د ټوټاپ په پروژه کی د عدالت غوښتنه او که د پښتنو په تیاره کی ساتل او د سولی مخنیوی.

 
پدی ورځو کی د ټوټاپ په مخفف نامه سره د برق د یوی لویی ملی پروژی په سر جنجالونه راپوته شوی. هزاره ګان وایی چی مرکزی مناطق چی هزاره ګان دی ددی پروژی نه بی برخی شوی. او تاجکان بیا ددوی د موقف د تقویه کولو لپاره وایی توازن د خلکو ترمنځ مینه زیاتولای شی. خو اصلی هدف څه دی؟ ولی پدی خاص وخت کی چی جنګی موسم لا د مخه شروع شوی او د حزب اسلامی سره خبرو ته امیدونه پیدا شوی دا پروژه چی څلور کاله مخکی پلان او تیاره شوی وه داسی د جنجال سره مخ کیژی؟
دا پروژه د منځنی آسیا نه برق د سالنګ له لاری کابل بیا نوروولایتوته لکه ګردیز،خوست،غزنی، کلات، او بیا کندهار ته انتقالوی. لویه پروژه ده او په سوونو ملیونه ډالره نړیوالی ټولنی ورته د څوکلونو په ترڅ کی تیار کړی. ددی پروژی کار دومره مخته تللی چی اوس په غزنی کی د سبسټیشن کار ۵۰٪ کی مخته تللی، انتقالوونکی پایی نیژدی تکمیل دی. دا پروژه د ۲۰۱۲ کال په ماستر پلان کی په همدی شکل طرحه شوه او کله چی د ماستر پلان اصلاح او بیا کتنه کیده په ۲۰۱۳ کی همدی هزاره مشرانو د کار په منځ کی ددی پروژی د سره د کتلو او د بامیانو له لاری راوستلو لپاره فشارونه راوړل، په نتیجه کی یی قراردادی شرکت د سره د بامیانو د بدیل تخنیکی او د اجرایی توب څیړنه وکړه خو بیا تخنیکی تیم د بامیانو له لاری د راوستول نشر به تخنیکی او بودجوی دلایلو رد کړ. بیا چی کله په ۲۰۱۴ کی ددی ماستر پلان کتنه کیده، قرار دادی جرمنی شرکت د جرمنی نه یو هزاره مامور د دی کار لپاره مقرر کړ چی ویل کیژی د جرمنی د سفارت او هزاره مشرانو په مشوره داکار شوی وو. خو د ټولو غیر مستقمو کوششونو سره سره د تخنیکی لحاظه منلی او اقتصادی بدیل داوو چی د سالنګ له لاری برق کابل ته راشی .ددی پروژی په مقابل کی موانع د اسمعیل خان له تعصبه ډکو کړنو نه را شروع د قرادادی کمپنی او د بریښنا د ریاست د ځینو کارکوونکو تر مضرو کړنو پوری ټول کوششونه وشول چی دا حتی پروژه نشی صرف یو خوب وی خو عملی نشی. خو که بیا عملی کیژی نو بیا باید د بامیانو له لاری تیرشی چی اصلی هدف یی بامیان دی ځکه دوی پدی نظر وو چی کندهار ته تګ یی په امنیتی دلایلو شونی ندی. نو پدی صورت کی به بامیان د برق څښتن او جنوب د همیشه لپاره منتظر شی او لین به د بامیانو نه تیر وی که کله د کابل کندهار په لاره د کوم هزاره په پښه کی اغزی ځی نو دوی به برق قطعه کوی. د چارلی په نامه یو انګریز هغه رازونه افشاکړی کوم چی دغه تخنیکی ټیم ته د یو افغان خارجی ګډی شیطانی کمیټی لخو ورکول کیدل ترڅو د هزاره ګانو د تقویی لپاره دغه د فشار آله په تخنکی دلایلو سمباله کړی.
کله چی دا پروژه په ۲۰۱۵ کال کی شروع شوه نو د هزاره متعصبو او ددوی د متعصبو تاجک ملګرو(خاص خلک نه ټول قوم) اټکل داوو چی دا پروژه یواځی تر کابله راتلای شی. چی پدی صورت کی به دشت برچی د جدا برق څښتن شی یوه اندازه برق به لوګر ته چیرته چی تاجکان او شیعه ګان اوسی انتقال شی، متباقی برق به کاپیسا او پروان ته ورکړل شی ځکه چی طالبان به یی مخه ونیسی او دوی ته به غیر مستقیم خپل هدف په لاس ورشی. ددی لپاره په لوګر کی شیعه ګان او نور جدی اربکیان شول او لین د انتقال زمینه یی مساعده کړه. تردی ور ها خوا د لین د انتقال او توزیع مصرف امریکایانو منلی وو. دوی په دیرو مجالسو کی ویلی چی امریکایی ها انشا الله پول نمیدهند، مثل کی در هلمند کرد.
اوس نو چی کله د جنګ موسم شروع شو خو بیا هم پروژه مخ په وړاندی ځی او بله خوا حزب اسلامی د دولت سره خبری کوی او توقع ده چی نتیجه به یی ښه وی. ددی خبرو نه هر چا ځکه ظاهری ملاتړ وکړ چی هغه راز افشا نه شی چی سوله مهمه ده او مخه یی هم د وطن بیرونی دښمنانو د دغه داخلی دښمنانو په شریکه نیولی ده. خو داچی خبری ښی روانی دی او تربل هروخت زیات دسولی لپاره زمینه مساعده ده. بله داچی ځینو پښتنو سیاست والو دا جرآت پیدا کړی چی د سولی غژ پورته کړی نو دغه د سولی او د متحد او آرام افغانستان دښمنانو بدیلو لاروته مخه وکړه ترڅو د سولی مخه ونیسی.
پدی لړ کی سروردانش، محقق ، خلیلی او نورو مستقیم او عطانور او صالح غیر مستقیم خپل مخالفت د ټوټاپ در پوښ لاندی شروع کړ. ځکه هغه اټکل چی طالبان به یی مخه ونیسی او امریکایان به بودجه ورنه کړی غلط وختل. دغه روان جنجالونه به ترهغه موجود وی ترڅو دا بیواکه او کم ارادی ولسمشرپه دوو ځایو کی باج ته مجبور نه کړی.
۱) د حزب اسلامی سره د خبرو جریان خرابول چی په نتیجه کی به خبری ناکامی او جنګ به زور واخلی. چی دا بیا هم د سولی مخنیوی دی او د جنګ د شدت په نتیجه کی د پروژی د تطبیق مخنیوی.
۲) د پروژی د مسیر بدلول د بامیانو لاه لاری چی پدی صورت کی پروژه مستقیمآ د بودجی د کمښت سره مخ کیژی چی ممکن د زیات وخت لپاره معطل شی چی نتیجه به یی د پروژی ناکامی وی. خو که بودجه پیدا شی هم پروژه به حد اقل دوه کاله ځنډیژی چی دا په خپله د موجوده پایو او سبسټشن د تخریب سبب ګرځی. پدی صورت کی به په طالبانو کی داسی تغیر راشی چی د پروژی مخالفت وکړی، دوی دا کار همدا اوس هم د پاکستان لخوا کوی خو طالبان د پروژی حمایت کوی او که نه دا پروژه نشو تطبیق کیدلای.
پدی کی شک نشته چی هزاره ګان داسی مستحق دی لکه نور خلک خو دا حق د پروان او غوربند له لاری د یو لاین د تیرولو په صورت کی تحقق مومی نو بیا ولی دوی د ټولی پروژی د خرابی کوشش کوی. واضح ده چی خبره تر پروژه لویه ده او هغه دا چی هم د پروژه په همدغه ځای کی ودرول شی چون اوس په کابل کی هزاره ګان برق اخیستی شی او په لاره کی پراته خلک کولای شی دا نا اضافی وارد شوی برق آسانه خپلو منطقو ته توضیع کړی. او هم به د پروژی په نامه د سولی مخنیوی شوی وی.
داچی ولی د سولی د مخنیوی لپاره دا لویه ملی پروژ چی دوی هم تری ګټه اخلی قربانی کیژی، دلیل یی دادی چی اوس چی ترکابله کار شوی او دوی برق اخیستی شی نو د برق هدف لاسته راغی اوس باید د پروژه کار ودرول شی چی پدی سره هم پښتانه محروم او هم سوله تخریب شی. د برق پروژه ډیره ښه وسیله ده چی دوی په خپلو قومونو کی هغه خلک هم د ځآن طرفدار کړی چی د حزب اسلامی سره فکری تعلق لری او د خبرو حمایت کوی. پدی سره به موضوع قومی شی چی پدی سره به هغه د فشار قوی چی په نورو قومو کی دی د حزب اسلامی او دلت د حمایت نه (د سولی حمایت) لاس واخلی او ددوی سره (دسولی مخالفت) کی به ودریژی چی پدی سره د سولی مخنیوی کیژی او دوی خپلو ستراتیژیکو اهدافو یعنی تجزیی ته رسیژی.
پدی کمپاین کی ددوی سره سفارتونه کرایی او قومی مطبوعات او په دولت کی موجودی قومی شبکی هم یو ځای کار کوی، لکه چی همدا نن په پروان کی د ملی امنیت مامورینو ۱۵۰ نفره هغه پښتانه چی شمال ته خپلو کورونو ته تلل پدی نامه ونیول چی طالبان دی او بیا همدی رسنیو اعلان کړل ترڅو قومی اور بل کړی. په همدی وخت کی د افغانستان بانک مامورینو مظاهری وکړی او ادعایی وکړه چی مونژ مشران مجبوروی چی باید په فارسی خبری ونه کړو بلکه په پښتو خبری وکړو. آیا داڅوک منی ؟ کیدای شی د فارسی لغتونو لکه دانشګاه او نورو اصطلاح ګانو کوم بحث به شوی وی هغه هم مخکی خو دوی اوس ډنډوره تری جوړه کړه.
څه چی ډیر مهم دی دادی چی مونژ باید اوس په دولت کی بیچاره پښتانه پوه کړو چی په مونژ تجارت ونه کړی ځکه چی پایلی یی نه جبرانیدونکی دی او بل داچی د حزب اسلامی سره د خبرو ملاتړ وکړو او فشارراوړ چی باید روانی خبری ژر به سوله بدلی شی او که نه دښمنان په کمین کی ناست دی.
دی موضوعاتو ته په کتو سره معلومیژی چی سوله ډیره مهمه ده، او مخنیوی یی هم همدا داخلی متعصبی کړی د خارجی دښمنانو په مرسته کوی. اوس چی پوه شوو چی سوله د هرڅه مورده او زونژ د مرګ او ژوند او ترقی او پسمانی کلی ده نو باید داسوله و غواړو، دسولی لپاره قربانی ورکړو، عقل په کارواچوو، او د سولی لپاره سره یو شو.