ګجرات لاینز رویال چلېنجرز بنګلور ته ماتې ورکړه/ د آی پي ال نولسمه سیالۍ

 
   د یکشنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د غویي (ثور) پنځمه، چې د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د اپرېل له څلیریشتمې نېټې سره برابره وه، د هند غوره لیګ ( آی پي ال ) نولسمه سیالۍ د ګجرات لاینز او رویال چلېنجرز بنګلور لوبډلو ترمنځ د هندوستان د راجکوټ په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
  د لوبې پچه د رویال چلېنجرز بنګلور کرکېټ لوبډلې، لوبډل مشر ویرات کوهلي وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
  د رویال چلېنجرز بنګلور کرکېټ لوبډلې د ۲۰ اورونو په لوبولو او د خپلو ۲ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۰ منډې جوړې کړې، چې سیالې لوبډلې ته یې د ۱۸۱ منډو هدف وټاکه .
  د ګجرات لاینز کرکېټ لوبډلې د ۱۹/۳ اورونو په لوبولو او د خپلو ۴ لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی هدف تر لاسه، چې د رویال چلېنجرز بنګلور لوبډلې ته یې د ۶ وېکټو او ۳ توپونو په توپیر ماتې ورکړه او د لوبې بریا یې په خپل نامه کړه .
  د رویال چلېنجرز بنګلور لوبډلې له لوري ویرات کوهلي ډېره ښکلې او په زړه پورې توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي په ۶۳ توپونو ۱۰۰ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، چې په منډو کې یې ۱۱ څلوریزې، یوه شپږیزه شامله وه او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو، که څه هم د ویرات کوهلي لوبډلې لوبه بایللې وه، خو د هغه  سلیزه د دې لامل شوه، چې نوموړی د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شي .
د رویال چلېنجرز بنګلور او ګجرات لاینز د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د رویال چلېنجرز بنګلور د توپ وهنې برخه :
۱ ـــ ویرات کوهلي په ۶۳ توپونو ۱۰۰ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، ۱۱ څلوریزې او یوه شپږیزه یې ترسره کړه .
۲ ـــ شېن واټسن په ۶ توپونو ۶ منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
۳ ـــ اې بي ډیوېلرز په ۱۶ توپونو ۲۰ منډې جوړې کړې، ۲ څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
۴ ـــ لوکېش راهول په ۳۵ توپونو ۵۱ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، ۴ څلوریزې، ۳ شپږیزې یې ترسره کړې .
د رویال چلېنجرز بنګلور د توپ اچونې برخه :
۱ ـــ یوزویندرا چاحل ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۳۳ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
۲ ـــ کېن ریچارد سن ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۵۳ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
۳ ـــ اقبال عبدالله ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۴۱ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۴ ـــ شېن واټسن ۳/۳ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۳۱ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
۵ ـــ تبرایز شمسي ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه ۲۱ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
د ګجرات لاینز د توپ وهنې برخه :
۱ ـــ ډیوانې سمېت په ۲۱ توپونو ۳۲ منډې جوړې کړې، ۳ څلوریزې، ۲ شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
۲ ـــ برېنډان میکالم په ۲۴ توپونو ۴۲ منډې جوړې کړې، ۵ څلوریزې، ۲ شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
۳ ـــ سورېش رینا په ۲۴ توپونو ۲۸ منډې جوړې کړې، ۳ څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
۴ ـــ دینېش کارتیک په ۳۹ توپونو ۵۰ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، ۳ څلوریزې یې ترسره کړې .
۵ ـــ رویندرا جدېجا په ۱۰ توپونو ۱۲ منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
۶ ـــ ډیوانې براوو په یوه توپ ۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه .
د ګجرات لاینز د توپ اچونې برخه :
۱ ـــ پراوین کومار ۳ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۸ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۲ ـــ داول کولکارني ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۳۹ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
۳ ـــ پراوین ټمبي ۳ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۴ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
۴ ـــ شاداب جکاټي ۳ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۸ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۵ ـــ رویندرا جدېجا ۳ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۱۷ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۶ ـــ ډیوانې براوو ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۴۳ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .