
د شنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د غویي (ثور) څلورمه، چې د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د اپرېل له درویشتمې نېټې سره برابره وه، د هند غوره لیګ ( آی پي ال ) اوولسمه سیالۍ د ډهلي ډارېډیوېلز او مومبیي انډینز لوبډلو ترمنځ د هندوستان د ډهلي په فیروز شاه کوتله نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
د لوبې پچه د مومبیي انډینز کرکېټ لوبډلې، لوبډل مشر روهیت شرما وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه .
د ډهلي ډارېډیوېلز کرکېټ لوبډلې د ۲۰ اورونو په لوبولو او د خپلو ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۴ منډې جوړې کړې، چې مقابلې لوبډلې ته یې د ۱۶۵ منډو هدف وټاکه .
د مومبیي انډینز کرکېټ لوبډلې د ۲۰ اورونو په لوبولو او د خپلو ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۴ منډې جوړې کړې، چې د ټاکلي هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راغله، چې د ۶ وېکټو او ۱۰ منډو په توپیر یې له ډهلي ډارېډیوېلز لوبډلې څخه ماتې وخوړه .
د ډهلي ډارېډیوېلز لوبډلې له لوري سنجو سامسن ډېره ښکلې، په زړه پورې او برید کوونکې توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي په ۴۸ توپونو ۶۰ منډې جوړې کړې، چې په منډو کې یې ۴ څلوریزې، ۲ شپږیزې شاملې وې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
ډهلي ډارېډیوېلز او مومبيي انډینز د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د ډهلي ډارېډیوېلز د توپ وهنې برخه :
۱ ـــ کوینټون ډیکوک په ۷ توپونو ۹ منډې جوړې کړې، ۲ څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
۲ ـــ شرییای ایر په ۲۰ توپونو ۱۹ منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
۳ ـــ سنجو سامسن په ۴۸ توپونو ۶۰ منډې جوړې کړې، ۴ څلوریزېو ۲ شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
۴ ـــ کارون نیر په ۵ توپونو ۵ منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
۵ ـــ جین پول ډومیني په ۳۱ توپونو ۴۹ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، ۳ څلوریزې او ۲ شپږیزې یې ترسره کړې .
۶ ـــ پوان نېګي په ۱۰ توپونو ۱۰ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه .
د ډهلي ډارېډیوېلز د توپ اچونې برخه :
۱ ـــ زهیر خان ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۳۰ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
۲ ـــ محمد شامي ۳ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۴ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۳ ـــ پوان نېګي یو اور توپ اچونه ترسره کړه، ۱۹ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۴ ـــ چریس موریس ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۷ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
۵ ـــ امېت مېشرا ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۴ منډې یې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول .
۶ ـــ عمران طاهر ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۹ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
د مومبیي انډینز د توپ وهنې برخه :
۱ ـــ روهیت شرما په ۴۸ توپونو ۶۵ منډې جوړې کړې، ۷ څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او په منډه کې وسوځېده .
۲ ـــ پارتیو پټېل په ۴ توپونو، یوه منډه جوړه کړه او په منډه کې وسوځېده .
۳ ـــ امبټي رایډو په ۲۳ توپونو ۲۵ منډې جوړې کړې، ۴ څلوریزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
۴ ـــ کرونل پانډیا په ۱۷ توپونو ۳۶ منډې جوړې کړې، ۴ څلوریزې، ۲ شپږیزې یې ترسره کړې او په منډه کې وسوځېده .
۵ ـــ جوس بټلر په ۶ توپونو ۲ منډې جوړې کړې او ال بي ډبلیو اوټ شو .
۶ ـــ کیرون پولارډ په ۱۸ توپونو ۱۹ منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
۷ ـــ هاردیک پانډیا په ۲ توپونو ۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې .
۸ ـــ هربجن سېنګ په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
۹ ـــ ټایم صوتي په یوه توپ، یوه ناسوځېدلې منډه جوړه کړه .
د مومبیي انډینز د توپ اچونې برخه :
۱ ـــ ټایم صوتي ۳ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۱ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۲ ـــ میچیل مېکلېنګن ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۳۱ منډې یې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول .
۳ ـــ جسپرېټ بومرا ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۴۲ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۴ ـــ کرونل پانډیا ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۵ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۵ ـــ هاردیک پانډیا یو اور توپ اچونه ترسره کړه، ۷ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
۶ ـــ هربجن سېنګ ۳ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۴ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
۷ ـــ کیرون پولارډ یو اور توپ اچونه ترسره کړه، ۱۱ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .