الله تعالی انسان په خپله جوړ کړی دی،عقل او فکر يي ورکړی دی، یو لک ۲۴ زره کم او زیات پيغمبران، سل صحیفي او خپلې خبرې يي ورته را ليږلي د ځمکې پر سر يي ورته د پادشاهي واک ورکړی دی(«هو الذی خلق لكم ما فی الأرض جمیعاً» دا ټول ددې لپاره چې الله تعالی انسان په ازمويښت کې اچولی دی.
د انسان د خلقت په اړه ډير مبارک آيتونه شته دي:
v خلق الانسان من صلصال كالفخار و خلق الجآن من مارج من نار» (الرحمن ۱۴ ايت)
v «و لقد خلقنا الانسان من سلاله من طین»[ ( مومنون ۱۲ آیت)
v «و انا خلقنا الانسان من نطفه أمشاج نبتلیه فجعلناه سمعیاً بصیراً»[ ( انسان ۱۲ آیت)
v « و لقد خلقنا الانسان و نعلم ما توسوس به نفسه و نحن أقرب الیه من حبل الورید» ( ق ۱۶ آيت)
v «و اذ قال ربك للملائكه انی خالق بشرا من صلصال من حماً مسنون فاذا سویته و نفخت فیه من روحی فقعوا له ساجدین فسجد الملائكه كلهم أجمعون»(حجر ۲۷-۳۰ آيتونه)
v «و لقد خلقنا الانسان فی أحسن تقویم»(تین ۴ آیت)
v «الذی أحسن كل شیء خلقه و بدأ خلق الانسان من طین ثم جعل نسله من سلاله من ماء مهین ثم سوّاه و نفخ فیه من روحه و جعل لكم السمع و الابصار و الأفئده قلیلاً ما تشكرون» (سجده ۹ـ۷)
برني ټول آيتونه د انسان د خلقت هغه کيسه ده چې الله تعالی په خپل مبارک کتاب قرآن عظيم الشان کې کړې. راځئ له برنیو ایاتونو څخه په دې پوی شو چې د انسان خلقت ډير پيچلی او له رازونو ډک دی ځکه بل هيڅ داسې مخلوق نشته دی چې د پيدايښت له پلوه دې له انسان سره ورته والی ولري او يا دې الله تعالی خپل محبوب بللی وي.
همداسې الله تعالی د انسان د ساتنې په خاطر ملايکې مقررې کړي دی ځينې يي ساتي، ځينې يي اعمال ليکي او ځينې نورې ورته د خير او ښې ګڼې دعاوې کوي خو په انساني ټولنه کې ځينې د همدې قولونو او آیتونو په نفيي کولو سره د انسان وژنې ته بیلابیل رواتونه جوړوي.
راځۍ يو دنيوي مثال درکړم: تاسو يو ښکلی بڼ جوړ کړ، ښکلې ونې مو پکې کينولې، ګلان مو پکې وکرل د زړه په وينو مو را غټ کړل لنډه دا چې يو ښکلی باغ ترينه جوړ شو آيا اجازه ورکوئ ستاسو له اجارې پرته يي څوک ميوې يا ګلان وشکوي، خوند ترې واخلي او يايي د ننی وحشت په څير ځينې حیوان صفته انسان د نورو انسانانو د وينو ويالې روانوي ستاسو د بڼ ونې پرې کړي؟ فکر وکړئ که له یو بڼوال يا باغوان سره همداسې زياتی وشي دهغه په زړه کې به څه تیر شي، نو انسان چې الله تعالی په خپله جوړ کړی، روح يي پکې پوکلې څه فکر کوی چې لوی رب يي په مقابل کې دومره بې تفاوته دی.
آیا د الله تعالی د شهکار يانې انسان وژونکی جنایتکار په دې پوهيږي چې دی د رب العزت د بڼ ګلان مړاوي کوي خو راځئ په دې باور وکړی چې له همدې وحشي او حیوان صفته انسان څخه الله تعالی غچ اخلي خو زموږمسولیت د يو مسلمان په توګه دا نه دی چې چوپ پاتې شو او د هرڅه ننداره وکړو بلکه باید عملا لاس په کار شو او پر ضد يي غږ پورته کړو.
هغه چې نن په افغانستان کې وينې تويوي دنيوي شرم يي دا دی چې دوی د بل د لاس آلې دي، کور، بچي، میرمن، لور او بچيان يي د بل سره ګرو دي، په دنيا معلوم قبر نلري،چايي جنازه،هدیره،روغتیا او ناروغتیا نه ده ليدلې ان تر دې چې دا وحشي او اجرتي قاتلان کله مري د دوی له مرګ وروسته هم ذلت په برخه دی د دوی روزل شوي قاتلان يي وحشت او بربریت ته د دوی نوم ورکوي.
انسان وژنه په قرآن او احاديثو کې:
۱ـ «من یقتل مؤمناً متعمداً فجزاءه جهنم خالداً فیها و غضب الله علیه و لعنه و أعد له عذاباً عظیماً»
۲ـ «و لاتقتلوا النفس التی حرم الله الا بالحق ذلكم وصاكم به لعلكم تعقلون»[
۳ـ عن ابنمسعود رضیاللهعنه قال قال رسول الله صلیالله علیه و سلم: «أول ما یقضی بین الناس یوم القیامه فی الدماء»
۴ـ «و الذین لایدعون مع الله الها آخر و لایقتلون النفس التی حرم الله الا بالحق و لایزنون و من یفعل ذلك یلق أثاماً»ګ
۵ـ عن أبیهریره رضیاللهعنه أن رسول الله صلیالله علیه و سلم قال: «اجتنبوا السبع الموبقات. قیل: یا رسول الله! ما هن؟ قال: الشرك بالله و السحر و قتل النفس التی حرم الله الا بالحق، و أكل مال الیتیم، و أكل الربا و التولی یوم الزحف و قذف المحصنات الغافلات المؤمنات»
به برنیو مبارکو آيتونو څخه دا جوتيږي چې د انسان وژنه هغه ګناه ده چې هيڅکله نه بښل کيږي هر انسان وژونکی به دوزخ ته ځي، د اور په لمبو کې به سوځي او د قیامت په ورځ به لومړنی حساب او کتاب هم د قتل وي.
دا چې د اسلام د سپيڅلي پييغمبر تر راتګ مخکې په نړۍ کې کوم وحشت، دحشت، وژنې، قتل او قتال وو بشري تاریخ پرې ډک دی خو آنحضرت صلی الله علیه وسلم انسان وژنه حرامه وبلله، د نجونو ژوندي خښول يي بند کړل او باالاخره يي انسان ته له الهي امر سره سم ديني او ټولنیز مصونيت ورکړ ځکه په دې برخه کې صريح حديث دی چې مطلب يی داسې دی وايي که چیرته په کوم ځای کې په انسان وژنه کې ډيرخلک مستیقم يا نامستقيم لاس ولري ټول به دوزخ ته ځي.
ګورئ يوه بله خبره کعبه د الله کور دی،هر کال په ميليونونو مسلمانان يي طواف ته ورځي،هيڅوک حتی پکې ويده کيدای شي، هيڅ بوټی يا ونه پکې څوک نه شي پرې کولای، الهي انوار پرې را وريږي،کعبه داسې يو متبرک ځای دی چې څوک يي لوری ته نه بولې کولای شي نه لاړې ور تو کوی یا هم پښې ور غځوی شي خو له دې دومره درناوي سره سره يي عظمت او حرمت انسان ته نه رسيږي نوتاسو و وایی چې ایا نن سبا انسان وژنه، افغان وژنه، مسلمان وژنې ته دې اجرتي قاتلانو روایت له کومه کړی دی.
پیغمبر د خدای په یو مبارک حديث کې په صراحت سره فرمايلي دي :«عن أبیهریره رضیاللهعنه قال: قال رسول الله صلیالله علیه وسلم: «من أعان علی قتل مؤمن بشطر كلمه لقی الله مكتوباً بین عینیه آیس من رحمهالله» يانې هر هغه څوک چې د انسان وژنې د قتل د کلمې يوازې یوه برخه لکه (اق) خو(تل) يي هم ونه وايي نو دی په انسان وژنه کې شریک دی او د قیامت په ورځ به د الله دربار ته داسې راشي چې پر ټنده به يي ليکلي وي چې دی د الله له رحم څخه بې برخې دی.
بله تر ټولو مهمه خبره چې په نبوی احاديثو کې ورته اشاره شوې هغه دادی چې هيڅ قاتل به د جنت مزه ونه څکي دا خبره دومره عادي نه ده دا د الله د هغه نازولي پيغمبر خبره ده چې دده هيڅ خبره دروغ نه ده، موږ چې نن په بیلابیلو نومونو انسان وژنې کوو،وينې تويوو، له پنجاب يا کوټې څخه د جنټ ټيکټونه اخلو په والله باالله چې د دوی ټول کيدونکي کارونه برنیو احاديثو او مبارکو آیتونو ته په کتو سره حرام دي.
افسوس کوم زه د هغو بې خبره، احساساتي او نالوستو ځوانانو پر وجود چې د دښمن په صفوفو کې ولاړ دي او په بیلابیلو نومونو سره د انسان وينه تويوي دوی هر يو باید د الله دردونکي عذاب ته په تمه و اوسي ځکه الله يي ژمنه کړې خو د انساني ټولنې مسولیت هم دادی چې نوره چوپتيا ماته کړي ځکه د وحشت پر ضد چوپتيا په خپله وحشت ته د روايت ورکول دي نو که موږ روايت ورکوو باوري و اوسی چې الله تعالی به له موږ سره هم حساب وکړي ځکه الله وايي هغه قوم چې تغير نه غواړي زه يي برخلیک نه بدلوم.
دا د اسلام په نوم را پورته شوې ډلې هرڅوک چې دي که د امارت دعوې لري او يا هم د خلافت دوی په دې خشنو وژنو،انتخار او انفجار سره ستره جفا له انسانيت او اسلاميت سره کوي دوی د ترحم او مينې دين اسلام په دنیا کې د وحشت په دين بدلول غواړي راځئ پر ځان نه بلکه پر خپل دين رحم وکړو هر يو خپل خپل مسولیت ادا کړو او له اجرتي او مجهوالهويته قاتلانو د خلاصون په خاطر غږ پورته کړو.
اتل به د جنت مزه ونه څکي دا خبره دومره عادي نه ده دا د ااعوذباالله من شر ماهذا
پای
اکرام الله اتل
وروستي