
وايي د دین پتنګان یو خو روان د شیطان په لاره دي په دې لیکنه کې هغه سیمې او مناطق د پام وړ دي چې هلته طالبان حاکمان دي مشخصه یې نه در یادوم او عزت مو زه ساتم، شاغلی ملا منصور آخوند صیب په نیغه توګه مې هدف ته یې او په خلاصو غوږو یې واور چې ولسونه مو زیاتي مرګ ته مجبوره کړي دي ، حکومت خو ملامت نه دی خو تاسې ته سترګې نیول او تمه کول هم ښه نه دی نن سبا هر چاته چې کیني د خولې اولي خبر یې داده چې : هو طالب یادوم هغه چې وايي زه اسلام او دین لپاره خدمت کوم ، جهاد کوم ، ځان قربانوم او ژوند فدا کوم ، خو چې څه کوي هغه دشیطان عمل دی .
وړاندې له دې چې د طالبانو د اوسنۍ نظام پر متعددو نیمګړتیاوو بحث پیل کړم لازمه بولم چې د اسلامي تحریک د پخواني طالبانو او مشرانو له ښکلیو شخصیتونو او د هغوی دجهادي کار نامو او فدا کاریو څخه په غوره او احسن ډول یادونه وکړم او که چیرې حیات دی الله دې ژوندي لري او که شهیدان شوي دي جنتونه ورته غواړم.
د پخواني او نني امارت لوی توپیرونه په دې ډول را اخلم ، پخواني امارت کې رهبري او قومانده واحده وه ، نظم او دسپلین ورکې قایم وو ، مشر او کشر مالوم وو، له فساد سره د مبارزې لپاره هوډ او پیاوړی عظم موجوده وه ، فاسد او جاني ته په امارت کې ځای نه وو، مسلمان او با عقیده شخصیت ته ارزښت او در نښت ورکول کیدلو.
خو په ننې امارت کې سره له دې چې قومانده واحده نه ده، نظم او دسپلین نشته ، مشر او کشر نشته ، ډلې او ډلګۍ هرکله او بل خیال د واک ویش او د فاسدو حاکمیت ، مفسدینو ته پناه ورکول ، معتادین او نشه کول ، بچه بازي او لنډغر سالاري، بې هویته کسانو ته واک ورکول او پر هغوی د خلکو او ولسونو ډاړل له هغو سترو او خورا بدو شیطاني پدیدو څخه دي چې د ننې امارت څلورې ولاړې ستنې تشکیلوي. چې په پخواني امارت کې یې بیلګه نه ولیدل شوې هم د واکمنۍ پرمهال اوهم له واکه لرې.
نن سبا د امارت په تشکیلاتو کې قسم یادوم چې تر هغه لوچک ، فاسد ، جاني او بدماش، د څلورو شرعي عیوبو لرونکي شخص د مشر په توګه ګمار کیږي، په کلیو او بانډو کې یعنې هغه سیمې چې د اوسني امارت په کنټرول کې دي هلته د کلي لوچکان او ډانګه یان، فاسدین او شوک مارانوته وسلې ورکړل شوي او پر هغوی د امارت آبرو او عزت ، شتون او بقا ساتي، مونږ که وایو چې دولت فاسد دی، خو امارتيان د دولت او عسکرو او کارکونکیو څخه بد تر فاسدین او ظالمین دي او مهمه یې بیا داده چې دوی د اسلام تیکه داران وايي ځان ته.
البته یوه خبره له یاده نه وباسو چې پخواني کادرونه او منورې څيرې ، عالمان او مخکښ طالب جنګیالي ، یا طالب ملکي کسان له دې نیوک لیکنې بهر دي ، هغوی ته عزت او درنښت لرو او مراتب یې لوړ ساتو، چې له بده مرغه نن سبا پر ټولو اسلامي او اجتماعي قواعدو پوه مطرح څیرې یا په کور شوي او یا بندیان دي او یاهم معیوبین دي ، چې ترټولو اکثریته ډله یې لاسي د امارتي مشرانو له خوا په کور کینول شوي او تر نظر لاندې دي،
خو د لوچک او ډانګه يي طالبانو بازار سخت ګرم وي او درسته ورځ د خلکو په شکونه او زورونه بوخت دي، په کلیو او هغو سیمو کې چې د اوسني امارت لنډغر حضور لري هلته عزت او شرافت ، انساني کرامت او وقار ، دین او ایمانداري حتی په زره بین نه پیداکیږي، د اوسني امارت لنډغر ښکلي هلکانو باندې جنسي تیري وکړل او یوه ستره ډله یې نن سبا په همدې چارو بوخت دي او د جګړې په کرښکو کې دم مهال بچه بازي او لواط پریمان حاصلیږي.
په جبري او زوره ودونه هم پریمانه ولیدل شول او د اوسني امارت بلواګرو سیمه ایزو مشرانو دا تور تمونه یې پر خلکو راوستل نمونې او آدرسونه یې لرو که چیرې چاته دمنلو نه ول بله لیکنه کې یې لیکو له خیره.
د اوسني امارت فاسد او بې باکه عسکر هغه ناروا او وحشتونه پر خلکو تحمیلوي چې د اسلام په دې ستر تاریخ کې یې ساری نه دی لیدل شوی، د خېټې او بې ادبي دي معاف وي د غین غم پر خلکو خوري ،موټرسیکلو ته تیل اچول ، د غرمې ، سهار، ماښام ډوډئ پر خلکو جبري او حتی دوهلو او ټکولو له لاري ترلاسه کوي.
واړه او له علم او انسانست څخه بې خبره پوځي جنګیالي یې په کلیو کې کله چې له کابل او بلې سیمې څه دولتي او یا غیر دولتي کسان خپلو کورته ځي نو مجبوره دي چې شپه په غوجله کې له څارویو سره تیره کړي ځکه چې امارتي لنډغر یې د وهلو او بې عزته کولو لپاره حاضر دي او یادا چې دوی ته دې پیسې ورکړي.
واړه وحشي امارتيان له ۵۰۰ نه تر ۱۰۰۰۰ زرو افغانیو غوښته کوي خو قناعت په کمو کوي همدا یوه خوبي لري، مګر مشران یې تر ولسوال ښکته ډلګی مشران یه کلیو کې امنیتي مسولین یې بیا له ۱۰۰۰۰ زرو افغانیو نیولې تر لکو نو پورې پیسې له خلکو شکوي، که چېرې داموضوع دمنلو نه وي نو حاضر یو چې کلي او هغه کسان چې همداشیبه د خلکو نه جزیې او جرمانه شکوي په ډاګه کړو.
په یوه جمله کې که بیان کړل شي چې امارتي نني مبارزین د فیصدۍ له اړخه په کوم درجه کې دي نو دې پایلې ته رسیږو چې شاو خوا د مفاسدو او لنډغرو کچه ۸۰ فیصده او د متدینو او غوره اشخاصو شتون ۲۰ فیصده دي.
نو په دې تر تیب امارتي اهداف او په خلکو کې د طالب مینه پیداوکول ډیره کمه ده او حتي د نابودۍ په کچه کې ، ځکه دوی اسلام خلکوته د جهالت او بد ماشئ، دزور او ظلم ، د فساد او شیطانت د سترې مجموعې په ډول معرفي کړي دي، چې لایې هم کوي، حالا داچې اسلام له ډې ډول کړو وړو مبرا او پاک دی هره ککړتیا چې ده په پیروانو او مدافعینو کې یې ده.
نو هیله او خواهش داده چې د امارت اوسني مشرتابه دې دغه ټکي ته په کلکه توګه توجه وکړي او یاده موضوع دي په هر اړخیزه توګه و څېړې.
قلم:ملنگ جان باباخیل