
ليکوال : ګل رحمان رحماني
ټوله کوټه زېړرنګه پاڼونيولې وه اودشپې نرم باد په وړه کوټه کې دشمعې تته رڼا ورو ورو خوځوله چې لمبه يې دنامراده پيغلې د وربل په څېر يو خوا بل خوا رپېده اوسيورى يې دشاعرپه تندي ټالونه خوړل هغه خپل ورستى شعرليکلى وو او په رنځورو سترګو يې ورته کتل شاوخوا دشعرونو پاڼې هم خورې وې چې دشاعردتېرعمرليکلي شعرونه په کې په پيکه کرښو انځور شوي وو بادبه چې دوړې کوټې کړکۍ وخوځولې نوپه کوټه کې به دشعرپاڼې دغولي ګردچاپېره خورې شوې اوپه هواکې به پورته شوې يوه نيمه خوبه دکړکۍ له ماتې ښېښې نه ووته اوپه تياره کې به دلاندې سمندرڅپوته وغورځېده خوشاعرنورپوهېده چې شعرونه يې ورنه ياغي شوي دي نورپه هغه کې ددې توان نه وو چې په خپلوشعرونو پسې وګرځي هغه ليدل چې له سپينوپاڼو يې دشعرونوانځورونه روان دي دشمعې رڼاهم دهغه خواته رڼ انه کوله يوازې پتنګان وو چې دنورو شپو په څېريې له شمعوطوافونه نه کول اودشاعرسترګوته يې کتل چې ديوه وړاندې منزل لارې يې څارلې هغه په رنځورحالت کې ديوه تلپاتې شعرپه ليکلودخيال په صحراکې مزل کاوه چې ناڅاپه دبادڅپه ودرېده پتنګان څک شول په ټوله کوټه کې خشوبويي خوره شوه يوه پرښته دبادله څپې سره له کړکۍ راننوته په غولې دشاعرڅنګ ته په درنښت کښناسته رنګين وزرونه يې وڅنډل خوشبو زياته شوه پرښتې وزرونه ټک وهل دشاعرسترګې وغړېدلې دپرښتې په وزرو دشعرنو خورې پاڼې راغونډې شوې يوسورګلاب ورنه جوړ شو پرښتې دغه ګلاب رواخيست پنګان يې په کې واچول بيايې لومړى خپلې اوبيادشاعرپزې ته نږدې کړشاعرسلګۍ ووهلې اوپرښتې ته يې لاس ورکړپرښتې وموسل اوشاعرته يې وکتل
نورخيالونه مه کوه ستادورستي شعرالهام زه يم راځه خپل ځان په يوه لوړمقام کې ستاپه يوه تلپاتې شعرواړوم
دواړه ديوه لرې منزل په لورې والوتل شاعراوپرښتې په هواکې دشمعې په خواراوکتل چې په شاعرپسې يې همغسې اوښکې تويولې