
درې مياشې کيږي د هلمند ډيری سيمې له سختې ناامنۍ څخه رنځ وړي،د هلمند ناامني ته هر سړی له خپل فکر سره سم ګوري ځينې يي قومي، ځينې يي د پخوانيو ستونزو او کړاوونو او ځينې نور بیا وايي چې دلته دولتداري کمزورې ده، فساد دی، غصب دی،قاچاق دي او..... همدا ستونزې کټ مټ په دې ولايت کې شته دي او له همدې امله په تیرو ۱۳ کلونو کې عقده مندانه کړنو يي پر خلکو ژوند تریخ کړی دی خو ددې ټولوستونزو تر شاه امتياز هم دښمن اخيستی دی او تر ډيره دوی له هرې شونې لارې کوښښ کوي اوبو خړې کړي او ماهيان پکې ونيسي.
په وروستیو کې د طالبانو ټول تمرکز پر هلمند دی له ډيرو ولسواليو خو افغان ځواکونه يا په زوره يا هم په تکتيکي ډول په شا شوي دي خو يوه خبره روښانه ده چې طالبان پکې تر نورو سیمو يو څه ډير زور وهي خو دلته ددې زور څو لاملونه ډير مهم دي چې غواړم لنډ ورته راشم.
يو: هلمند او نشه يي توکي: د ترياکو کرکيلې او پروسس هلمند ته يو جدي سرخوږی جوړ کړی دی د نيږدې ډيرو ولايتونو او ان د سيمې د ځينو هیوادونو د نشه يی توکو قاچاقبر په دې ولايت کې فعال دي او له هرې تشې په ګټه اخیستو سره کوښښ کوي چې خپل قاچاق ته لاره هوار کړي دا قاچاقبر ددې تر څنګ چې لسګونو نامسولې وسله والې ډلې او قاچاقبر لري له ځينو نورو ډلو او ټپلو سره هم له هرې شونې لارې مرسته کوي څو ددوی پر وړاندې شته خنډونه لرې کړي او د قاچاق موکه ورته برابره شي چې ښه بيلګه يي د هلمند وروستۍ نښته ده چې ويل کيږي ټول لګښت يي طالبانو ته څو قاچاقبرو ورکړی دی.
دوه:طالبان: د طالبانو نوی مشر ملااخترمحمد منصور چې په دوبۍ، پاکستان او ځينو نورو هیوادونو کې پټ او ښکاره تجارتونه لری او په دې اړه مستندې ليکنې شوي دي نو د هلمند د نشه يي توکو د قاچاق ستره برخه له ده سره ده او که مخکې نه وه اوس اوس يي نو د هلمند په نشه يي توکو کې ونډه تر بل هروخت ډيره شوې، داچې منصور په کوټه کې په يوه خاصه ساحه کې مفشن ژوند لري، زرهي موټرې او وسله وال کسان ورته لاس په نام دي، دا چې په دوبۍ کې يي ځينې پوششي څيرې يي تجارتونه او دفترونه پر مخ ولي نو دده ټول عایدات د مشروع تجارت له لارې نه بلکه تر ډیره د نشه يي توکو د قاچاق له لارې دي.
په هلمندکې په وروستیو کلونو کې له دې سره سره چې امنيتي ستونزو ته طالباني رنګ ورکول کيده دومره هم دا خبره سمه نه وه ځکه هلمند هرې مافيايي او ترهګرې ډلې ته يو وړ ځای وو ځکه دوی يو لوري ته دولتي حاکميت تر پوښتنې لاندې راوستی شوی او بل يي د نورو ولايتونو په پرتله په دې ولايت کې نامشروع عوايد هم ډير وو، دا چې په يو ولايت کې ترهګرې ډلې یوازې او یوازې خپل ځواک کاروي خو په يو بل ولايت کې بیا عایدات لري او کاروبار يي روان وي نو تر يو عادي ولايته داسې ولايتونه دوی ته ډير مهم دي او له همدې امله خو طالبانو ډير تمرکز پر سرحدي سیمو، هغو ولايتونو چې ډیر کانونه پکې دي او پر داسې ولايتونو زور کړی دی چې هلته يا نشه يي توکي کرل کيږي او يا هم لږ تر لږه د قاچاق پر لاره پراته وي.
د طالبانو نوی مشر ملامنصور چې له معنوي پلوه يي مشروعيت تر پوښتنې لاندې دی نه بیا درې زره علما را ټول شوي چې ده ته هم لکه د ملاعمر په څير د اميرالمومنين لقب ورکړي او نه هم دی په کندهار يا کوم بل ولايت کې ټاکل شوی دی بلکه په کوټه کې په خپل کور کې يي تر درې کاله پټې رهبرۍ وروسته ځان په خپله امیرالمومنين وټاکه او ډيری طالب مشران هم ترې ناراضه شول،نو ځکه خو يي له پوځي پلوه يي هم ډيری قومندان امر چندان نه مني نو يي ډير تمرکز پر څو کارونو کړی دی چې يو يي هدفي وژنې او بل يي هم له هرې شونې لارې د پيسو پیدا کول دي څو د پیسو او شتو پر مټ په ولايتونو کې نوي کسان د زړو هغو ځای ناستي کړي او له مالي پلوه يو څه نفوذ لرونکي طالب مشران مات کړي تر اوسه تجربو داسې ښودلې چې منصور يوازې او يوازې د زور او زر له لارې يو څه مخکې تلی دی او په هلمند کې په وروستیو څو مياشتو کې چې د نشه يي توکو د نيښ وهلو وخت وو نو منصور ټول زور پر هلمند ځکه کړی وو چې دراتلونکو څو مياشتو لپاره د نشه يي توکو د قاچاق مديریت خپل کړي او کرار کرار ټولو قاچاق کونکو ډلو ته سرويس ورکړای شي ځکه په هلمند کې د نښتې مالي ملاتړ تر ډيره د نشه يي توکو قاچاقبر، ځينې څارګرې ادارې او مافيايي ډلې کوي.
هلمند د همدې مافيايي موخو ښکار شوی دی او تر ډيره حالت هلته د ترياکو پادشاهانو خراب کړی دی په خپله طالب مشران هم اوس په دې پوی شوي دي چې دوی په يو مبهم لوري روان دي ځکه چې دوی د اسلام په نوم په هلمند کې پيل کړې جګړه هغه چاته کوي چې د پوډرو او ترياکو قاچاقبر دی.
طالبان اوس اوس که مو فکر کړی وي د تیرو ۱۴ کلونو په پرتله تر ټولو ډير تلفات لري یو لامل يي هم د منصور سختې قومندې او بل لامل هم دادی چې هر نوی کس په ناڅاپي ډول رامخې ته شي او د جګړې مديریت يي داسې وي چې تر ډير کاره کوښښ کوي په وحشت او زیاتي سره خپل سری مشر خوښ کړي ځکه په طالبانو کې تر دې مخکې سزاوې دا وې چې يو کس به بندي يا به لرې شو خو د منصور په قانون کې دا کار نشته بلکه په هدفي ډول دې يا وژني يا دې هم چیرته پر افغان حکومت يا پاکستان باندې پلوري.
برنيو څو ټکو ته په کتو سره په ولايتونو کې جنګيدونکی طالب مشران باید پوی شي چې نوره د دوی پروژه د اسلام په نوم د نشه يي توکو د قاچاق لوري ته روانه ده ځکه چې د منصور کمزوری باور، له ده د طالبانو خپګان، په زوره بیعت ته د ملاعمر د کورنۍ او ځينو نورو مشران راضي کول ددې ښودنه کوي چې دلته نور د خپلې خوښې يا نظر ورکړې اپشن نشته او که چیرته دا اپشنونه وی نو منصور به نه داسې سهوې کړې وی او نه به د جلال الدين حقاني زوی سراج الدين حقاني په پاکستاني الوتکو کې ډير وخت د کوټې او راولپنډۍ تر منځ پر تګ راتګ لګاوو.