
دروهي درنې وېبپاڼې چلوونکو سلام ِ!
زه اکثره وخت په ادبي مطالبوپسې دغه وېپاڼه ګورم خواکثره ديوه ځوان ليکوال ګل رحمان رحماني له خوندوروکيسواوهنري نثرونواوشعرونوسره مخ يم چې ماته ډېرپه زړه پورې دي اوددغه ليکوال دقلم ستاينه کوم ماپه هغه پسې پلټنه وکړه ومې مونداواوس مې خوږملګرى اوزمادليکنوسموونکى اوکتوونکى
دهغه پېژندګلوي اوڅوشعرونه دشملوروپاڼې ته دراستوم په دې هيله چې په شمله وروکې يې خپورکړى
تميم تکل
کابل پوهنتون
دپښتوادبياتوڅانګې ددويم کال محصل
زماملګرى زمااېډيال
ګل رحمان رحماني په يوه تذکره کې خپله پېژندګلوي داسې کاږي :
مورمې وايي چې ته په يوه باراني ورځ دغه نړۍ ته راغلى اوداسې يوه ورځ وه چې په کلي کې هره خوادپسرلي وږمې خورې وې نوځکه خوهمدغه ورځې ستاپه ماشوم فطرت کې غزونې وکړې اوپه خيال دې ديوه ښکلي موسم جادوګرانه انځورګري نقش شوه
هومورمې رېښتياوايي زه له نن څلورويشت کاله وړاندې دميدان وردګو ولايت په چک ولسوالۍ کې زېږدلى يم داهغه مهال ووچې داوراولمبوزمانه وه هرڅه له لمبوسره اشنا وو اوپه هرڅه کې د درد او وېرونوڅپې خورې وې رالوى شوم خولادعمرمې دوه درې کاله نه ووتېرشوي چې پلارمې مولوي عبدالرازق چې دسيمې پياوړى عالم اوددينې علومواستاد وو شهيدشو او ماته يې يوعالم غمونه په ميراث پرېښودل خلک خووايي چې ماشومان غمونه نه پېژني خوزه همغه وخت غمونو ژړولى اوويرونوخوړلى يم . په اووه کلنۍ کې خپل مشرورورحمدالله عادليارچې زما استاد وو په بهرکې اوسېده کورته راستون شو زموږدکورمشري يې په غاړه واخيسته اوپه ځانګړي ډول يې ماته دپلارحيثيت غوره کړاو زه يې وروزلم په وړو ليکنو يې جايزې راکولې اوله ځان سره يې مهموځايونو او د مشرانو ليدو ته بېولم په اووه کلنۍ کې په مکتب کې شامل شوم دالجهاد په ښوونځي کې مې زده کړه وکړه درې ټولګي يانې منځنۍ دوره مې دچک په روزنيزمرکزکې تېره کړه اوددغه فعال ښوونځي چې لومړى دعربواوبيادجرمننانولخوا اکمالېده ماډېرڅه زده کړل په مشاعرو، غونډو،تمثيلي ټوټو،اونوروهنري هنري پارچوکې مې ګډون وکړاوهغه څه مې زده کړل چې زماارمان وو وروسته مې دعمرفاروق عالي لېسه ولوسته دلېسې په جريان کې دلېسې دفرهنګي کمېټې مشر وم په وردګ مېډيوټيک کې مې هم په فرهنګي څانګه کې ګډون درلود شعرمې پياوړى شو په راډيوګانواواخبارنو کې خپور شو دجمعې په ورځ به کابل ته افغان ادبي بهيرغونډو ته تلم اوپه ددولسم ټولګي کې دوردګو علمي اوفرهنګي مرکز چې دګڼوفرهنګي هڅونوښتګر وو زما لومړى شعري ټولګه سانده خپره کړه غونډې پر ې وشوې چاوغندلم اوچا تشويق کړم له لېسې نه چې فارغ شوم په چک روزنيزمرکز کې دجرمنانو لخوا اکمالېده د ادبياتو استاداو د فرهنګي څانګې مسول شوم وروسته دملي هدف اونېزې خبريال اوبيادوردګ ملي راډيوتلوېزون اداري مديراودمتن اېډېټرشوم له وېسا او نورو ورځپانو سره هم همکاروم په پنځه اتياوم کال کې مې کانکور ورکړ دخپلې خوښې خلاف د ننګرهار پوهنتون ته کامياب شوم او اوس دپښتوادبياتو په برخه کې په څلورم کال زده کړيال يم دپوهنتو ن جريان کې لومړى دننګرهارکليدکارکوونکى بيا دمرام راډيودخپرونومديراو اوس دصفا راډيو دخپرونو مدير يم ددې ترڅنګ دتانده اوسايه مجلومرستيال پاتې شوى يم واده مې نه دى کړى دژوندټوله خوښېي ، خيال ،فکر،شخصيت ،هڅه شاعري اوليکوالي مې دمورله دعاګانواووجوده سرچينه اخلي
لاندې اثارلرم
چاپ :
1. سانده (شعرونه )
2. زه اوته چې ماشومان وو(شعرونه )
3. دژوندلوبه (ناول )
ناچاپ :
1. تلپاتې درد(هنري نثر )
2. بنديوان (ناول )
3. ښکلا(ناو ل )
4. پرې شوي تاکونه (لنډې کيسې )
لاندې يوڅوشعرونه دخپرېدوپه موخه دراستوم هيله ده پرليکه يې کړئ
جلال اباد،ښاردصفاراډيودفتر
غز ل
د وصال شپه ده تېريدونکې شيبې ورو اړوه
مطربه ياره! پـــــــه رباب کې نغمې ورو اړوه
د زړه په تل کې مې زخمي زخمي رڼا اوده ده
له تورو شپومې ځارېدونکې ډيوې ورو اړوه
زمونږ په ژوند باندې مين شيطان سپين سترګى شولو
زاهده نور نو په محراب کې تسبې ورو اړوه
راباندې تېر دى خونړى توپان وه ستړې کوچۍ
د زړه په دښته کې مې پلنې خيمې ورو اړوه
شپونکيه خداى که خو راستون کړې مروريکه زار
د درد په ژبه کې زخمي ترانې ورو اړوه
ماشوم جانانه هسې نه چې راته څيرې يې کړې
زما د خيال د کتاب سپينې صفحې ورو اړوه
خداى به مې زړه کې ښکلي ښکلي ګودرونه شنه کړي
په وچه ژبه مې د زهرو پيالۍ ورو اړوه
ويښ ((رحماني)) دى له اودې موسکا غزل جوړوي
سپوژمۍ له مخه دې بدرنګه تيارې ورو اړوه
٢/٨/١٣٨٢
سندريز وختونه
زرده چې راشي سندريز وختونه
ماپه شپيلۍ کې
د سندروپه ځاى
تل ځوانيمرګې ژړا ګانې کړي
ژونده
سلګۍ زما ترخې دي که نه ؟
ما ستا په نوم
د يوې خوږې مينې
زهرو تريخ جامونه څښلي
ژونده لږ صبر
لا ناهيلى نه يم
زړګى مې غواړي
چې له خپلو چيغو
ستا په ورغوي کې
راشنه کړم
سندريز وختونه
٨/٧/١٣٨٢
غز ل درد د پرهرونومې ترښکلو طبيبانو وړه
شپه د پرديسۍ ده شمعې ناز د پتنګانو وړه
ډېرې دي ښيراوې له ويشتلو زړونو وړيدي
يوه نيمه دعا خو هم زمونږ ه ملنګانو وړه
بيا دې پسرليه د ښکلا په خم کې رنګ کړلم
بار د احسانونو د چمن په سرو ګلانو وړه
زه په خړو غروکې د جان له کلي پاتې شوم
مړى د ژوندون مې په زخمي زخمي اوښانو وړه
خورمه تنديکونه ترينه لوږمه ماتېږمه
غرونه غرونه خوب مې په لنډو لنډو زلفانو وړه
٨/١١/١٣٨٢
غز ل
ويښ شه ويښ شه اوده لمره ستوري ژاړي
له بيګانه تر سحره ستوري ژاړي
ملامت نه يم چې زه درپسې ژاړم
ستا په مينه کې اکثره ستوري ژاړي
سپنې اوښکې يې شين خال د پرښتو وړي
راشه ورکه پېغمبره ستوري ژاړي
د رڼا کاروان مې کلي ته راستون شو
له سبانه بې خبره ستوري ژاړي
د وژلى سپوژمۍ وير يې لاهېر نه دى
له کابله تر خيبره ستوري ژاړي
د غزل مسرۍ يې شي د وړانګو څانګې
د شاعر له هر نظره ستوري ژاړي
((رحماني )) د درد کيسۍ به راته وايې
نن دى بياله سره پر هره ستوري ژاړي
١/٨/١٣٨٢
غزل
له شپو به اخلې مخه ښه لکه سبا به راځي
خوب مې ليدلى دى ملګرو خامخا به راځي
ستر به نکړي په پردو باندې به اور پورې وي
خوله به ترې اخلم له ګيلو ډکه تنها به راځي
د اوښکو شمعې به پرې شيندو په سلګو سلګو کې
لکه سپوژمۍ د تورو وريځو په ګډا به راځي
دا به څه وايي لاسونه به ترې زما چاپېر وي
له خوشحالۍ به په سلګوومه ژړا به راځي
نغمې به پرش وي عجيبه ده څوک به هيڅ نه وايي
دواړه به ناست يو چوپه خوله غلى موسکا به راځي
دښکلا خداى ته به مو ټيټ په تسليم سرونه
د خيال په نور کې به روان يو يوه رڼا به راځي
ته به غوړيږې دغوټۍ په څير زما غيږه کې
زه به د پاڼې په څير ريږدمه حيا به راځي
سپنه کوتره يادوم د سپېنې سولې شيخه
هره شيبه وايم که لاړله خو بيا به راځي
٧/٨/١٣٨١
غز ل
غزلکه کبان چې د اوبو په تل کې لوبې کوي
زړه مې همداسې د سلګو په تل کې لوبې کوي
دا دى تياره شوه خورا نغللو دخيال ماشوم مې
خدايه ترڅو به د لمبو په تل کې لوبې کوي
ستوري لاهو دي د ماښام په خونړي سيلاب کې
لمر مو د تورو تورو شپو په تل کې لوبې کوي
جانانه خپل ژوند دى کوه زما ژوند څه کوى
دخپلو تاندو پر هرو په تل کې لوبې کوي
کافر غمونه دي تور غشي دې ځيګر څېروي
ښکلي خو ندي چې د زړو په تل کې لوبې کوي
ورک ((رحماني)) دى د ديدن په هيله مه لټوه
د ستړو ستړو آرمانو په تل کې لوبې کوي
١٠/٣/١٣٨٢
غز ل د لمر په سپېنو پلوشوکې اوسو
ستوري خونه يو چې په شپوکې اوسو
په خاورو درومو سر په کاڼو وهو
دشنو سيندونو په څپو کې اوسو
لاسوته خپله زولنۍ اچوو
جيلوانه خپله زولنو کې اوسو
ښکلو کرلي وو د اور لمبو ته
اوس د اغزيو کروندوکې اوسو
د ښکلا سپېن کلي کې ژوند تېروو
د ښاپېريو په کوڅوکې اوسو
مونږ د زګيروو قافلې هيرې کړلې
((رحماني )) مستو ترانوکې اوسو
٢٢/٣/١٣٨٣
غزل کله ناکله چې هغه راته په لار کې تم شي
لکه نغمه چې د رباب په ښکلي تار کې تم شي
زمونږه ښکلي پرې د ستورو سپېن باران وروي
دعشق منصور دې څو شيبې د زلفو دار کې تم شي
ستا سپينه غاړه او زما دا ښکلې ښکلې اوښکې
دا ملغلرې خو په خداى که ستا په هار کې تم شي
د کلي شيخ چې کله کله زما غزل وګوري
د تقوا ستوري يې دعقل په مدار کې تم شي
ټول به په زړه کې ميلمانه کړو ټول به ونازوو
کاروان د دوي که نن زمونږ په سوى ښار کې تم شي
مونږ چې سپوژمۍ غواړو په نيمو شپو سوما يادوو
لمر به مو څنګه په شنو پاڼو دچنار کې تم شي
((رحماني)) لاړ شي ليونى شي ټول لمبه لمبه شي
مړاوې مستي يې ستا د سترګو په خمار کې تم شي
٢١/٣/١٣٨٣
غزل چې له مودو مودو راپاتې دي په پښو کې اغزي
مونږه شيندلي وو د ښکلو په ليمو کې اغزي
پردوته وغوړوو زړونه چې قدم پرې کيږدي
خپلو ته پرش کړو لکه ستنى په کوڅو کې اغزي
دزړګي څانګې مې چې نه نيسي رنګين ګلونه
خدايه ما څښلي د ګودر خړو اوبو کې اغزي
زما همزولي سره اورونه خو ګل شوي نه دي
حيران يم ولې نه خلاصيږي په لمبو کې اغزي
ماشوم زخمونه مې رالوي شول په چړو کې ځوان شول
جانانه پټ پټ راته مه ږده په تيارو کې اغزي
د غنم لوکې هاستومانه ښکلې لاس رانه کړ
ښکاري چې بيايي ننستلى دي لاسوکې اغزي
تر څو به ګورمه هنداروکې خپل مات تندي ته
تر څو به وړمه خپل منزل ته په پڼو کې اغزې
ما ((رحماني)) بيګاه يو داسې ښکلې خوب ليدلو
چې در روان وم ماتومه په مزلو کې اغزي
٢٠/٤/١٣٨٣
غزل ټول ښکلا ښکلا شوى د نظرتر غرونو واوښتې
لاړې آشنا لاړې لکه لمر تر غرونو واوښتې
جار دې شم جانانه لدې ښکلو غرڅنو سترګو
نه پوهيږم څنګه مرور تر غرونو واوښتې
زړه کې مې روانى وي سلګۍ ستا د قدم په څير
پاس په خړکنډو چې مازديګر تر غرونو واوښتې
ما ويل چې زه بدې په غلا وروستۍ ديدن وکړم
وه بې وفا ياره څومره زرتر غرونو واوښتې
٧/٨/١٣٨١
غز ل چې نه مو ناز اخلي او نه مو هيچا غم خوړلى
مونږ ګناګارو ستاله فصل نه غنم خوړلى
لمر چې نن داسې ستا د مخ په څير ځلانده ښکاري
زما له سترګو يې د اوښکو سپېن شبنم خوړلى
پاس په هوا کې د سپېن باز بڼکه باد رپوي
لاندې درياب کې ليونى نهنګ هم بم خوړلى
خنګه راواړوو د لمر وړانګې له تورو غرونو
وږى ماښام رانه د ژوند بل کړى شم خوړلى
خداى که خو وګنډى ګلونه د ښکلا په لمن
د زلفو تار دى نور زما د زړګي سپم خوړلى
اوس مې په کاڼو باندې وله که دى زور وي آشنا
زما تندى هم د مين ملنګ يو دم خوړلى
((رحماني)) مه ورپسې ګرځه پيدا کيږي نه اوس
دکلي لارو د جانان هر يو قدم خوړلى
٨/٧/١٣٨٣
غزل ژوند د بر بنډو پيغلو ښار دى څه ښکلا نلري
هر څه به ولري منمه خو حيا نلري
له چانه مه غواړه دسمال زما ملنګى اوښکې
غلى بهيږه په ګريوان څوک دى پروا نلري
خدايه په مونږ د سپينو شمعو باران ووروى
په داسې شپو کې مو ژوندون دى چې سبا نلري
دلاس په کاڼو مې يې ګونګى دروازى ماتې کړې
خدايه د چم ښکلى بخيل دى هيڅ سخا نلري
زما د سوى زړه لمبو ته په خندامه راځئ
د سرى اور دى پتنګانو څه رڼا نلري
زما غزل لکه موسى دخداى د نورليونۍ
د طور په کاڼو ښويدلى دى امسا نلري
آشنا راځه غاړه غړۍ شو ژوند کړو مينه مينه
عمر د ژمي مازديګر ديه وفا نلري
((رحماني)) مه کره غزل کې د ديدن تخمونه
دلته د مينې کلمه کومه مانا نلري