
د جمعې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د غويي (ثور) درېیمه، چې د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د اپرېل له دوه ویشتمې نېټې سره برابره وه، د هند غوره لیګ ( آی پي ال ) شپاړسمه سیالۍ د رویال چلېنجرز بنګلور او رېسېنګ پونې سوپر ګیانټس لوبډلو ترمنځ د هندوستان د پونې په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
د لوبې پچه د رېسېنګ پونې سوپر ګیانټس کرکېټ لوبډلې، لوبډل مشر ام اس ډوني وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه .
د رویال چلېنجرز بنګلور کرکېټ لوبډلې د ۲۰ اورونو په لوبولو او د خپلو ۳ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۵ منډې جوړې کړې، چې سیالې لوبډلې ته یې د ۱۸۶ منډو هدف وټاکه .
د رېسېنګ پونې سوپر ګیانټس کرکېټ لوبډلې د ۲۰ اورونو په لوبولو او د خپلو ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۲ منډې جوړې کړې، چې د ټاکلي هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راغله، چې د ۷ وېکټو او ۱۳ منډو په توپیر یې له رویال چلېنجرز بنګلور لوبډلې څخه ماتې وخوړه .
د رویال چلېنجرز بنګلور لوبډلې له لوري سویلي افریقایي پیاوړي توپ وهونکي اې بي ډیوېلرز ډېره ښکلې او برید کوونکې توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي په ۴۶ توپونو ۸۳ منډې جوړې کړې، چې په منډو کې یې ۶ څلوریزې، ۴ شپږیزې شاملې وې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د رویال چلېنجرز بنګلور او رېسېنګ پونې سوپر ګیانټس د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د رویال چلېنجرز بنګلور د توپ وهنې برخه :
۱ ـــ ویرات کوهلي په ۶۳ توپونو ۸۰ منډې جوړې کړې، ۷ څلوریزې، ۲ شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
۲ ـــ لوکېش راهول په ۱۰ توپونو ۷ منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
۳ ـــ اې بي ډیوېلرز په ۴۶ توپونو ۸۳ منډې جوړې کړې، ۶ څلوریزې، ۴ شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
۴ ـــ شېن واټسن په یوه توپ، یوه ناسوځېدلې منډه جوړه کړه .
۵ ــ سرفراز خان په یوه توپ ۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې .
د رویال چلېنجرز بنګلور د توپ اچونې برخه :
۱ ـــ سټوارټ بیني ۲ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۳ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۲ ـــ کېن ریچارد سن ۳ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۱۳ منډې یې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول .
۳ ـــ هرشال پټېل ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۴۶ منډې یې ورکړې یې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
۴ ـــ شېن واټسن ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۳۱ منډې یې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول .
۵ ـــ تبرایز شمسي ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۳۶ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
۶ ـــ اقبال عبدالله ۳ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۲ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
د رېسېنګ پونې سوپر ګیانټس د توپ وهنې برخه :
۱ ـــ اجینکا رېحاني په ۴۶ توپونو ۶۰ منډې جوړې کړې، ۸ څلوریزې یې ترسره کړې او سټمپ اوټ شو .
۲ ـــ فاف ډوپلیسېز په ۳ توپونو ۲ منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
۳ ـــ کېوین پیټر سېن په لوبه کې ټپي شو او له سیالۍ څخه بهر شو .
۴ ـــ سټیفن سمېت په ۳ توپونو ۴ منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او په منډه کې وسوځېده .
۵ ـــ ام اس ډوني په ۳۸ توپونو ۴۱ منډې جوړې کړې، ۳ څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
۶ ـــ تیسېرا پرېرا په ۱۳ توپونو ۳۴ منډې جوړې کړې، ۳ څلوریزې، ۳ شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
۷ ـــ راجټ باټیا په ۱۱ توپونو ۲۱ منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
۸ ـــ رویچندرن اشوین په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
۹ ـــ انکیت شرما په ۳ توپونو ۳ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې .
۱۰ ـــ مورګن اشوین په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
د رېسېنګ پونې سوپر ګیانټس د توپ اچونې برخه :
۱ ـــ اېشانت شرما ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۴۷ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۲ ـــ تیسېرا پرېرا ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۳۴ منډې یې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول .
۳ ـــ انکیت شرما ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۳۱ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۴ ـــ راجټ باټیا ۳ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۲ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۵ ـــ رویچندرن اشوین ۳ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۲ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۶ ـــ مورګن اشوین ۲ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۹ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .