سنرایزرز حیدر آباد ګجرات لاینز ته په اوپنېنګ کې ماتې ورکړه/ د آی پي ال پنځلسمه سیالۍ

 
   د پنجشنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د غویي (ثور) دویمه، چې د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د اپرېل له یوویشتمې نېټې سره برابره وه، د هند غوره لیګ ( آی پي ال ) پنځلسمه سیالۍ د ګجرات لاینز او سنرایزرز حیدر آباد لوبډلو ترمنځ د هندوستان د راجکوټ په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
  د لوبې پچه د سنرایزرز حیدر آباد کرکېټ لوبډلې، لوبډل مشر ډېوېډ وارنر وګټله او مقابلې لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه .
  د ګجرات لاینز کرکېټ لوبډلې د ۲۰ اورونو په لوبولو او د خپلو ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۵ منډې جوړې کړې، چې سیالې لوبډلې ته یې د ۱۳۶ منډو هدف وټاکه .
  د سنرایزرز حیدر آباد کرکېټ لوبډلې د ۱۴/۵ اورونه په لوبولو ټاکلی هدف په ډېرې آسانۍ ترلاسه، چې د ګجرات لاینز لوبډلې ته یې په اوپنېنګ کې ماتې ورکړه او د لوبې بریا یې په خپل نامه کړه .
  د سنرایزرز حیدر آباد لوبډلې له لوري بونېشور کومار ډېره ښکلې او په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه، چې نوموړي ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۹ منډې یې ورکړې، ۴ لوبغاړي یې وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د ګجرات لاینز او سنرایزرز حیدر آباد د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
 
د ګجرات لاینز د توپ وهنې برخه :  
۱ ـــ ارون فېنچ په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
۲ ـــ برېنډان میکالم په ۱۷ توپونو ۱۸ منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
۳ ـــ سورېش رینا په ۵۱ توپونو ۷۵ منډې جوړې کړې، ۹ څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
۴ ـــ دینېش کارتیک په ۹ توپونو ۸ منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
۵ ـــ ډیوانې براوو په ۱۲ توپونو ۸ منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
۶ ـــ رویندرا جدېجا په ۱۴ توپونو ۱۴ منډې جوړې کړې او بولډ اوټ شو .
۷ ـــ اکشدیپ نات په ۱۰ توپونو ۵ منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
۸ ـــ ډېل سټېن په ۲ توپونو، یوه منډه جوړه کړه او کېچ اوټ شو .
۹ ـــ پراوین کومار په یوه توپ، یوه ناسوځېدلې منډه جوړه کړه .
د ګجرات لاینز د توپ اچونې برخه :
۱ ـــ ډېل سټېن ۲ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۱۷ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۲ ـــ پراوین کومار ۲ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۳۱ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۳ ـــ ډیوانې براوو ۳ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۶ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۴ ـــ سورېش رینا ۲ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۱۶ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۵ ـــ پراوین ټمبي ۲ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۱۷ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۶ ـــ رویندرا جدېجا ۲/۵ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۰ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۷ ـــ داول کولکارني یو اور توپ اچونه ترسره کړه، ۹ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
د سنرایزرز حیدر آباد د توپ وهنې برخه :
۱ ـــ ډېوېډ وارنر په ۴۸ توپونو ۷۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، ۹ څلوریزې یې ترسره کړې .
۲ ـــ شیکر دوان په ۴۱ توپونو ۵۳ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، ۵ څلوریزې یې ترسره کړې .
د سنرایزرز حیدر آباد د توپ اچونې برخه :
۱ ـــ بونېشور کوما ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۹ منډې یې ورکړې او ۴ لوبغاړي یې وسوځول .
۲ ـــ باریندر سرن ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۳۶ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
۳ ـــ مصطفیزور رحمن ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۱۹ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
۴ ـــ ډیپک هودا ۳ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۲ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
۵ ـــ مویسېز هېنریکیوس ۳ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۱۷ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۶ ـــ بیپول شرما ۲ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۱۰ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .