
د یکشنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د غویي (ثور) پنځمه، چې د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د اپرېل له څلیریشتمې نېټې سره برابره وه، د هند غوره لیګ ( آی پي ال ) شلمه سیالۍ د رېسېنګ پونې سوپر ګیانټس او کولکټه نایټ رایډرز لوبډلو ترمنځ د هندوستان د پونې په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
د لوبې پچه د کولکته نایټ رایډرز کرکېټ لوبډلې، لوبډل مشر ګواتم ګمبیر وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه .
د رېسېنګ پونې سوپر ګیانټس کرکېټ لوبډلې د ۲۰ اورونو په لوبولو او د خپلو ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۰ منډې جوړې کړې، چې سیالې لوبډلې ته یې د ۱۶۱ منډو هدف وټاکه .
د کولکته نایټ رایډرز کرکېټ لوبډلې د ۱۹/۳ اورونو په لوبولو او د خپلو ۸ لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی هدف ترلاسه، چې د رسېنګ پونې سوپر ګیانټس لوبډلې ته یې د ۲ وېکټو او ۳ توپونو په توپیر ماتې ورکړه .
د کولکته نایټ رایډرز لوبډلې له لوري سوریا کومار یادوف ډېره ښکلې، په زړه پورې او برید کوونکې توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي په ۴۹ توپونو ۶۰ منډې جوړې کړې، چې په منډو کې یې ۶ څلوریزې، ۲ شپږیزې شاملې وې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د رېسېنګ پونې سوپر ګیانټس او کولکته نایټ رایډرز د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د رېسېنګ پونې سوپر ګیانټس د توپ وهنې برخه :
۱ ـــ اجېنکا رېحاني په ۵۲ توپونو ۶۷ منډې جوړې کړې، ۴ څلوریزې، ۳ شپږیزې یې ترسره کړې او ال بي ډبلیو اوټ شو .
۲ ـــ فاف ډوپلیسېز په ۹ توپونو ۴ منډې جوړې کړې او بولډ اوټ شو .
۳ ـــ سټیفن سېمت په ۲۸ توپونو ۳۱ منډې جوړې کړې، ۲ څلوریزې یې ترسره کړې او په منډه کې وسوځېده .
۴ ـــ تیسېرا پرېرا په ۹ توپونو ۱۲ منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
۵ ـــ البي مورکل په ۹ توپونو ۱۶ منډې جوړې کړې، ۲ شپږیزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
۶ ـــ ام اس ډوني په ۱۲ توپونو ۲۳ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، ۲ څلوریزې او یوه شپږیزه یې ترسره کړه .
۷ ـــ راجټ باټیا په یوه توپ، یوه ناسوځېدلې منډه جوړه کړه .
د رېسېنګ پونې سوپر ګیانټس د توپ اچونې برخه :
۱ ـــ البي مورکل ۳ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۳۶ منډې یې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول .
۲ ـــ تیسېرا پرېرا ۳/۳ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۸ منډې یې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول .
۳ ـــ رویچندرن اشوین ۲ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۱ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۴ ـــ راجټ باټیا ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۱۹ منډې یې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول .
۵ ـــ انکیت شرما ۳ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۶ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۶ ـــ مورګن اشوین ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۳۲ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
د کولکته نایټ رایډرز د توپ وهنې برخه :
۱ ـــ روبین اوتاپا په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
۲ ـــ ګواتم ګمبیر په ۵ توپونو ۱۱ منډې جوړې کړې، ۲ څلوریزې یې ترسره کړې او په منډه کې وسوځېده .
۳ ـــ سوریا کومار یادوف په ۴۹ توپونو ۶۰ منډې جوړې کړې، ۶ څلوریزې، ۲ شپږیزې یې ترسره کړې او ال بي ډبلیو اوټ شو .
۴ ـــ شکیب الحسن په ۹ توپونو ۳ منډې جوړې کړې او بولډ اوټ شو .
۵ ـــ یوسف پټان په ۲۷ توپونو ۳۶ منډې جوړې کړې، ۲ څلوریزې، ۲ شپږیزې یې ترسره کړې او ال بي ډبلیو اوټ شو .
۶ ـــ اندري رسل په ۱۱ توپونو ۱۷ منډې جوړې کړې، ۲ شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
۷ ـــ راجا ګوپال ستېش په ۸ توپونو ۱۰ منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
۸ ـــ پییوس چاوله په ۵ توپونو ۸ منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
۹ ـــ اومېش یادوف په ۲ توپونو ۷ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه .
د کولکته نایټ رایډرز د توپ اچونې برخه :
۱ ـــ مورني مورکل ۳ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۳۰ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی ونه سوځاوه .
۲ ـــ اندري رسل ۲ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۱۶ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۳ ـــ شکیب الحسن ۳ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۱۴ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
۴ ـــ سنیل نارین ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۳۲ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
۵ ـــ پییوس چاوله ۳ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۶ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۶ ـــ راجا ګوپال ستېش ۳ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۰ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
۷ ـــ اومېش یادوف ۲ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۱۶ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .