
هېوادوالو ! نن ورځ په نړۍ کې روان سياست ، د افغانستان کورنۍ شخړې او په نظام کې شته اختلافات، د ځينو وسله والو ډلو مټې هومره غښتلی کړي چې، نوي رامينځته شوي حکومتونه يې، د سترو بريدونو او پېښو مخنيوی په لاره کې، يوازې پرغندنو بسنه کوي. خو دا کار د سياسي مبصرينو په باور، د نظام مسؤلينو په اصل کې، قتل عام مسؤلين په هېڅ ډول له ورته پېښو او ظلمونو نشي راګرځولی، ځکه دا پېښې يوه نه ،بلکې لسګونه تکراري بڼې هم لري .
له شک پرته افغانستان نن ورځ په کور دننه، په داسې دومداره جګړه کې راګير او د بهرنيو استخباراتو، يو خورا مهم مرکز ګرځول شوی، چې خورا سخت ده څو ،همدا اوږدې جګړې ځپلی ولس، له روانې کشلې ،بريالی را ووځي.
خو ولې بايد هېر نکړو چې، د همدې هېواد ولسونو روحيه نن هم لوړه او پياوړي ده ،همدا ولس نن ورځ هم هر ډول قربانۍ ورکړې ته چمتو دی. دوي په اوسنی مهال کې خپلې ورکړې قربانۍ د خپلې مېړانې يوه برخه بولي ، دا ولس همدا نن هم د يوې داسې روحيې څېښتن دی چې ، که د نظام مسؤلين يې د غوره مديريت او برخليک ټاکنې پر منظمه لاره سوق کړي، کولای شي چې، ډېر ژر له روان کرغېړن او ويرجن حالته ،بريالي راووځي.
خو د ځينو لاملونو له امله ، همدا اولس نن هم باوري نه دی چې، د حکومت لوړپوړي مشران يې پر سمه روان دي ، د افغان ملت پر باور ولې موجوده مشران ، پخپلو کې شته اختلافات له مينځه نه وړي ؟ولې خپلو وګړو او اتباعو ته ،د پردو روانو دسيسو په هکله ،ښکاره راز په لاس کې نه ورکوي؟ ولې دويته نه څرګندونې چې همدغو افغان وژونکو د خپلو بريدونو ترشا کوم راز پټ دی؟ ولس پر دې هم شک من دی چې، کيدای شي اوسني مشران او چارواکي يې، د خپل سياسي واک غځونې او ساتنې په هدف ،پرهمدا باتور ولس له بهرنيو استخباراتي کړيو سره معامله کوي.
موږ دا منو چې افغانانو پخپل مينځي اختلافاتو کې نن ورځ د خپل افغاني قوت له زوره وتلي، مګر دلته ملت سره شته معنوي مفکورې بيا دا څرګنده وي چې، دا ولس د غوره برخليک ټاکنې په لاره کې د يو وړ مشر مثبتې هڅونې او دقيقې لارښونې، دوی خپل پخواني حالت ته ورګرځولی شي.
په هېواد کې د روانو سياسي لوبو ، جګړې زور اخېستنې او پر سرحداتو تېرو، اوس همدې زوريدلي ولس سره دا پوښتنه راپيدا کړي چې ،د حکومت لوړرتبه مسؤلين سره د دې چې، پوهيږي څوک يې پر برخليک ملنډې وهي ؟ولې يې هره ورځ پر اتباعود خونړيو بريدونو د وينو لښتي روان کړي؟ نو بيا څنګه او په څه ډول د مظلوم ولس دښمنو عناصرو سره د دوستۍ لاس اوږده وئ!؟ دوي پردې هم شکمن دي چې نړۍ که څه هم د خپل نفوذ او مالوماتي ماشين نه په ګټې اخېستنې پرټول روان حقيقت ښه خبره ده ، د وسله والو ډلو روزنځايونه څاري خو ولې بيا هم هغوی ته د ملامتۍ ګوته ولې نيسي او پرافغانانو د سولې په هڅو جاري ساتلو هر څه مني.؟
نو له دغو ټولو توضحاتو افغان باتور ملت ته داسې ښکاري چې نړيوال سياست د افغان شخړې هوارې خپله برخه نه بولي نه ورته دا خاوره او خلک هېڅ قميت او ارزښت لري نو کله چې داسې ده نو بيا ولې افغان ولس خوب وړی ولې پخپله ولس نه لاس په کار کيږي دا به اومنو چې دغو ناخولو نه د بريالي راتلو لپاره لا ډېرو قربانيو ورکړې ته اړتيا ده خو که راوېښ نشو بيا به هره ورځ همداسې وژل کيږو او ملامتۍ ځای به مو هم مالوم نه وي .
زما په باور د دغه کار لپاره دويم انتخاب بايد پخپله په حکومتي دستګاه کې يو نظر موجوديت وي، ترڅو هغوی له ګاونډيانو سره د روانو نباتي جګړو مخنيوي لپاره يوه وړ او ښکاره سياست ولري، ترڅنګ ملت ته د پردو سره د مقابلې لپاره اغيزمنې تګلارې هم په ګوته کړي.
هغه خلک چې، د دغه هېواد اتباع دي ،دلته په دولتي دستګاه کې د ځينو کړيو لخوا مخالفت ته هڅول شوي اداري او احلاقي فسادونو،شتوالی له امله يي ځان او ملګرو ته يي د جګړې بهانه نيولي ،بيرته خپل کورته راوبولي.
د جګړې دوام پر مهال ملت ته د بساينې لپاره، پر نويو اقتصادي او پرمختيايي پروګرامونو کار وکړي ،هغو ګاونډيانو سره چې ،په دغه هېواد کې له وراني شخړې ملاتړه ، لاس نه اخلي د خپلو اقتصادي او ټولنزو سياسي اړيکو په هکله، بيا فکر وکړې که موثرې وې جريان ورکړي او که ستونزې يې لرلې، د امکان په صورت کې يې وشلوي.
همداشان له نړۍ سره، د شويو تعهداتو او ژمن ليکونو پرسر، بيرته کتنه خپل لومړيتوب وګڼي امريکا سره د ستراتېژيکو اړيکو جاج واخلي ،هغوی د ترسره کړيو تعهداتو په لمن کې ديته ژمن کړي، څو د افغان ملي امنيتي ځواک سره د روزنې او سمبالښت په برخو کې خپلې هرډول رېښتني هڅې او مرستې ترسره کړي ، امريکا او متحدين يي ، د خپل سياسي او قتصادي قوت او فشار له امله چې، د افغانستان پر ګاونډيانو يي لري، د خپل سياسي نړيوال موقف له امله د افغانستان په رغونه او ارمولو کې مثبت رول لوبولو ته چمتو شي.
خو دا هر څه بايد ، د يو قومي او د سياسي ضمانت پر مټ ولاړ وي ،ځکه نېږدې پينځلس کاله د مرستو ډکه دوره د ملت پر غولولو ، چور او تالان کې تېره شوه ، زه فکر کوم دغه هڅه د نظامي ، اقتصادي برخو د جلبولو ترڅنګ له ګاونډيانو سره د افغانستان سياسي ، اقتصادي اړيکو ته يو نوی روح هم وربښلی شي او د افغانستان روان سياسي موقف له لويدلي حالت څخه د پرمختګ و لور ته ځي، خو که خدای ج مه کړه ،خبره بيا هم پخوانۍ ناوړه حالت او يوازې پرغندو تمامه شوه، بيا د لته په هېڅ ډول د خوښيو تمه مه لرئ .
ليکوال : مصباح الله خوشنود