
ژباړن : حماد
v ښځه هغه مهال ډيره ګړیږي ، چې داسې يو کس ته مخلصه وي ، چې نه يې خوښيږي .
v ښځه هېڅ ارزښت ته ژمنه نه ده ... يا له ارزښتونو پورته ده يا لاندې .
v ښځې که هرڅومره ستړياوې ولري ، خو زموږ له ستړياوو کمې دې ځکه د سړيو په څير مېرمنې نه لري
v ښځه ډېره نرم زړې ده ستا له نیمګړتياوو خپله يوه سترګه پټوي ، خو په بله يې ګوري .
v ورا داسې يوه جنازه ده ، چې ته پخپله په کې ګلان بويوې .
v که دځانګړنو له مخې دې ښځه خوښه کړه دا نو مينه نه ده ، خو که له نیمګړتياوو سره دې خوښه کړه دا نو بيا مينه ده .
v په جګړه کې يو قانون دی : که يو ځای ونيسې او له بهره ورته مرسته راونه رسيږي برخلیک يې تسلمیدل دي دا ډول ښځه هم ده .
v درواغ دي : دژمي لمر ، ددښمنانو خندا او دښځو مينه .
v ښځه دا غوره بولي ، چې هغه سړی ته تسلیمه شي ، چې اړباسي يې ، نه هغه ته ، چې قناعت ورکوي .
v که يوې ښځې دخپل میړه دښکلا او ځوانۍ ستاينه کوله دا نو کونډه ده ... ښځه يوازې هغه مهال ميوه خوښوي ، چې وچه شي .
v ډیپلومات هغه څوک دی ،چې دخپلې مېرمنې د زيږیدنې نېټه يې په ياد وي ، خو عمر نه
v سړي دواده په پرتله مينه غوره بولي ځکه کېسې د تاریخ له کتابونو ډېر خوند کوي .
v مېرمن مې داسې ده لکه دګمرګ مامور ، چې وېې ګورم پر جیب مې لاس ږدم .
v له جګړې وړاندې يو ځل په بحر کې له سفر وړاندې دوه ځل او له واده وړاندې درې ځل پوښتنه وکړه .
v له ښځې پرته زموږ ځواني وچه ، ځواني تشه وي ، خو سپين ږيرتوب مو له دردونکو پېښو تش وي .
v د تېروتنې پر مهال له ښځې بښنه مه غواړه که همدا ښځه له تا وروسته زر سړي وپيژني ته بيا هم تورن وې .
v باید پردې اعتراف وکړو که ښځه نه وای سړيو به يو بل خوړلې وای ځکه دا دهغه کاغذ په څير دی ، چې دچينايي لوښو ترمنځ کېښودل کيږي .
v واده هغه سپیڅلې تار دی او دوه ددې لپاره سره يو ځای کوي ، چې له منځه يې يوسي .
v دمېرمن پرقبر يې کښلې و : دلته مې مېرمن وده ده هغه هم ارام ده او زه هم .
v دښته هغه ده ،چې هیڅ ملګری په کې ونه لرې .
v نیکمرغي داده ، چې څه وخت ژوند وکړې او لږ وخت وخاندې او ټول وخت مينه وکړې ، خو همدا خبره چور ونه منې .
v څه ، چې دشمعې رڼا ته ښکلي برېښي هغه بيا دلمر رڼا ته هماغسې نه وي .
v هغه څوک ، چې له مينې ډاريږي دا له هغه چا ډېر نرم دی ،چې بدې ايسې .
v ماشوم دمور روزنه ده او سړی دښځی .
v دا نو ډېره سخته ده ، چې له هغه چاسره له نياوه (عدل) کارواخلو ، چې مينه ورسره کوو .
v که غواړې ، چې ملګری ولرې نو رښتيني اوسه .
v چوپتيا زيانمنه نه ده ځکه بندو خولو ته خاوره نه ننوځي .
v همدا ته دمينې پیل غوره کوې ، خو پای ېې ستا په لاس کې نه دی .
v ډار هغه ټکس دی ، چې ضمېر يې دخپلو تېروتنو له کبله ورکوي .
v مينه هیڅوک نه وژنې ، بلکې دژوند او مرګ ترمنځ يې ځوړندوې .
v ښځه په فطري توګه ادیبه ده ، خو مرسته درسره نه کوي ، چې کتاب دې خپورشي ، بلکې تا خپروي .
v لومړنې مېنه داسې ده لکه واکسين ، چې ددوهمې مينې له ستړياوو مو ژغوري .
v زه دې دهغو شيانو له مخې پیژنم ، چې ته ورپورې خاندې .
v میړه ته دا غوره ده ، چې ټوله شپه ویښ وي نه دا ،چې له بلا سره ویده شي .
v درحم له تيارو نيولې دقبر تر تيارو پورې دا دومره اوږد سفر زموږ ژوند دی .
v دمينې کشر ه خور ملګرتيا ده ، خو ډېره هوښياره ده .
v رښتيني مينه داده ،چې هغه کس خوښ کړې ، چې دا زور ولرې ، چې تا بدمرغه کړي
v که غواړې ، چې ګانده ولرې نو دتېر درناوې وکړه او له اوس ځان وژغوره .
v مينه خيال دی او واده حقیقت او ژوند مو دادی ، چې ددواړو ترمنځ پلان ولرو .
v ملګرتيا مينه ده ، خو وزرې نه لري .
v په ژوند کې دوه غمیزې دي : له مينې پرته ژوند او يا له مينې سره .
v ملګرتيا يو څه قرباني ده مينه بيا ټوله قرباني ده ، خو واده دادی ،چې مينه او ملګرتيا دواړه ورنه قربان کړې .