
د شنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د غویي (ثور) څلورمه، چې د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د اپرېل له درویشتمې نېټې سره برابره وه، د هند غوره لیګ ( آی پي ال ) اتلسمه سیالۍ د کېنګز اېلون پنجاب او سنرایزرز حیدر آباد لوبډلو ترمنځ د هندوستان د حیدر آباد په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
د لوبې پچه د سنرایزرز حیدر آباد کرکېټ لوبډلې، لوبډل مشر ډېوېډ وارنر وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه .
د کېنګز اېلون پنجاب کرکېټ لوبډلې د ۲۰ اورونو په لوبولو او د خپلو ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۳ منډې جوړې کړې، چې سیالې لوبډلې ته یې د ۱۴۴ منډو هدف وټاکه .
د سنرایزرز حیدر آباد کرکېټ لوبډلې د ۱۷/۵ اورونو په لوبولو او د خپلو ۵ لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی هدف په ډېرې آسانۍ تر لاسه، چې د کېنګز اېلون پنجاب لوبډلې ته یې د ۵ وېکټو او ۱۳ توپونو په توپیر ماتې ورکړه .
کېنګز اېلون پنجاب کرکېټ لوبډلې ټول ټال پنځه لوبې ترسره کړې، څلور یې بایللي، یوه یې ګټلې او دوه امتیازونه لري. سنرایزرز حیدر آباد کرکېټ لوبډلې پنځه لوبې ترسره کړي، درې یې ګټلي، دوې یې بایللي او شپږ امتیازونه له ځان سره لري .
د سنرایزرز حیدر آباد لوبډلې له لوري مصطفیزور رحمن ډېره ښکلې او په زړه پورې توپ اچونه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۹ منډې یې ورکړې، ۲ لوبغاړي یې وسوځاوه او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د کېنګز اېلون پنجاب او سنرایزرز حیدر آباد د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د کېنګز اېلون پنجاب د توپ وهنې برخه :
۱ ـــ مورالي ویجی په ۳ توپونو ۲ منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
۲ ـــ منان اوهرا په ۲۳ توپونو ۲۵ منډې جوړې کړې، ۳ څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او په منډه کې وسوځېده .
۳ ـــ شون مارش په ۳۴ توپونو ۴۰ منډې جوړې کړې، ۳ څلوریزې، ۲ شپږیزې یې ترسره کړې او ال بي ډبلیو اوټ شو .
۴ ـــ ډېوېډ مېلر په ۱۱ توپونو ۹ منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
۵ ـــ ګلین مکسویل په ۲ توپونو یوه منډه جوړه کړه او کېچ اوټ شو .
۶ ـــ نایخېل نایک په ۲۸ توپونو ۲۲ منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
۷ ـــ اکسر پټېل په ۱۷ توپونو ۳۶ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزې او ۳ شپږیزې یې ترسره کړې .
۸ ـــ رېشي دوان په ۲ توپونو ۳ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې .
د کېنګز اېلون پنجاب د توپ اچونې برخه :
۱ ـــ سندیپ شرما ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۳۱ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
۲ ـــ کایل ابوټ ۳ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۳۴ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۳ ـــ ګلین مکسویل ۲ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۱۶منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۴ ـــ موهیت شرما ۳ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۰ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
۵ ـــ رېشي دوان ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۳۵ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
۶ ـــ اکسر پټېل ۱/۵ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۱۱ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
د سنرایزرز حیدر آباد د توپ وهنې برخه :
۱ ـــ ډېوېډ وارنر په ۳۱ توپونو ۵۹ منډې جوړې کړې، ۷ څلوریزې، ۳ شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
۲ ـــ شیکر دوان په ۴۴ توپونو ۴۵ منډې جوړې کړې، ۴ څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
۳ ـــ اډېټیا تاري په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
۴ ـــ این مورګن په ۲۰ توپونو ۲۵ منډې جوړې کړې، ۲ څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
۵ ـــ ډیپک هوډا په ۵ توپونو ۵ منډې جوړې کړې او په منډه کې وسوځېده .
۶ ـــ مویسېز هېنریکیوس په ۴ توپونو ۵ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه .
۷ ـــ نامن اوجا په ۲ توپونو ۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې .
د سنرایزرز حیدر آباد د توپ اچونې برخه :
۱ ـــ بونېشور کومار ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۳۷ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
۲ ـــ باریندر سرن ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۳۳ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۳ ـــ ډیپک هوډا ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۳۰ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۴ ـــ مصطفیزور رحمن ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۹ منډې یې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول .
۵ ـــ مویسېز هېنریکیوس ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۳۳ منډې یې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول .