د خالد بن ولید آخري سلګۍ

  خالد بن ولید (رض) هغه شخصیت ؤ چې په ټول ژوند کې يې د ماتې غږ نه آویدلی، او کله به چې کفارو د خالد بن ولید دا ناره واوریدله
انا فارس الضدیه
انا خالد ابن الولید
نو بیا به څوک د ټینګې نه پاتې کیدل او هر د جنګ میدان به د خالد(رض) ؤ، که مونږ د خالد(رض) د اخلاقو، زړوتیا، جنګي چالونو، بریالیتوبونو، صفتونه وکړو نو په څو جلده کتابو کې به هم خلاص نه شي، مونږ راځو د ستر سپه سالار د ژوند آخري شېبو ته.
 
په کال ۶۴۶ عیسوی کې خالد ته داسې ناجوړي پیښه شوه چې هغه یې په ډیره چابکۍ سره وخوړ، دا د خفګان اثر و، د هغه وجود ورځ په ورځ اوبه کیده ،
یوه ورځ یو دوست د هغه لیدو ته راغی، خالد خپل ورون لوڅ کړ او دوست ته یې وښود او وی ویل : په غور سره وګوره ! آیا زما په ورون باندې داسې ځای نظر ته راځي چې په هغه باندې توره، برچه ، یا غشی نه وي لګیدلی او ټپی نه وي؟
دوست ته یې داسې ځای نظر ته رانغی چې ټپې نه وي، خالد دویم ورون لوڅ کړ او همدا پوښتنه یې وکړه ، بیا یې دواړه مټې لوڅې کړلي او همدا پوښتنه یې وکړه ، بیا یې سینه او شا وښودله ، دوست ته یې له یوه بالښت څخه زیات کوم ځای نظر ته رانغی چیرته چې د زخم نښنه نه وي.
خالد (رض) په ډیر ډنګر غږ وویل: آیا ته نه پوهیږې چې ما څومره جکړې ترسره کړې دي؟ بیا زه ولې شهید نه شوم ؟ زه په جنګیدو کې ولې مړ نه شوم ؟
دوست یې وویل ! ته د جګړې په ډکر کې نشوای مړکیدلای، تا ته رسول الله (ص) د الله ج توره ویلې وه دا د رسول الله (ص) وړاندوینه وه چې ته د جکړې په ډکر کې نه وژل کېږې، که ته وژل شوی وای نو ټولو به ویل چې کافر د اسلام توره ماته کړی ده، داسې هیڅ کیدلای نشي... ته د اسلام ویستلې توره یې.
د رحلت په وخت کې له خالد سره ملازم هم و، د ځنکدن په حالت کې خالد(رض) وویل زه د یو اوښ په څیر مرم په بستره کې زما لپاره مرګ شرمناکه ده، او خالد د هغه الله (ج) حضور ته ورسید د چا چې هغه توره وه خالد بن الولید (رض) سیف الله له دنیا څخه پورته شو، د ده عمر ۵۸ کاله و.
انالله و انا الیه راجعون
د هغه د مرګ خبر چې مدینې ته ورسید نو د بني مخزوم ښځې په ستاینو کوڅو ته راووتلې، د مدینې نورې ښځې هم بهر ته راغلې او مدینه ماتم ځای جوړ شو.
امیر المومنین عمر فاروق(رض) د خلافت دګدی په کښیناستلو سره حکم جاري کړي وچې د چا په مرګ ژړا او زاری ونه شي، د هغه پدي حکم په سختی سره عمل کیده مګر دخالد(رض) په مرګ باندې ښځې له کورونو څخه راووتلې او ستاینې یې کولې، امیر المومنین عمر فاروق چې دا غږونه واوریدل نو هغه له قهر څخه جګ شو او له دیوال سره یې ځوړنده زره واخیستله او په تیزی سره بهر ته لاړ مګر په دروازه کې ودرید ، لږ ځنډ یې فکر وکړ او زره یې هم هلته ځوړنده کړه له کومه ځایه چې اخیستې وه.
امیر المومنین اعلان وکړ، د بنی مخزوم ښځو ته د ژړا اجازه ده، هغوی پریږدی چې د خالد (رض) ماتم وکړي ، د هغوی ژړا نه تمیږي،
په حمص کې ډېر ښکلي باغ دی په دې باغ کې یو جومات دې چې د خالد (رض)د جومات په نامه مشهور دی، د دې جومات په یو کونج کې د خالد (رض) قبر دی؛ د خالد د میړانې له کیسو څخه خبرو کسانو ته نن هم څوک چې هغه جومات ته لاړ شي او دا پارونه آوریدل کیږي.
انا فارس الضدیه
انا خالد ابن الولید
 
 سرچینه: ویستلې توره