
دا څو ورزی کیږی چی د دیوید کامرون د برطانیه د لومړی وزیر خبری او یو کلیپ بعضی مغرضی میدیاګانی نشروی چی افغانستان د نړی فاسد ترین ملک دی نو زه یو څو پوښتنی لرم او هغه داچی
امریکا برطانیه او تول ایتلاف یی چی ۴۲ ممالکه دی ددوی وظیفه په افغانستان کی څه وه ،دا ۱۵ کاله دوی دلته څه کول او د څه لپاره یی تشریف را وړی .
که ددوی ځواب دا وی چی مونږ د تروریزم ، د فساد له منڅه وړلو او مخدره موادو قاچاق مخنیوی لپاره را غلی یو نو بیا دا دومره حد ته څنګه رسیږی چی تروریزم نن صبا ټوله نړی یی په جال کی ګیر ده او هر یو ملک ور سره لاس او ګریوان ده( بغیر د امریکا برطانیه او ایتلاف یی چی تری بی غمه دی ځکه ددوی زیږنده ده )ټول د نړی ممالک یی پر سر اخیستی او تر پوزی ور سره رسیدلی دی او بله دا چی دا پخوا په افغانستان کی ولی قاچاق نه وو ولی فساد نه وو ولی تروریزم نه وو حال دا چی په دواړو نړیوالو جګړو کی بی طرفه پاتی شوی چی همدوی لکه وحشیانو په شان یو بل سره ووژل او همدا هیواد وو چی صلحی او امن ته یی تر هر شی زیاته تر جیح ور کړی وه فساد چا پیژنده نه، مخدره توکی چا لیدل نه او اوس په دی اور کی تر ټولو ډیرسوځیږی . ددی پوښتنو ځواب به څوک ورکوی چی دا فساد ، تروریزم او د مخدرو توکو قاچاق ولی ورز په ورز په افغانستان کی زیاتیږی چی حتا تر ۸۰۰ ټنو پوری کلنی رسیږی او کمیږی نه او حال دا چی د نړی سوپر پاور او ایتلاف دی هم افغانساتان ته دی تروریزم ، مخدرو توکو قاچاق او فساد پر ضد مبارزی ته راغلی وی نو اوس د دری خبری امکانات شته.
۱. اول دا چی تروریزم ،قاچاق د مخدره توکو او فساد چی زیاتیږی ددوی له را تګ سره زیات شوی او دا ددی راغلی کفری ایتلاف زیږنده ده او دوی یی حمایه ګر دی (چی اصلیت هم همدا خبره ده )
۲. که چیری دوی ناکام وی په دی مبارزه کی نو پړه دی به بل نه اچوی بیا دی دا خپل نوم تغیر کړی د ناټو پر ځای دی ټټو پر ځان نوم کیږدی او وه د منی چی مونږ ناکام یو. هغه ځکه چی په ملیارد هاو دالرو او په لکهاو فوځ او دی نړی نوی تکنالوژی سره سره چی ناکامیږی نو دوی ته شرم په کار ده او دا خپله ماتی دی هم ومنی او ورسره دی نوم هم بدل کړی (ټټو)د کیږدی چی حد اقل دا نړی پری پوه شی چی له وسی ونه رسیده او د سوپر پاور دا دروغو نوم دی بیا خلکو ته نه ښایی ځکه چی دواړه خبری یو ځای امکان نه لری چی هم دی ټټو کامیاب وی او هم دی د کوم مقصد لپاره چی را غلی هغه دی تر اخری حده خراب هم وی، یا خو دوی ناکام دی چی دیدوی مبارزه دی حالات ته رارسیدلی او یا هم دوی یی حمایه ګر دی په دی دواړو کی یوه خبر ده چی هر یوه وی بد نامی یی ددوی ده بیا د یو دروند ملت نه سپکوی.
۳.دریم دا چی دا هم امکان لری چی د دوی د راتګ مقصد او هدف دلته بل څه شی وی که داسی وی نو بیا دی خپل هدف مشخص کړی چی خلک پری پوه شی چی ددی ایتلاف د راتګ مقصد څه شی دی دلته څه کوی چی د نورو په ممالکو کی پراته دی چی د هغوی ازادی یی سلب کړی اوس نو که چیری مبارزی ته را غلی وی او داسی حال یی وی چی خپله پری اقرار کوی نو دا خو ددوی ناکامی باندی دلالت کوی چی په خپل ځان خپله عریضه کول دی، که چیری داسی وی نو بیا دا بی ځایه خبری او نوم بدی دی هم یو ملت ته نه کوی حال دا چی ددی ټولو بد بختیو عاملین هم دوی دی.
اوس زه پوښتنه کوم د افغانستان له دروند او با غیرته ولس او دا اوسنی ټولو رسنیو څخه چی په ځای ددی چی ددی پوښتنو ځوابونه له دی شیطان صفته ایتلاف څخه وپوښتل شی چی تاسی زمونږ ملک کی روان کړی څه دی او برسیره پر دی بیا د نړی پر سطحه مو شرموی هم او حال دا چی ددی تولو کړنو اصلی عاملین هم تاسی یی او پړه یی بیا پر مونږ را اچوی لیکن نه، دوی بیرته د هغوی پلان په تطبیق کی ورسره همکاری کوی او بلی بلی ور ته وایی دا په اصلیت کی خپل ځان پخپله شرمول دی خو هغوی هم پوهیږی چی دا خلک نا پوهه خلک دی، دی حالت ته مو هم را ورسول او په ټوله نړی کی مو ډندوره هم کړل او ته بیا ګوره چی دی شیطان صفته خلکو ته مو غوږ هم نیولی دی، شاباشی هم ورکوو او وایو چی ریشتیا هم وایی شرم دی نور بس کړی دا ځان شرمونه .
بله دا چی تاسی خو د همدی ملک یاستی همدلته مو وخت تیر کړی او هر څه مو په سترګو لیدلی وو دا ټولی خبری خو پخوا نه ویپه افغانستان کی دا اوس له کومه شوی دا څرګنده ده چی د دوی له راتګ سره زیاتی شوی همدوی یی حمایه کوی نو که چیری یی مزدوری کوی او ددوی په شته پلانونه کی ورسر ه برخه اخلی نو سمه ده خپل ملک نور هم وران کړی او نور هم بلی بلی ور ته و وایاست او که نه وی بیا ددی خبرو په اړه خپل غږ اوچت کړی مظاهره وکړی چی دا څنګه یو ملت سپکوی او حال دا چی ددی تولو بد بختیو زیږنده هم دوی دی حد اقل بلی بلی خو مه ور ته وایی ،بیا دا ټولی میدیا ګانی که چیری په پلا ن کی یی ور سره شریک یی نو بلکل هر ورز د نشروی او ځان دی د څو پیسو لپاره خرڅوی او که داسی نه وی نو بیا داسی برنامی طرحه ریزی کړی چی حقیقت خلکو ته او نړی ته ور په ګوته کړی تر څو ټول خلک پوه شی چی اصلیت څه شی دی حد اقل دا شیطانی ایتلاف خو په دی پوه شی چی دا خلک عقل لری زما د بی ځایه خبرو باندی پوهیږی او عکس العمل یی په مقابل کی ښیی .
نور د خدای په لحاظ ددی کفارو نه دیر مه متاثره کیږی که در ته ووایی چی ته ښه یی نو ځان په ښو کی شمارو او که در ته ووایی چی بد یی نو بیا په بدو کی ، هیڅ چا دا سوچ ونه کړل چی زمونږ دا بد بختی د چا له لاسه ده ،هیڅ چا دا پوښتنه ونه کړه چی دی حالت ته را رسولی چا یو او د چا له لاسه ،خلص زمونږ ټولی کړنی اوس همدا کفری ملتونه را ته ټاکی ښه او بد مو دوی را په ګوته کوی او هيڅ چا ددوی په مقابل کی خپل اواز اوچت نه کړ. نور هر څه چی لیکی او یا یی هم وایی نو لږ تر لږه په کی د خپل هیواد تاریخ ته او اسلام ته په کی خیال کوی تر څوحد اقل ددوی په دی شومو پلانونو کی ور سره شریک خو نه شی .
په دی هیله چی د افغانستان دروند ولس او مدنی فعالان چی په دی وخت کی بیا بیخی ورک وی یوه مظاهره د دی خبرو په مقابل کی را وباسی چی نړی ته دا بعضی شیطانی څهری ور په ګوته کړی تر څو د نړی خلک په دی فکر شی چی د افغانستان خلک بیده نه دی خپل دوست او دښمن پیژنی .
په مننی حبیب الله بابک