
څو ورځې وړاندې اشرف غني ملي شوری ته د خپلې وینا په يوه برخه کې وویل چې هغه مخالف زندانیان به اعدام کړي چې د اعدام پرېکړه پرې شوې وي. او دا ګام یې د امنیت په راوستو کې اغېزمن وګڼلو. اعدامونه او نورې ورته سزاګانې په رښتیا هم چې د جرمونو د مخنیوي لپاره وي، له همدې کبله د اسلام په مبارک دين خصوصا محمدي صلی الله علیه وسلم شریعت د ځینو داسې جرمونو لپاره ځانګړې سزاګانې ټاکلې دي چې په ټولنه او خلکو یې ناوړه اغیز پرېوزي، او کله هم چې نوموړې سزاګانې د خپلو ټاکل شویو شرایطو په رڼا کې پلې شوې دي مطلوبه پایله یې لرلې ده. په شریعت کې د ناحقه وژنې لپاره قصاص ټاکل شوی، د زنا لپاره د دورو او رجم حد ټاکل شوی، همدا ډول د قذف او شرابو څښلو لپاره مشخصې سزاګانې ټاکل شوې دي، له دې پرته اسلامي شریعت د مسلمانانو امیر ته دحالاتو او شرایطو په نظر کې نیولو سره د اعدامونو صلاحیت او واک هم ور کړی. د دې ډول سزاګانو لپاره تر ټولو مهم او اساسي شرط تمکین یعني بشپړ تسلط او واک دی، داسې تسلط چې مقابل لوری بیا ونه شي کولی په انتقامي عمل لاس پورې کړي، که حالات داسې وو چې د ټاکل شویو سزاګانو د پلي کولو په صورت کې مقابل لوري کولی شوی بېرته خپل غچ واخلي او په انتقام لاس پورې کړي، بیا شریعت د نوموړو سزاګانو د عملي کولو اجازه نه ور کوي. ددې علت دا دی چې په حقیقت کې نوموړې سزاګانې د بې امنۍ د له منځه تلو، خلکو او ولس ته د آرامۍ او سوکالۍ د راتلو لپاره پلې کېږي، نو کله که دا مطلب نه شي تر لاسه کېدای بیا د سزاګانو پلي کول د ګټې پر ځای تاوان کوي. اوس که فکر وشي مقابل لوری نه یوازې دا چې غچ اخلي، بلکې عملا له حکومت سره په جګړه کې ښکیل دی، ډېری وخت د جګړي نوښت په لاس کې لري، حکومت یې له سختو ننګونو سره لاس او ګرېوان کړی. د جګړې په حالت کې د مخالف لوري د اړونده زندانیانو اعدامول نه دا چې آرامي او ډاډ نه شي را منځ ته کولی بلکې کیسه نوره هم سره ګډوډوي. احساسات او ولولې را پاروي. د غچ او کسات سکروټې تازه کوي؛ ځکه خو په دې اړه ژور فکر ته اړتیا ده، داسې نه چې کیسه تر بد نه بدتره شي، هغه چې وايي غوږ مې ګټلو سر مې بایلود. لیکوال: محمد نعیم