
د چهار شنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د غویي (ثور) لومړۍ، چې د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د اپرېل له شلمې نېټې سره برابره وه، د هند غوره لیګ (آی پي ال ) څوارلسمه سیالۍ د مومبیي انډینز او رویال چلېنجرز بنګلور لوبډلو ترمنځ د هندوستان د مومبیي په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
د لوبې پچه د مومبیي انډینز کرکېټ لوبډلې، لوبډل مشر روهیت شرما وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه .
د رویال چلېنجرز بنګلور کرکېټ لوبډلې د ۲۰ اورونو په لوبولو او د خپلو ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۰ منډې جوړې کړې، چې سیالې لوبډلې ته یې د ۱۷۱ منډو هدف وټاکه .
د مومبیي انډینز کرکېټ لوبډلې د ۱۸ اورونو په لوبولو او د خپلو ۴ لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی هدف په ډېرې آسانۍ ترلاسه، چې د رویال چلېنجرز بنګلو لوبډلې ته یې د ۶ وېکټو او ۱۲ توپونو په توپیر ستره ماتې ورکړه او د لوبې بریا یې په خپل نامه کړه .
مومبیي انډینز کرکېټ لوبډلې، پنځه لوبې ترسره کړې، درې یې بایللي، دوې یې ګټلي ۴ امتیازونه لري او د رویال چلېنجرز بنګلور کرکېټ لوبډلې درې لوبې ترسره کړې، دوې یې بایللي او یوه یې ګټلې، دوه پاینټونه له ځان سره لري .
د مومبیي انډینز لوبډلې له لوري روهیت شرما ډېره ښکلې، په زړه پورې او برید کوونکې توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي په ۴۴ توپونو ۶۲ منډې جوړې کړې، چې په منډو کې یې ۴ څلوریزې، ۳ شپږیزې شاملې وې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د رویال چلېنجرز بنګلور او مومبیي انډینز د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د رویال چلېنجرز بنګلور د توپ وهنې برخه :
۱ ـــ ویرات کوهلي په ۳۰ توپونو ۳۳ منډې جوړې کړې، ۳ څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
۲ ـــ لوکېش راهول په ۱۴ توپونو ۲۳ منډې جوړې کړې، ۲ څلوریزې، ۲ شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
۳ ـــ اې بي ډيوېلرز په ۲۱ توپونو ۲۹ منډې جوړې کړې، ۳ څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او سټمپ اوټ شو .
۴ ـــ شېن واټسن په ۱۰ توپونو ۵ منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
۵ ـــ تراوېز هیډ په ۲۴ توپونو ۳۷ منډې جوړې کړې، ۲ څلوریزې، ۲ شپږیزې یې ترسره کړې او په منډه کې وسوځېده .
۶ ـــ سرفراز خان په ۱۸ توپونو ۲۸ منډې جوړې کړې، ۲ څلوریزې، ۲ شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
۷ ـــ سټوارټ بیني په ۲ توپونو، یوه مڼده جوړه کړه او کېچ اوټ شو .
۸ ـــ کېن ریچارد سن په یوه توپ، یوه ناسوځېدلې منډه جوړه کړه .
د رویال چلېنجرز بنګلور د توپ اچونې برخه :
۱ ـــ ورنون ارون ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۳۷ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۲ ـــ کېن ریچارد سن ۳ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۵ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
۳ ـــ شېن واټسن ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۴۰ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۴ ـــ هرشال پټېل ۲ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۰ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۵ ـــ اقبال عبدالله ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۴۰ منډې یې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول .
۶ ـــ سټوارټ بیني یو اور توپ اچونه ترسره کړه، ۸ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
د مومبیي انډینز د توپ وهنې برخه :
۱ ـــ روهیت شرما په ۴۴ توپونو ۶۲ منډې جوړې کړې، ۴ څلوریزې، ۳ شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
۲ ـــ پارتیو پټېل په ۶ توپونو ۵ منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
۳ ـــ امبټي رایډو په ۲۳ توپونو ۳۱ منډې جوړې کړې، ۵ څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
۴ ـــ جوس بټلر په ۱۴ توپونو ۱۴ توپونو ۲۸ منډې جوړې کړې، ۲ څلوریزې، ۲ شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
۵ ـــ کیرون پولارډ په ۱۹ توپونو ۳۹ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، ۴ څلوریزې او ۳ شپږیزې یې ترسره کړې .
۶ هاردیک پانډې په ۳ توپونو ۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې .
د مومبیي انډینز د توپ اچونې برخه :
۱ ـــ ټایم صوتي ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۵ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۲ ـــ میچیل مکلیناګن ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۴۶ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
۳ ـــ جسپرېټ بومرا ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۳۱ منډې یې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول .
۴ ـــ هر بجن سېنګ ۲ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۰ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۵ ـــ کرونل پانډیا ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۷ منډې یې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول .
۶ ـــ هاردیک پانډیا ۲ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۱۸ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .