
له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسي پر افغان ولس د جګړې اور بل دی، افغان ولس په دې جګړه کې خورا زیاتې قربانۍ ورکړې دي او دا پردۍ جګړه تر دې دمه پر خوار ولس تپل شوې ده. دلته هر څوک له یوې نوې اېډیالوژۍ سره راغلي دي، ولس هم پرې باور کړی، د خپل رهبر په حیث یې ټاکلی، رایه یې ورکړې، خو کله چې واک ته رسېدلی هر څه یې هېر کړي. دلته هر چا ته د زمري خطاب شوی، خو کله چې د هېواد چارې ورته سپارل شوې، نو نه یوازې چې د زمري په څېر یې له کوره ستاتنه نه ده کړې بلکې خپل کور یې پر نورو پلورلی.
په تېرو دیارلسو کلونو کې افغان ولس ډېرې زیاتې قربانۍ ورکړې دي؛ دوی نه یوازې د سیمې په کچه بلکې د نړۍ په کچه قرباني شوي، دا جګړه د افغان ولس نه ده، دا یوه پردۍ جګړه ده چې پر ولس تپل شوې، دا جګړه دوه اړخیزه ده، یو یې کورنی او بل یې سیمه ییز او بهرنی اړخ دی، خو مهم یې بهرنی اړخ دی؛ ځکه دا جګړه له بهره او خپله بهرنیانو پیل کړې ده. امریکا پر افغانستان د برید هوډ له پخوا درلود، داسې ویل کېږي چې پر نیویارک ښار برید هم خپله امریکایانو طرحه کړی و؛ دوی پرته له قربانۍ بله هېڅ کومه لار نه درلوده، کله چې روسي پوځونه په افغانستان کې وو، نو امریکا له همغه وخته په دې لټه کې وه چې افغانستان ته ځان ورسوي او بلاخره خپلې موخې ته ورسېدل.
په تېرو پنځلسو کلونو کې سولې ته د رسېدو په برخه کې خورا زیاتې هڅې وشوې. په ۱۳۸۹ کال کې د برهان الدین رباني تر مشرۍ لاندې د سولې عالي شورا رامنځته شوه، دې شورا کابو ۱۰۵ میلیونه ډالر مصرف کړل، خو هېڅ کومه لاسته راوړنه یې نه درلوده. پخواني ولسمشر حامد کرزي د بهرنیانو د زیات فشار له کبله د یادې شورا واګي د وسلوالو طالبانو ستر دښمن ته وسپارلې. رباني د وسلوالو طالبانو د اسلامي امارت یو لوی دښمن و او تر ورستیو شېبو د دوی پر وړاندې جنګېدو؛ رباني به ویل چې موږ له هغه چا سره سوله نه کوو، کوم چې تر پرونه زموږ پر وړاندې جنګېدل، د ده دا ډول څرګندونې ښکاره وسلوالو طالبانو پر ضد وې؛ ځکه وسلوال طالبان د دوی پر وړاندې تر وروستیو شېبو وجنګېدل او بیا بېرته د دوی د حکومت په مقابل کې راپورته شول، ده چې له طالبانو سره سوله نه کوله نو د سولې شورا د څه لپاره؟
د نوي حکومت په راتګ سره یو ځل بیا د سولې خبرې له سره پیل شوې، ولسمشر غني ګڼو هېوادو ته سفرونه درلودل، له سعودي، چین امریکا او پاکستان څخه یې د سولې غوښتنه وکړه، هغوی هم د ده دا غوښتنه ومنله، خو خبر نه چې امریکا او پاکستان دیارلس کلنه جګړه پر افغان ولس تپلې ده. د امریکا، چین او پاکستان په ګډون څلور اړخیزې ناستې پیل شوې، پاکستان ژمنه وکړه چې وسلوال طالبان به د سولې مېز ته حاضروي، خو تر حاضرېدو مخکې د دوی د امیر ملا عمر د مړینې خبر خپور شو او دې خبر د سولې پروسه ټکنۍ کړه، څو ورځې وروسته د کابل په شاه شهید کې یوه داسې خونړۍ پېښه رامنځته شوه چې په تېرو دیارلسو کلونو کې یې ساری نه و لیدل شوی. د پاکستان او افغانستان تر منځ یو ځل بیا اړیکې خورا کړکېچنې شوې، ولسمشر غني او امنیتي ادارو د پېښې پړه د پاکستان پر استخباراتي اداره (ای اېس ای) واچوه؛ دا اړیکې د یو څه وخت لپاره کرکېچنې شوې، پاکستان هڅه کوله څو یو ځل بیا د افغان حکومت باور تر لاسه کړي او بلاخره د اسیا زړه کنفرانس کې په دې وتوانېد چې افغان ولسمشر ته بلنه ورکړي او د خړو ځمکو په فرش کېدو، یو ځل بیا افغان لوري ته ځان ریښتینی دوست وښیي. په کنفرانس کې بیا هم له افغان لوري سره د سولې په پروسه ټینګار وشو او پاکستان ژمنه وکړه چې د سولې په پروسه کې به له افغان حکومت سره هر اړخیزه مرسته وکړي.
له دې کنفرانس وروسته بیا څلور اړخیزې ناستې پیل شوې، د دې ناستو کوربه توب بیا کابل او اسلام اباد په غاړه واخیست، دری ناستې وشوې، خو د څلورمې ناستې چې ټاکل شوې وه وسلوال طالبان به مخامخ خبرو ته حاضروي، تر دې دمه پته نه لګېږي.
څو ورځې وړاندې وسلوالو طالبانو د عمري په نامه د خپلو پسرلنیو عملیاتو د پیل اعلان وکړ، وسلوالو طالبانو خپلو ټولو جنګیالیو ته سپارښتنه کړې چې ملکي وګړو او عامه تاسیساتو ته په پام سره، خپل عملیاتو ته دوام ورکړي. په کندز کې یو ځل بیا جګړې زور واخیست او دسقوط اوازې یې تر ارګه را ورسېدې، ولس، سیاسیونو، دواړو مجلسینو او مدني ټولنو د حکومت پر رهبرانو نیوکه وکړه او دوی یې یو ځل بیا پر خپلمنځي اختلافاتو تورن کړل.
عجیبه ده! ولسمشر او اجرایوي رییس دومره فکر هم نه کوي چې دا د سولې څلور اړخیزې ناستې، پر پاکستان باور کول، پر امریکا اتکا کول د څه لپاره؟ ټول افغانان چیغې وهي چې پاکستان او امریکا هېڅکله په افغانستان کې سوله نه غواړي؛ که چېرې دوی واقعا وغواړي په هېواد کې سوله راشي نو لرې نه ده چې ډېر ژر به سوله راځي. پاکستان د سولې په خبرو مصروف کړي یوو، امریکا وایي چې موږ مو ملاتړ کوو، امنیتي ځواکونه مو روزو او انتحاریان هم درلېږو، له شاه شهید وروسته تر ټولو لویه او خونړۍ پېښنه نن یو ځل بیا په کابل کې رامنځته شوه او په سلګونو کورنۍ یې د غم په ټغر کېنولې. دا برید چا وکړ؟ ایا طالبان په یوازې ځان کولی شي دا ډول بریدونه ترسره کړي؟ نه! هېڅکله نه شي کولی، څو چې (ای اېس ای) او (سي ای اې) ورسره مرسته ونه کړي، څو یې چې دوی ملاتړ نه کړي په یوازې ځان هېڅکله د دا ډول بریدونو توان نه لري.
اوس حکومت ته په کار ده چې د پخوانیو چارواکو په پله پل کېږدي، له پاکستان او امریکا سره خپلې سرې کرښې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په څېر معلومې کړي، که څه هم د ملي یووالي حکومت یوه لویه تېروتنه وکړه، هغه دا چې له امریکا سره یې دوه اړخیز امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک کړ، کوم چې پخواني ولسمشر حامد کرزي د دې تړون په بدل کې له امریکا د سولې غوښتنه کوله. له پاکستان سره هم باید د تېر په څېر چلند وشي، حکومت ته په کار ده چې د پاکستان په تشو ژمنو باور ونه کړي او هر هغه څه چې په افغانستان کې رامنځته کېږي لامل یې پاکستان وګڼي.
په پای کې باید یو ځل بیا یادونه وکړم چې دا جګړه زموږ نه ده، دا جګړه د نړیوالو ده، هغوی د خپلو ګټو او موخو ته د رسېدو په پار پر افغان ولس تپلې ده. امریکا هم په افغانستان کې خپلې ځانګړې موخې لري او پاکستان هم، موږ ته په کار ده چې لومړی له دوی دواړو سره سوله وکړو، نه له وسلوالو طالبانو او نورو ښکېلو ډولو سره، څو چې له دوی سره یوې پایلې ته ونه رسېږو، فکر نه کوم چې سوله دې زموږ په نصیب شي.