افغانېزم يعني څه؟

 
ليکوال: خيبر اميري - بلخ
هېواد مو په ډېرو حساسو شرایطو کې واقع دی او له بل هر وخت نه ډېر یووالي، اتفاق، د تپل شوې جګړې او د خارجي دسیسو پر وړاندې ودرېدا او کلک هوډ ته اړتیا لري. د افغان ولس باید ځانګړې پاملرنه وکړي، چې د دښمن له دسیسو څخه د خلاصون لاره یې، یوازې یو بل ته د لاسونو ورکول او د زړونو یووالی دی. که چېرې دا چاره تر سره نه کړو، د خلاصون لاره مو ناممکنه ده.
تو تاپ پروژه هسې یو بهانه ده دا د تعصب او بد بختیو د پرانیزلو کرغیړنه لار ده ، ګاونډ او بهرنيو کړيو ته د استعمال او افغانانو تر منځ د بیلوالي بدرنګيو ، تاو تریخوالي او داسې نورو نا برابریو ته ښه زمینه برابرول دي.
د دې لارې موخې پر دې چورلیز را څرخي، چې افغانان څنګه نن او سبا پخپله جوړه کړې او له پرديو ازمونو او اکټونو نه ځان وژغوري ا فغان ليکوال او سیاستپوه ( غفور ليوال ) دا نومونه داسې را نغاړي، چې << افغانېزم ټولو ورځ پېښو ته له افغاني ليدلوري ګوري او هڅه کوي ملي ستونځو ته د افغاني فکر په ځواک په هېواد کې له شتو شونتیاوو نه د کار اخيستنې په مټ هواري لارې و لټوي، چې دولت، ملي ځواکونه، مدني ټولنې او شخصیتونه پر خپل ځان له اتکا نه د ملي سمونتیا هڅې پيل کړي او دا لاره له نړيوالتوب ( ګلوبالیېزیشن  globalization ) سره ټکرواله نه لري.>>
د افغانېزم د اند دود مانا دا نه ده، چې افغانستان څنډې ته ور ټيل وهل شي، بلکې د دې لارې موخه دا ده،  چې د ټولو هڅو چورلیز د افغان او افغانستان ګټې و ساتل شي او هرې هغې سياسي، ټولنيزې، فرهنګي او ان فردي هڅې ته لومړيتوب ورکړل شي، چې افغان او افغانستان ته ګټه ورسولای شي.
افغانان که پر نړیوال پرمختیايې بهیر هم ورګډېږي، باید موخه د افغانستان ملي ګټې وي، که له بهره څه راوړل کېږي هغه هم باید د افغانانو د ګټو وټو لپاره و کارول شي او که له بهرنیو سره کومه سیاسي هوکړه کېږي، هم ګټه يې باید افغان او د افغان هېواد ته ورسېږي.
ورنه راوړو، له استخباراتو سره يې ملګرتیا کوو او بیا نو د بل ټوپک او د ورور ټټر، د بل اور او د خپل بچي ښونځی، د پردي هو او د خپلې تور سرې بې غزتي، د بل ګټې او زموږ مټې ان د بل په زور زموږ دروغجنه پاچايي... د دې بهیر د سرچپه کولو لپاره، افغانېزم پر لاره روانيدل پکار دي او هرڅوک باید خپلې سياسي هڅې پر همدې لیکه سمې کړي، دیرش کاله کېږي، چې زموږ د سیاستونو چورليز افغانیزم نه دی، د جرګو سپینږيرو، مرکو او نرخونو په دې وطن کې دومره یو پر بل باور او اعتماد نه دی پاتې؟ دا ځکه چې موږ پر افغانېزم باور نلرو او د سیاست وسایل او  وسایط مو خپل نه دي، پردي دي. د حکومت کولو اقتصاد مو خپل نه دی، خپلو مامورینو ته کله په روسي الوتکو کې د کوپون اوړه راوړو او کله په کلدارو تنخواه ورکوو، کله يې په ډالرو چلوو او کله يې د ریالو په کڅوړو نازوو د وطن دښتې له تندې سوزي او د وطن روان سيندونه په بېړه بهر ته روان دي، دا ځکه چې زموږ سیاست افغانمحوره نه دی او موږ د نورو په اېزمونو پسې منډې وهو.
افغانېزم پر خپل اقتصاد د خپلو خلکو د ګټو لپاره د خپل فکر پر اساس د سیاستونو پر مخ بيولو ته وايي او نور ټول لوري او توکې یې و سایل دي.
د افغانستان د ملي یووالي، د هېوادوالو د یو موټی کېدو، ثبات او امنیت ښه شعور ورکول او په دې اړه رغوونکي او ګټور نظریاتو ته بي ساري اړتیا لري.