کې به يې مثالونه ډير کم پيدا شي او دغو علماء کرامو چې ددين او په ځانگړي ډول دحديث پوهنې لپاره کوم محدثانه .تحقيقى څيړنه او ارزښتمن کار کړى د ټولو پوهانو ، علماء کرامو او په ځانگړى ډول داسلامي امت پر وړاندې دى چې شميرل يې په دې زمانه کې د امکان څخه وتلې خبره ده په دغو زمانو کې دډيرو ممتاز علماء کرامو غوره کتابونه چې زياتره يې دعلم حديث پورې اړه لرله چاپ او خپاره شويدى لکه دامام مالک يوه ډيره ستره شرحه او جزا المسالک ، لامع الدرادى، مقدمه لامع ، الکواب الدارى ، شرحې جزه حجة الوداع ، الابواب والتراجم او دبذل المجهور دحاشيې او نور کتابونه چې داسلامي کتابخانو ښکلا گرځيدلي دى په هندوستان کې نزدې په ټولو لويو اوسترو مدرسو کې دورې کيږي او لا اوس هم دمصر او شام په لويو مدرسو کې صرف دحديثو منتخبات او يا په بله وينا سره د حديثو يو څه ټاکل شوې برخه لوستل کيږي مولانا محمد ذکريا د وروستيو کالو پورې په مظاهر العلوم کې دابو داود درس تدريس کړى او بخارى شريف يې نزدې نيمه پيړۍ د درس لاندې و او ډير شاگردان به ورته ناست ؤ او دغه درس يې ډير مشهور او ممتاز و خو دسترگو دناروغتيا له امله په کال ديارلس سوه اته اتيا يم کې ددرس دغه لړۍ غوڅه شوه خو د علم حديث دکتابونو بهير يې گړندى روان ؤ خو د ډيرو شاگردانو يې دا ارمان ؤ چې کاش دمولانا ذکريا په درس کې ناست واى خودغه د علم حديث د خپريدو طريقه تر ننه پورې په ديني مدرسو کې په هماغه ډول روانه ده لکه څنگه چې پيل شوې وه .