غـــــــزل

ښکلى يار مې د ګړنګ تږى غرڅه دى
په چينه د زخمي زړه مې اموخته دى


ستړى ستړى هر خوا ورپسې ګرځم
مودى وشى  چې له ما ځينى خفه دى
 
واړه ښکلــــــــــي د مرګونو مساپر شول
خو ته مه ځه زړه مې تا باندې ډاډه دى
 
درته ګورمـــــه سپوږمۍ ته را ګـــــــــوره
رنګين خيال مې د رڼو ستورو ميلمه دى
 
چې آرام يې په لوى لاس راځينى وړې
څوک به وايي چې زما جانان بې زړه دى
 
د سرو وينو په سيندونو کې به لويږي
ستا مين ستا  د وطن زخمي مرغه دى
 
ستا په ياد کـــــې لکــــــه يخ اوبه اوبه شو
(( رحماني)) دى چې ليده اوس هغه نه دى
١٢/١١/١٣٨٣