دژوندکيسه

د ژوند  کيســه شوله پردى د ژوند پيــغام بدل دى
زهــر به وڅښــمه پروانــکړي خـو جــام بدل دى
 
زړه رانه باســي په خنــدا کــې ميـــنه ميــنه وايي
رښتيا چې نن د شـــوخو ســـترګو انـــتقام بدل دى
 
څه په اخلاص مې نيت د ميـنى د لمانځه کړى وو
چــا په ســجده کې راتــه وويل چـــې امام بدل دى
 
کوترو ډېــرې دورې وکــړلى خــو کوزې  نشوې
ښــکاري زمــونږ د بــرجــوري کــلا بام بدل دى
 
سـترګو کــې مــه رالېــږه ماته ليــونـــۍ اشـــارې
پام کــوه پام د ليـــونـــۍ ميـــنې انـجـــام بــدل دى
 
دخيال ماڼـۍ ته مـــې دې نه راځـــي د چـــايادونه
د خــيال پاچامــې د وخـــتونو په غـــلام بــدل دى
٣/٤/١٣٨٢
 
\"\"