د کلپاڼو اتڼ

د ښكاري نظـــــــر د تـــورو غشو ښكاريو
د دردو پـــــه څېــــــر په سرو پرهارو بار يو

څو سيكې ستا د مسكا  لرو په زړو كې
شكر سختې غريبۍ كې هم مالدار يـــو

موږ ساده يو خو په خپله سادګۍ كـــې
د شړيو د تارو په څـــــېر ګلـــــدار يـــــو

مه مو وژنه د ښايست مور به كړې بوره
مونږ بچوڼي د سپرليـــــــو د سردار يـــو

په تڼاكـــــــو پښو په كاڼو په ازغيـــــــــــو
رسيدلي د سپينچكو تر بازار يــــــــــو

د ديدن وړانګين لاسونه را اوږده كړه
د ارمــــــــان په ګړنګونو كې ايسار يو

د ګلپاڼـــو په اټن پســــې جـــــــلانــــــه !
ليوني يــــو خپلو زړو نه راګوزار يو

        سيدجيلاني جلان
 يادونه! دغه غزل د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوي دى