راشه کنــــــه بياچــــــې تنهاشوی يــــم
تـــــــاپســــې والله پــــه ژړا شوی يــــم
تراوسه چې دا اوښکي مي له سترګو ځي
ياره چـــــــــې لـــــه تانـــه جـــــــــدا شوى يم
بيا چې راته نن ډيرپه زير زير ګوري
داســــــې راته واي وفــــــا شـــــــــوى يم
وګورې اې خلکواوس به څه کيږي
نن چــې مي جانان ته جفا شوى يم
دا چــــې د زړګي درنځ دواي نشته
ګورې به يو ورځ چې پنا شوې يم
تـــــوره شپـــــــه محبوبه رڼا شوى ده
غږ کوي سپوږمۍ چې صبا شوى يم
محبوب شاه محبوب
داجمل اند د شعر په ليکه
وروستي