افغان سیاسیون، د خیانت په اړه اسناد افشاکوي!؟

 
ملت نور له دولت او له دولتمردانو څخه تر پوزې راغلی دی، نه کار شته نه زورګار، نه هم د زده کړو زمينه. بس مشران په ارګ کې په کټ خاندي او د ملت په سرنوشت باندې ريشخند وهي. تر څو او تر کله به دا حالت و زغمل شي؟ بلکې نور د صبر کاسې ډکې شوې دي او د هيواد مخور او سیاسیون هم لدې حالت نه پتنګ شوي دي غواړي عام ولس ته هغه څه ښکاره کړي، کوم چې په دې تيرو دوه کالونو کې د حکومت د مشرانو تر منځ او د سيمې له استخباراتو سره لاسليک شوي دي، چې تر ډېره پکې ټول ځوريدلي ملت ته زیان اوښتی دی.



هو، دې ورځو کې د دولت نه بهر افغان سیاسیون غونډې کوي، تر څو ملت ته هغه څه افشا کړي، چې ددوی په لاس کې دی او نور نه غواړي چې ملت دې همداسې ويده پاتې شي او د حکموت مشران ډې ور باندې ملنډې ووهي. پدې اړه زما مالومات دادي، چې به راتلونکو څو ورځو کې به، هغه اسناد افشا شي، چې د دولت د ننه کې یې مشرانو د ټول ملت پر وړاندې غير قانوني او غير اخلاقي هوکړې کړې دي. نه یوازې دا چې، اسناد به افشا شي، بلکې یو پريکنده سور خط به وټاکل شي، چې مالومه خبره ده، دا حکومت د روان لمريز کال د سنبلې تر میاشتې پورې وخت لري له سنبلې وروسته هېڅ یوه افغان او هېڅ یوه سیاسیون ته د منلو وړ ندی. دا که د امریکا د بهرینو چارو وزير کیري هر څه وويل، هغه ولس نه مني او نه ورته د منلو وړ دي. بلکې ولس ته هغه څه د منلو وړ دي، چې خپلو کې ولس سره ور باندې سلاه مشوره وکړي او یوې مقدسې پایلې ته پکې ورسېږی.



نو پدې اړه باید دا ووایم، چې په تيرو دوه اونیو کې څو جلا جلا غونډې شوې دي، چې د هيواد مخورو سیاسیونو پکې شتون درلود او تر ټوله یې دا ښه وپتيله، چې هيواد له دې ناورين څخه را وباسو او د یوې ښې لارې لپاره لاس په کار شو. تر څو زموږ دا ۱۳ کلنې لاسته راوړنې په اوبو لاهو نشي.
دا کار د هيواد او هيوادوالو د بقا د تضمين لپآره له خوراک څښاک هم بهتر او اړين دی، ځکه چې خوراک او څښاک خو به پيدا شي او چې د هيواد بقا یې تضمين نه وي تر هغه پورې خوراک هم چندان مزه نلري.



دولته غواړي، خپلې بدې معاهدې پټې وساتي، دا چې د دولت نه بهر مشران دا نشي زغملی، چې د هيواد په سر دې د سيمو له استخباراتو سره بې ځایه او زموږ له ملي منافعو سره په ټکر کې معاهدې لاسليک شي نو د اسنادو افشا کول یې یو نيک او ښه ګام دی. باید ملت له داسې شومو او بدو معاهدو لکه د ګندومک او ډيورنډ پشان خبر بیا تګرار نشي.



د اوس لپاره همدا مالومات بس دي، په لنډو ورځو کې به د هي،اد د مخورو سیاسیونو لخوا د ګندومک او ډېورنډ پشان کرغيړن اسناد افشا او کرغيړنې څهرې به ولس ته ور و پېژندل شي.
د کرغيړنو اسناد د افشا د ورځې په تمه......
ليکوال: سپيڅلی ځوان