
خوب نه راته خو په سختی ویده شوم ، خو سحر ته نږدې وخت وه ، تلیفون مې وکوت ، درې بجې وې ، ما د وخته پاڅېدو غم وه نو ځکه نارامه وم ، پاڅېدم ، اودس مې وکړ ، د لمونځ وخت نه و ، د ښار واټونه بریښنا رڼا کړي وه ، ځان مې د موټرو تر تم ځای ورسروه ، څو موټرو ولاړ وه ، یو ډرېور غږ وکړ کابل ته ځې ؟
ـ هو .
- کرایه دې څو ده ؟
- درې نیم سوه ده خو له تا به درې سوه واخلم
-نه زه درته دوه نیم سوه درکوم
-راځه کینه یو کس کمیږي چې حرکت وکړم ، زه هم کښیناستم ، څو دورې مو په ښار کې ووهلې ، د سحر اذان هم وشو، تر ډېر ځنډ وروسته یوه سوارلۍ پیدا شوه زړه مې ولږېد ، پوره پنځه بجې مو د کابل پر لور حرکت وکړ ، په لاره کې مې ډېر فکرونه کول ، که زه چرته په دې تحصیلي برس کې لاړ شم ، نو هلته به داسې .......... ډېر خیالونه مې وکتل ، خو د مشالې کمره سره مې دا خیال په موټر کې پریښود او د سحر لمونځ لپاره ښکته شوم ، لمونځ مې ادا کړ ، دعا مې وکړه ، مورمې یاده وه هغې ته مې خاصه دعا وکړه ، نور مو حرکت وکړ ، موټر کې مې په خپل موبایل خلاص کړ ، دیاسین شریف له تلاوت نه وروسته مې دعا وکړه ، خدایه ته مې په دې تحصیلي برس کې بریالی کړې . په همدې فکرونو کې وم چې سترګې مې پټې شوې وې ، کله مې چې سترګې خلاصې کړې نو ماهیپر نه تېر شوي وه ، ژر مې ساعت ته وليده ، ما ویل چې ناوخته شوی نه وي خو ښه و ناوخته نه و د سحر اوه بجې وې، بس نو ما فکر کوه چې ارمان مې پوره کیږي او پل په پل خپل هدف ته نېږدې کېږم، د کابل د ښار د لارو بندیدو نه خو ټول خبر یاست ، اته نیمې بجې مې افشارو ته ځان ورسوه ، هلته منتظر وم چې معین صیب راشي او زما کار وکړي ، خو انتظار .........آن تر لس نیمو بجو وغځېد ، خو بلاخره معین صیب راغی، زه هم د سکرتریت خونې ته ننوتم او سکرتر وویل : څه کار مو دی ؟ ما ته چې دا کار چا کوه هغه وویل زه د هغه ........... وراره یم معین صیب ته ووایه چې.......ښه صیب .... تر لږ ځنډ وروسته یې غږ وکړ راځه معین صیب درته په تمه دی ،پا څېدو د معین صیب دفتر ته دننه شو ، تر روغبړ وروسته یې زما ملګري سره خبرې وکړې څنګه شو کارونه دې خلاص کړه؟ ملګري مې ورته وویل ، هو خلاص دي یوازېپاسپورټ مې پاتې دي نور خلاص شوه ، خبره یې ورته زما یاده کړه ، چې .......... بیګا یې درته زنګ وهلی وه ، دا یې رالېږلی دی چې دا هم په دې برس کې لاړ شي ، معین صیب یې خبره ونیوله چې ما ته خو هغه څه نه دي ویلي ، ما له هغه سره بیګا خبرې وکړې ، او اوس ناوخته هم دی ، کسان هم پوره دي ، خو تر موږ مخکې یې بیا یو بل واسطه داره ته لاره وښوده چې نن دې کارونه خلاص کړه او پرزه یې ورکړه چې د برس فورم ورته ورکړي،دې سره یې ورته زیاته کړه چې ستاسو مکتوب یې تیار کړی ده چې تاسو ته پاسپورتونه جوړ کړي ، خپل غم کوه نور څه کوې ؟ ساه مې ګډه وډه شوه ، زه غریب وم ، ملګري مې هڅه وکړه چې زما کار هم وکړي ، هغه هم خفه وه ، خبرې مې بندې بندې کېدې خو له ما ډېر هغه خفه وه .... تلیفون مې هغه الارم(د تلیفون ساعت ) زنګ ووهغه چې زه یې هره ورځ راپا څولم .........
خالد اماني