
د ملکي نړیوال هوایي ډګر د ځغاست لیکې چارې چې دتېرو دوو کالونو راهیسې په ټپه درېدلي وې، د یکشنبې په ورځ د یو لړ ځانګړو مراسمو پرمهال بېرته پيل شوې.
هغه مراسم چې د هوایي ډګر په سیمه کې نیول شوي وو، دخوست د والي ترڅنګ د ولایتي شورا غړو،دامنیتي او کشفي ځواکونو مسوولینو،د قومونو مشرانو،دیني عالمانو،د سیاسي او ټولنیزو سازمانونو نماینده ګانو،مدني فعالانو او د رسنیو استازو ګډون کړی وو.
مراسمو ته خوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي وویل د هوایي ډګر په جوړېدو سره به دخوست اقتصادي،فرهنګي او سیاسي بڼه بدله شي،سوداګریزې چارې به پراخې او خلک به د ګڼو اسانتیاوو برخمن شي .
په همدې اساس نوموړي ژمنه وکړه چې ولایتي اداره به د یوه بشپړ نړیوال هوایي ډګر د جوړېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي او پدې برخه کې یې لا دې وړاندې خپل پشنهادونه اړونده وزارتونو او د افغان دولت رهبرۍ ته رسولي دي .
نوموړي وویل موږ یوازې د ځغاست لیکې په جوړولو باندې بسنه نه کوو ، هیله ده مرکزي دولت او مرستندویه ټولنې د یاد هوایي ډګر تاسیساتو،ترمینل او غځېدلي سړک د جوړېدو لپاره دخوست ځایي ادارې سره مرسته وکړي ترڅو د یاد هوایي ډګرټولې برخې بشپړې او د خوست لپاره پرمعیارونو برابر هوایي میدان جوړ شي .
ده پدې برخه کې د ټرانسپورت او مالیې وزارتونو په خاص ډول افغان ولسمشر ته وړاندیز وکړ چې دخوست دخلکو اړتیاوو ته په کتو سره د بشپړ ملکي نړیوال هوايي ډګر جوړولو په برخه کې خاصه توجه وکړي .
همداراز نوموړي د کورنیو چارو وزارت څخه غوښتنه وکړه چې د هوایي ډګر د ساتنې لپاره د امنیې قوماندانۍ په چوکاټ کې د پولیسو تشکیلات اضافه کړي ترڅو په اسانۍ سره ددې هوایي ډګر امنیتي چارې سمبال شي .
حبیبي ولس ته ډاډ ورکړ چې ولایتي اداره به په ولایت کې هیچاته د دې اجازه ورنه کړي چې په ټيټ کیفیت پروژې پلي کړي، دده په وینا که هرڅوک د معیار خلاف کړنې ترسره کړي ولایتي اداره به یې په وړاندې کوټلي ګامونه واخلي .
نوموړي قراردادي شرکت ته سپارښتنه وکړه چې د هوایي ډګر په ساختماني چارو کې کیفیت او کمیت ته جدي پاملرنه وکړي،هغه څه چې په قرارداد کې ورکړل شوي دي ، دقرارداد د اصولو سره سم یې باید پرمخ یوسي.
خوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي د غونډې برخوالو ته وویل چې د لومړۍ ورځې نه یې ددې پروژې د بیا پیلېدو لپاره شپه او ورځ هڅې کړي ترڅو هغه موانع چې ددې پروژې په وړاندې خنډ شوي وې ،لرې او چارې یې بېرته پيل شي چې له نېکه مرغه ددې هڅو نتیجه دا وه ترڅو یې کارونه نن عملاً پیل شول
ورپسې دولایتي شورا وکیل قمرعلي لکڼوال،حاجي احمدګل ، مدني فعال الیاس وحدت او نورو ویناوالو دخوست والي څخه په مننې سره وویل چې ددې پروژې په بیا پیلېدو کې یې نه ستړي کېدونکي هلې ځلې کړي دي ، چې له امله یې موږ له ولایتي ادارې سره د دا ډول بنسټیزو پروژو په تطبیق کې هرډول همکاریو ته تیار یو.
ددوی په خبره ځينې اشخاص د ځان د مطرح کولو او شخصي ګټو په غرض په ټولنیزو رسنیو او عامه ځایونو کې ددې لپاره منفي تبلیغات کوي چې له دې لارې خپلو شخصي موخوته ځان ورسوي ، چې پدې سره له یوې خوا د خلکو ذهنونه خرابوي او له بل طرفه ددوی دا څرګندونې حقیقت نه لري ځکه دلته ولایتي اداره د پروژو د پلي کولو په برخه کې ډېره بریالۍ ده او تراوسه د وارداتي برېښنا او نورو پروژو په وړاندې کومې جدي ننګونې نه ترسترګو کیږي .
دخوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت په خپلو خبرو کې وویل په خوست ولایت کې تر اوسه هېڅ پروژه د ناامنیو له کبله نه ده ځنډېدلي.نوموړي ډاډ ورکړ چې له دې وروسته به هم د هوایي ډګر په شمول هېڅ پروژې ته امنیتي ستونزې رامخې ته نه شي .
د تڼيو،اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالانود یادو ولسوالیو په استازیتوب ډاډ ورکړ چې ددې سیمې خلک به د هوایي ډګر پروژې سره مرسته کوي ترڅو چارې یې په سمه توګه سرته ورسیږي .
د فیض ساختماني شرکت مرستیال انجنیرعبدالجمیل چې د هوایي ډګر پروژې ګټوونکی شرکت دی ،ولایتي ادارې او دخوست خلکو ته اطمنان ورکړ چې د هوایي ډګرچارې به د ښه کیفیت او کمیت ترڅنګ په (۱۴) څوارلسو میاشتو کې سرته رسوي .
نوموړي د ولایتي ادارې مشرتابه ته ژمنه ورکړه چې دوی حاضر دي چې د ولایتي ادارې د نظارت ټيم هروخت د هوایي ډګر له پروژې څخه نظارت وکړي خو هیله یې وکړه چې د هوایي ډګر په چارو کې چاته د سیاسي او قومي لاسوهنې اجازه ورنه کړي .
د غونډې په پای کې د هوايي ډګر د ځغاست لیکې چارې په رسمي توګه بېرته پيل شوې.
د یادولو وړ ده چې پد ې وروستیو کې د ولایتي ادارې په هڅو په خوست کې په سلګونو غټې او واړې پروژې یا ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې او یا یې هم د بنسټ ډبره کېښودل شوه .