تر اوږده ځنډ وروسته په ننګرهار کې د ښځینه شاعرانو کلنۍ مشاعره ترسره شوه

 
په ننګرهار ولایت کې د کلونو ځنډ وروسته د کور ښځینه ادبي ټولنې په نوښت او ننګرهار والي په همکارۍ د سلګونو ښځینه شاعرانو په ګډون نن د غويي په شلمه مشاعره ترسره شوه .
دغه مشاعره چې د جلال اباد ښار په بي بي حوا لیسه کې جوړه شوې وه په کې د کور ادبي ټولنې غړو سربېره، ننګرهار والي، ژورنالستانو، د بي بي حوا لیسې مسؤلینو او زده کوونکو او سلګونه ښځینه شاعرانو ګډون کړی وو.
د کور ښځينه ادبي ټولنې مشرې مقدسې احمدزۍ وویل: شاوخوا درې کلونو راهیسې یې ټولنه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالو په لمنځه وړلو او نورو ټولنیزو برخو سربېره په فرهنګي برخو کې فعالیت ترسره کوي .
نوموړې زیاته کړه، تر دا مهاله یې د دغه ټولنې څخه دوه شپيته نجونې دولتي ادارو ته د دندو ترسره کولو په موخه ور پېژندلي او همدا راز د ولسوالیو سربېره د جلال اباد ښار په مرکز کې ورسره په ټولنه کې ۴۵۰ ښځینه شاعرانې شتون لري .
هغې د ننګرهار والي څخه غوښتنه وکړه،چې د یادې مشاعرې د ښځینه شاعرانو د شعرونو څخه په ټولګه چاپ کولو کې ورسره مرسته وکړي .
ننګرهار والي سلیم خان کندوزي خوښي څرګنده کړه، چې تر کلونو ځنډ وروسته په دغه ولایت کې د سلګونو ښځینه شاعرانو ترمنځ مشاعره جوړه شوه .
 
C:UsersDotComDownloadsIMG_2076.JPG
 
هغه وایي: « شعر د هنري ارزښتونو هغه ځولۍ ده چې د هر رنګ او خوند مينه وال پکې د خپلې خوښې توکي موندلی شي او د خوښۍ ځای دی،چې نن د هغه چا په ژبه شعرونه اورو،چې ورته مور، خور او د کور رڼا ویل کیږي . »
ښاغلي کندوزي د ښځينه شاعرانو څخه وغوښتل، چې پخپلو شعرونو کې پر چارواکو سالم انتقادونو، د هېواد مینې، سولې پيغامونه او نورو برخو ته ځای ورکړي .
ننګرهار والي ښځینه شاعرانو ته ډاډ ورکړ،چې په هره برخه کې به ورسره همکاري وکړي.
د دغه مشاعرې په ترڅ کې ګڼ شمېر ښځینه شاعرانو له لورې لیکل شوي شعرونه ګډونوالو ته واورول شول،چې د ولایت مقام له لورې ورته برابرې شوې ډالې هم ورکړل شوې .
 
 
 
 
C:UsersDotComDownloadsIMG_2083.JPG
 
 
 
C:UsersDotComDownloadsIMG_2058.JPG
 
C:UsersDotComDownloadsIMG_2052.JPG