
هلمنددافغانسان په جنوب کښی پروت یوناامنه ولایت دی.چی دغه ولایت ته ډیروخت ستونزی دخپل ستراتیژیک موقیعت له کبله پیښی شوی دی.ځکه چی داولایت ډیره پراخه پوله زموږ د دوو کرغیړونوګاونډیانوسره لری لکه پاکستان اوایران سره.چی دا دوه هیوادونه په هیڅ صورت سره نه غواړی چی په هلمنداوپه ځانګړی ډول سره په افغانسان کی سوله اوثبات رامنځته شی، ځکه چی دا هیوادونه خپلی ګټی دافغانستان په ناامنی اوبی سوباتی کښی لټوی.اوبله خبره داده چی دهلمند هغه پوله چی د پاکستان سره غزیدلی ده د دولت د مخالفونو او د تاریاکو د قاچاقبرانو په وړاندی پرانستی ده چی دافغانستان دولت د څوکلونوپه اوږدوکی دی پولی ته هیڅ ځانګړی پاملرنه نه د کړی.
نوترټولو لوی خنډ چی د حیات الله حیات پرواړندی دی همدغه پوله ده چی د دی پولی څخه داخل په دولت کی اوبهرله دولت څخه ټول هغه فاسد اشخاص ګټه اخلی اوددوی ګتی هم په همدغه پوله کی نغښتی دی.نودهلمند والی حیات الله حیات باید لومړی ددی غزیدلی پولی لپاره دخپلوامنیتی ځواکونوسره یوبنسټیزمیکانیزم رامینځته کړی.چی دغه پوله دمخالفینواوقاچاقبرانو پروړاندی په بنیادی اوساسی ډول سره بنده کړل شی چی داپه هلمند کی دامنیت په راوستول کښی یورغنده رول لوبولی شی.دا ځکه چی دمخالفینو ټول تګ راتګ پرهمدغه لاری باندی صورت نیسی اودهمدی لاری څخه دوی خپل ټول اکمالات ترسره کوی.که چیری حیات الله حیات دخپلو امنیتی ځواکونوسره په همږغی ددی پولی لپاره یوښه میکانیزم رامینځته کړی نودا دده لپاره په هلمند کښی دبریایوډیرښه چانس ګڼل کیدلی شی.چی دا په هلمند کښی دبی سوباتی اوناامنی بهرنی بعد دی.نوری ټولی هغه ستونزی چی په هلمند کښی شتون لری هغه خپله دهلمند دځینو مفسیدو لوړپوړچارواک له لاسه په هلمند کښی رامینځته شوی دی چی حیات الله حیات که غواړی چی په هلمند کی یوښه مدبرمدیرووسه نوباید ددغو فاسد اشخصاسو لاسوهنی دهلمند په نظامی اوملکی چاروکښی په جده ډول سره قطعه کړی اودهغوی تراغیزی لاندی رانه شی.که چیریی داسی یو کاروکړی نو ده به دبریا په لوری یو بل دوهم مثب ګام پورته کړی وی چی ددی ګام په پورته کولو سره زه دته ډاډ ورکوم چی دهلمند هغه ولسونه چی نن ورځ یی په زیات کچه یی ددولت څخه فاصله نیولی ده هغه به په ټینګه سره دده ترشا ودریږی اودده ملاتړبه وکړی اومرستی ته به یی راودانګی.نواوس به راسودی برخی ته چی هغه څوک دی چی دهلمند په نظامی اوملکی چاروکی لاسوهنی کوی؟داده هلمند ټول مجاهد ولس ته معلومه ده چی دپارلمان اومشرانو جرګی غړی دهلمند په نظامی اوملګی چاروکی زښته زیاتی لاسوهنه کو چی خپل خیښ وخاله په دولت کښی ځای پرځای کړی چی دا دهلمند ولس ته په ښه ډول څرګنده ده چی دهلمند دولایت دټولو والسوالیو اکثرا امنیه قومندانان مطلق بی سواد دی سواد نه لری.چی ټول یی دهمدغه پارلمان اومشرانوجرګی دغړو له خوا مقرر شوی اوددوی دملاتړڅخه برخمن دی اوهمدا شان رئسان اوولسوال دروخلاچی دا ټول دروابطو اوپیسو په زور سره په د ندوباندی ګمارل شوی دی چی هیڅ یویی هم دلیاقت اوشایسته ګی پراساس نه دی راغلی ځینی یی خولا داسی هم شته چی داد بهرنیانوپه لاس جوړسوی نظام سره راغلی دی تراوسه پرخپل ځای باندی پاتی دی.اوبله غټه ستونزه چی دحیات الله حیات پروانډی خنډ رامینځته کولای شی هغه فساد چی دهلمند په نظامی اوملکی اداراتوکښي خپل اوج ته رسیدلی دی چی ټول اشخاص یی که لوی دی که کوچنی دی دوی په فساد کښی ښکیل دی اولاس پکښی لری.بله هغه ډله کسان دی چی غواړی دقوم اوسیمی دمشرانوپه نامه سره ځانونه حیات الله حیات ته نږدی کړی اوورباندی چارچاپیره شی.اودی ترخپل غیز لاندی راولی.که چیری دهلمند والی حیات الله حیات دغه پورته ذکرشوی خنډونه اوستونزو په ښه ډول اوځانګړوبنسټیزو مهارتونو سره ورته پاملرنه وکړی زه یقنی یم چی دغه خنډونه به لمنځه وړی اودیوه بریالی مدیرپه څیره کښی به راڅرګندیږی
دیوه سوکاله اواباد افغانستان په هیله
شاه محمود بری