فردي کمښت

 
په غربي کلتور کې مې یو دود یوازې له یوې زاویې خوښیږي. انسان معمولاً په خواصو او ځانګړنو کې له یو بل سره تړاو لري او په فطري ډول غواړي، چې په یوې نه په یوې لارې د نورو کسانو ځانګړنې او وړتیاوې په ځان کې موجودې وګڼي او د تظاهر له لارې یې نورو ته ښکاره کړي او په دې ډول په بل فرد باندې خپل نفوذ مسلط کړي. په غربي کلتور کې اشخاص یوازې د خپلو ځانګړتیاوو او وړتیاوو له مخې پېژندل کیږي او ځاني وړتیاوې د ضمني کسانو زېږنده نه ګڼي. فرد ته له هماغه زاویې کتل کیږي، کوم چې په سترګو څرګندیږي. هغوی ظاهراً چلندونه د خپلو پټو او باطني سرچینو په وسیله ترسره کوي. د افراطي چلند نه شتون د دوی یوه خاصه ځانګړنه ده. که څه هم دوی اړیکو ته ارزښت نه ورکوي او د اړتیا تر کچې خپلې اړیکي د دوی د فطري او یا هم د کلتوري دود له مخې پر مخ وړي. مګر د نورو له شخصیت څخه د تقلید پر اساس د ځان ښودنې کلچر په کې عام نه دی. ښايي یوازې په دوه لاملونو سره له دې غیر منطقي صفت څخه خوندي وي.
لومړی دا چې ښايي دا مسئله ورته په خپل کلتور کې بې بنسټه ښکاري او عمومیت ونه لري، ځکه ځینې خواص په تدریجي ډول د کلچرونو په بېلا بېلو دورو کې خپل رنګ بدلوي او مثبت شکل ځان ته غوره کوي. عموماً کلچرونه د شاتګ پر لور نه ځي، بلکې د وخت په تېرېدو سره هرو مرو په کې مثبت او یا هم ځینې افراطي بدلونونه را منځ ته کیږي. مګر ټولنه د افراطي بدلونونو تر احساسولو وروسته هڅه کوي، چې په دې مسیر کې د خپلو اخیستل شوو ګامونو اغېز جبران کړي. ښايي هغوی هم په لومړیو کې ځینې بې منطقه دودونه ولري، مګر د کلتور پرمختګ او وده پرې پرده اچوي او د افرادو ذهنونه ورڅخه پاکوي. نو له همدې وجې ښايي په غربي کلتور کې د نورو له زېږنده وړتیاوو څخه د تقلید پر اساس د تظاهر مسئلې ته ارزښت نه ورکول کیږي. دویمه مسئله د اړتیا نه شتون دی. هغوی عموماً د شاته پاتې ټولنو په څېر د زېږنده وړتیاوو څخه په تقلید سره ځان ښودنې ته اړتیا نه لري. ځکه هغوی په خپل فطرت کې د ټولنې سره برابر ضروري کمښتونه نه لري او په همدې بنسټ ځان په هماغه ډول مطرح کوي، په کوم ډول چې ظاهراً څرګندیږي.
خو زمونږ کلتور یو څه بېل دی. په تقلیدي وړتیاوو سره د ځان ښودنې کلتور زمونږ په ټولنه کې یوه عامه مسئله ګرځېدلې ده. اصلاً یو لوی علت یې د ځاني کمښت شتون دی. عموماً انسان په تکیه باندې ولاړ موجود دی. کله چې فرد له ستونزو سره مخ کیږي، نو خپل پام اړیکو ته اړوي او دا یوه انساني اړتیا ده. ځکه د ټولنې را منځ ته کېدل په اړیکو باندې ولاړه مسئله ده او له هرڅه مخکې په کې خپل منځیو اړیکو ته لومړیتوب ورکول کیږي. کله چې ماشوم د شپې له کوټې د باندې را وځي، نو په ذهن کې یې ډول ډول خبرې را ولاړیږي. د هغه په تصور کې ایجاد شوې وېره ورته هرڅه د یوې وېروونکې بلا په څېر ښکاره کوي. د دېوال پر مخ ورته بد شکله څېره راځي. د خپل قدم آواز ورته خپل غږ بدلوي او هغه ته په وهمناکو او وحشي آوازونو بدلیږي. د جامو حس ورته وېروونکی شي او فکر کوي، چې د پوست او جامو تر منځ مې کوم څه را ننوتي دي او یا کوم حیوان له لمن څخه نیولی یم. نو په دې وخت کې هغه له دغه کیفیت څخه د وتلو لپاره چغه باسي او خپلو کور والاوو ته آواز کوي او په دې ډول سره د هغه په ذهن کې نقش شوې وېره له منځه ځي. مطلب دا، چې انسان فطرطاً په یو او بل باندې ژوندی موجود دی او نه شي کولای، چې ځانګړی ژوند غوره کړي.
مګر ځاني کمښت کومه معنی افاده کوي؟ ځاني کمښت په دې معنی، چې ځینې افراد خپل کمښتونه د نورو په کمالاتو او وړتیاوو باندې پوره کول غواړي او حقیقت دا دی، چې اصلاً امکان نه لري، چې خپله تشه دې د بل په کمال باندې پوره شي. دا مسئله معمولاً په هغو افرادو کې را ولاړیږي، چې اصلاً له همدغو کمښتونو سره مخ دي. ځکه د کمښت په نه شتون کې فرد ته هېڅ اړتیا نشته، چې په ځان کې د بل شخص کمال مطرح کړي. هغوی عموماً خپل ځان د خپلو وړتیاوو پر اساس مطرح کوي او که خپله یې مطرح کول هم ونه غواړي، نو کمال او هنر خپل اغېز ښندي او دا په هغوی کې په خپل ځان باندې د ویاړ سبب ګرځي او په حقیقت کې همدغه رښتینی ویاړ ګڼل کیږي او له همدې لارې مونږ د هغې خبرې حقیقت ته رسیږو، چې کمال د انسان چلندونه سیقل کوي او ساده ګي او ښکلا په کې راولي.
مګر کوم کسان چې په رښتیني ډول د همدغو ځاني کمښتونو له ستونزې سره مخ دي، نو د اړتیا له مخې او یا هم د خپل شخصیت د اوچت ثابتولو لپاره ځان د بل کس په کمال کې شریک ګڼي. په داسې حال کې چې دا شرکت هېڅ کوم منطقي تړاو نه لري. ځکه عموماً د کمال او هنرونو قدر د لېږد وړ نه وي او د فرد له تللو سره هغه هم له منځه ځي. مثال یې وایم:
له یوه ملګري سره یوه ځای ته تللی وم. هلته له یوه داسې ځوان سره مخ شوم، چې زمونږ په اصطلاح په کې کوم ځانګړی کمال نه تر سترګو کېده. له تعلیمي سویې څخه را نیولې، د اخلاقو او یاهم د ژوند د ځینو اړینو کارونو تر زده کړې پورې، له ټولو څخه شاته و. مګر خبره ورسره په زر روپۍ هم نه کېده. خپل عیبونه یې د جامو په مصنوعي ښکلا کې پټ کړي وو، خو کله یې چې د ژوند په ډول پوه شوم، نو د قدر وړ راته ښکاره نه شو. ځکه په هغه کې له جامو پرته هېڅ داسې کوم کمال موجود نه و، چې د چا پام دې ځان ته واړوي. دلته هم په ده کې ځاني کمښت موجود و او ده غوښتل، چې دا کمښت د خپلې کورنۍ په غړو باندې پوره کړي، ځکه د هغه ورور کوم لوی سړی و. نو همدا لامل و، چې ده د تقلید پر اساس د خپل ورور د شخصیت اغېز په خپل شخصیت کې را وستل غوښتل. مګر دې کار امکان نه درلود.
مونږ هم په ژوند کې له داسې ډېرو کسانو سره مخ کیږو، چې په خپله به هېڅ هم نه وي، مګر ځان ته به یو بل کس دېوال وګرځوي او په هغه باندې به خپل کمښتونه پوره کړي، چې دا د ژوند یوه ډېره ترخه او بده تجربه ده. عموماً فرد له کمښت څخه وېره لري او د ده لومړۍ هڅه دا ده، چې په خپل زیار سره دغه تشه ډکه کړي. مګر کله یې چې کار له وسه و وځي او یا له افرادو سره د مقابلې توان ونه لري، نو خپل مخ ته مصنوعي دېوالونه ودروي، چې تر ځانګړي وخت پورې دوام کوي او بیا د تل لپاره له منځه ځي.