غزل

ســــــتا دديدن په ياد راځم ســــتا په کـــــوڅه جانانه
زړګــــــی مـــــې تا وړی والله چـــــې يم بې زړه جانانه

بې قدره اوښکې  پرمخ راغلې بيا ګريوان لــمدوي
خــــــاورو ته لــــويږي رانه بــــيا راڼــــه راڼـــــه جانانه

ســـترګې دډيــــرې ښايسته دي څنگــــــه زړه وساتم
نـــــري نـــــري کـــــوي دردونــــه شــــــي لمبـــــه جانانه

دعـــــشق بيړۍ راځــــــني لاړه بـــــې ساحـــــــله شوله
يــــــم لاهو شـــــــوی په درياب څــــــپه څـــــــپه جانانه

وصال چې ستړی ستړی ښـــکاري ملامت نه دی په
نيمګـــــړې پاتې ده زمـــــــــونږ د ژوند کيسه جانانه

ننګرهار   پو هنتون