
د امنيتي او سياسي نا امنيو له کبله د ملي وحدت حکومت په داخلي او بهرني پانګه اچوونکو کې بې زړه توب او ډار رامنځته کړی دی. اقتصادي وده د ۲۰۱۳کال د ۳.۷ سلنې څخه دا کال ۱.۳ سلنې ته راټيته شوی او توليدات هم د تېر په نسبت کم دي. شخصي پانګه اچونه د ۲۰۱۲ کال په پرتله ۵۰ سلنه رالوېدلې ده. د خورا فوځي او دفاعي لګښت له کبله کلنۍ خرڅې د عايداتو څخه زياتې شوی چې له کبله به يې د افغانستان لپاره نړيوالې مرستې د ۲۷۰ مليونو ډالرو څخه دا کال ۴۹۰ مليونو ډالرو ته پورته شي. خو مهمه پوښتنه دا ده چې تر کومه به دا مرستې دوام وکړي؟ د عراق اوسنې حالت زمونږ په وړاندې دی.
په افغانستان کې د شخصي او بهرنۍ پانګه اچونې خورا ضرورت دی، د تېرو دوو کلونو په پانګه اچونې کې دومره توپير نه و. همدارنګه په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کې د ملي توليداتو سلنه ۳.۹ اټکل کيږي چې د تېرو کلونو (۳.۱ سلنې) په پرتله دومره زيات توپير نلري.
په داسې حال کې چې د ۲۰۰۱ کال راهيسې مو د تعليم، صحت، روزګار پېدا کولو، د ژوند د هوساينې د کچې ، سرکونو په پوخوالي او د ژوند په نورو اړخونو کې يو څه پرمختګ کړی خو اوس هم خورا زيار ته اړتيا ده. مهمه پوښتنه داده چې ايا افغانستان د بهرنيو مرستو بغېر سا اخيستلای شي که نه؟ په خواشينۍ سره چې دا مهال بهرنۍ مرستو ته د تېر په پرتله ډېر ضرورت دی. البته په راتلونکې که امکان لري چې په خپلو پښو ودريږي په هغه صورت کې چې نه يوازې اوسنۍ مرستې په شفاف ډول مصرف شي او د اداري فساد مخه ونيول شي بلکه پانګه اچوونکو ته د امن ډاډګېرنه ورکړل شې، طبيعي ذخيرو څخه کار واخستل شي، ملي فابريکې فعالې شي ، ملکي وګړي وروزل شي او په دندو وګمارل شي.
د هېواد د پرمختګ لپاره دولتي چارواکو ته يو څو وړاندېزونه په لاندې ډول بيانوو:
الف: د امنيت د ټينګښت لپاره:
۱. د امنيتي ځواکونو د کچې زياتول او په صحيح ډول روزنه.
۲. د لوړ پوړو دولتي چارواکود خپل منځي اختلاف خاتمه او بشپړ توجه ملکي مسايلو ته اړول.
۳. د استخباراتي شبکو د راپورونو کره والې او په وخت يې د امنيتي ځواکونو سره شريکول.
۴. په بهرني ځواکونو فشار راوړل تر څو افغان ځواکونه او استخباراتي ادارې په جديدو الاتو اکمال کړي بلکه په دغه لړ کې خصوصي روزنه ورکړي.
ب: اقتصادي وړاندېزونه
ا. د غربت د خاتمې لپاره پرمختيايې ګامونو پورته کول. د بېلګې په توګه، په بنګله دېش کې د ډاکټر محمد يونس (نوبل جيزه ګټونکی اقتصاد پوه) د مايکرو فاينانس پروګرام د دغه هېواد غربت په غټه کچه راټيټ کړ. د دغه پروګرام له مخې نه يوازې د هېواد غريبه طبقه په وظيفو سمبال شوه بلکه په پای کې د خپلو شرکتونو خاوندان شول. د دې مياشتې په پېل کې کولمبيا اعلان وکړ چې ډېر ژر به د ډاکټر محمد يونس دغه پروګرام پخپل هېواد کې پلي کړي. افغانان د هنر ، کسب او لياقت په ډګر کې له نړۍ کم نه دي خو د دولت لخوا د دارنګه پروګرامونو د نه شتون له کبله وروسته پاتې دي.
۲. په هندوستان کې د آغا خان د کوپراتيو بانکونو د کاميابې تجربې څخه افغان دولت هم يو څه زده کولای شي. دغه بانکونو وروسته پاتې کلي نه يوازې په اقتصادې توګه په پښو درولي بلکه د صحت په ډګر کې يې هم ډېره مرسته کړی ده.
ج: زراعتي وړانديزونه
د افغانستان ۶۰ سلنه وګړي د زراعتي عايداتو له لارې خپلې شپې سبا کوي. همدارنګه زراعت د افغانستان د ټولو عايداتو ۴۰ سلنه برخه تشکيلو ي نو ځکه خورا زيات اهميت لري.
دولت بايد:
ا. د داخلي او بهرني تکړه زراعت پوهانو / روزونکو په موجوديت کې د بزګرانو لپاره د خصوصي ورکشاپونو زمينه برابره کړي.
۲. د کوکنارو د مخنيوي او د متبادلو فصلونو د کر او ګټو په اړوند معلومات ورکړي.
۳. بهرني شرکتونه او USAID وهڅوي تر څو د افغانستان د زراعت په خصوصي سکتور کې خپلې مرستې لا زياتې کړي.
۴. د زراعت په برخه کې د سبسيډۍ (Subsidy) کچه زياتول، د بېلګې په توګه د سرې (کود) ، زرخېزه تخمونو او بوټو په کم قيمت مهيا کول.
۵. د زيات فصلونو او د پېرودونکو د نه شتون په صورت کې د دولت لخوا د دغه فصلونو پخپله پېرودل او يا نورو هېوادونو ته د صادرولو زمينه برابرول.
د: د صحت په اړوند وړانديزونه
د ۲۰۰۱ م کال راهيسې که څه هم افغانستان د صحت په اړه يو څه پرمختګ کړی خو اوس هم خورا زيار ته ضرورت دې. اوس هم افغان وګړي په لوړه کچه د ناروغيو د درمل او په خصوصي توګه د جراحي عملياتو لپاره ګاونډي هېوادونو ته ځي چې د زياتو ستونزو سره مخامخ کيږي.
دولت بايد ترټولو لومړی د طب پوهنځي زده کوونکو ته په زياته کچه د بهرني هېوادونو د بورسونو بندودبست وکړي تر څو په معاصرو زده کړو او وسايلو سمبال شي او لا نور زده کوونکي د هېواد په داخل کې وروزي.
همدارنګه هېوادوال د ارزانه او معياري درملنې ترڅنګ زياتو روغتونونو ته اړتيا لري. د امبولانسونو او صحي عملې د کمښت له کبله زيات شمېر ناروغان په لارو کې مړه کيږي.
افغانستان کې د لياقت، هنر ، کسب ، د هېواد د بيا ودانۍ ولوله، د طبيعي ذخيرو کمښت نشته خو دولت ته لازم دي چې کار اهل کار ته وسپاري، اداري فساد له منځه يوسي او د هېواد د پرمختګ په لار کې د هيڅ قسمه وسايلو له کارولو درېغ ونه کړي.
د سوکاله افغانستان په هيله
"عيسی يوسفزی"