غــــــــزل

ښکاري چې پردى پردى نن خپل جانان
ساه اخلــــي د ستوني مــــې قاتل جانان
 
ستورو چــــې گــوا اوســى په توره شپه
خوب يوسي له سترګـــو مې پاګل جانان
 
نن راته په سترګو کــې مسکۍ شولـــــه
پروت مې دى په سترګو کې کجل جانان
 
مـــــزل وهم د خـــــــــيال په توفاني څپو
لارې اوږدوي مــــې بـــې ساحل جانان
 
زه د انتظار شېبـــــــــــو اخستــــى يم
غوږ کې شرنګوي راته پايل جانان
 
راشه! د وصال له زړه نه وپوښته
ژاړي بې له تانه ستا واصل جانان
وصال
مرام راډيو د شپې  ٠٠ : ١١ بجې