هر برید او وحشت د غندلو دی

 
افغانستان پنځلس کاله کيږي د اسلام، شريعت، ږيرې، پټکي،ملا، سنت، فرضو، مستحبو او مباح په نوم د د داسې یو وحشت شاهد دی چې په بشري تاريخ کې يي ساری نشته دی خو  د کابل د نني وحشي برید په څير ددې بريدونو پر وړاندې  زموږ مسولیت څه دی؟ آيا موږ يوازې نقد وکړو؟ آيا په هغه او دغه يي ور تاوان کړو؟ آيا د هر کار مسولیت پر حکومت يا ملي ځواکونو ور واچوو؟او کنه ځينې نورې لارې چارې هم شته دي؟
دا هغه پوښتنې دي چې په دې مقاله کې پر ې لنډ مکث کوم، خو تر دې مخکې يوه خبره باید روښانه کړم هغه دا چې هر برید، هر وحشت،هر زياتی او هره ناروا افغانستان، افغانان،انسانیت، اسلاميت او زموږ ارزښتونه په نښه کوي، هغه هم په داسې يو شکل چې هر وحشت ته نوم اسلامي، کونکي ته يي د شهيد،او پلان کونکي ته يي هم د ملا، طالب،ديني مدرس او .... نوم ورکول شوی دی، دلته د اسلام په نوم ږيره سپکه شوه خو موږ چوپ يو، د ښځو جامې سپکې شوې موږ هيڅ غبرګون نه ښيو، په جومات کې بمونه کيښودل شول موږ پرې غلي یو،اسلاميت، افغانیت او انسانيت په سپکو سپک شو خو موږ هرڅه  ته د معجزې په تمه يو.
راځئ يوه خبره روښانه کړو هغه دا چې دا بريدونه څوک کوي؟ البته دلته مې موخه په کوټه، پيښور، وزيرستان، پنډۍ، اسلام اباد او کراچۍ کې ناست اجرتي قاتلان او د انسانيت، اسلاميت او افغانيت شرمونکي نه بلکه هغه دي چې په خيالي ډول، د مغز شويي په لړ کې يي په موټر کې کينوي او  بیا ځان ته ډز ورکړي او په دې کار سره يي زموږ لسګونو هیوادوال شهيدان او ټپيان شي، د غریب، خان او هټۍ وال د دوکانونو ښيښې را تويي شي او په پای کې یوازې خړ لوګی يي اسمان ته پورته شي، تاسو پوهيږئ نن په کابل کې طبيعت زموږ پر حال افسوس وکړ، اسمان پرې د باران په پلمه اوښکې تويي کړې خو د ظالم، بد اخلاقه او اجرتي قاتل دښمن زړه کله هم پر دې هیواد نه خوږيږي.
په رسنیو، ټولنيزو پاڼو او ځينې نورو ځايونو کې فعال ځوانان چې لوستي هم دي، د هیواد د ښې راتلونکې په خاطر ترې تمه هم کيدای شي دوی د بريد، وحشت، دحشت،ظلم او زیاتي د غندلو پر ځای ډير تمرکز پر دې کړی وي چې ملي اردو، ملي پولیس، ملي امنيت، نظام، قوانين او کله کله ان افراد وښکنځي خو دوی کله فکر کړی دی چې دا بريدونه ملي سرتيري يا نظام نه بلکه د ملی سرتیرو، نظام، افغانستان، سکون، سولې او ثبات هغه دښمنان کوي چې د جنت ټيکټونه په کوټه کې ورکول کيږي او د جنت لاره يي له افغانستان څخه ټاکلې راځئ ددې غندونو پر ځای د کوټې د منصور خيالي جنت، د وزیرستان د حقاتي او هيبت الله پنجابي ټکيټونه وغندو، عجيبه ده زه نه پوهيږمې ولې موږ د خدای کارونه په خپله او د انسان کارونه خدای ته پريږدو.
راځئ له ځان سره فکر وکړو هغه چې په کوټه کې ناست دي هغه هم افغانان دي، هغه چې بريد کوي هغه هم افغانان دي، هغه چې پکې مري هغه هم افغانان دي او هغه ځای چې ورانيږي يا په کنډوالو بدليږي دا هم د افغانستان يوه برخه ده خو موږ پرته له دې چې د يو افغاني وجدان له ادرسه پر هيواد،هیوادوال،ولس او انسانيت زړه سوی وکړو په لاشعوري ډول د خپلو سرتيرو په غندلو سره دښمن ته لابي کوو او دوی ته روحيه ورکوو نو که په مقابل کې يي دریدای نشو نو راځئ انګيزه ورنکړو، راځۍ دا راسره ومنی چې زموږ اردو د سيمې په کچه دوست نلري، ملي امنيت د سيمې څه چې ان د نړۍ په کچه دښمنان لري، ملي پولیس خو هره ورځ دومره قربانۍ ورکوي چې که يي ورځنۍ شميرې را ټولې کړی نو شونې ده په شمېرلو يي ستړي شی خو کله چې بريد کيږي د بريدکونکي، پلان کونکي، را ليږونکي او انګيزه ورکونکي پر ځای موږ پر هغو سرتيرو نیوکې کوو چې په شپو شپو خوب نلري، د وطن په يو ډير لرې ولايت، غره يا دره کې د هیوادوالو ساتنه کوي، موږ ويده یو دوی پيرې او ګزمې کوي خو چې کله پيښه کيږي موږ نه د يو افغان مسولیت ادا کړی، نه مو خبر ورکړی، نه مو خپل زوی له پنجابي مدرسو او  د دښمن له لیکو را بند کړی دی خو په لاشعوري ډول پر هغو لګيږو چې د خدای، هیواد، دندې او درې رنګي بیرغ په خاطر هره ورځ قربانۍ ورکوي.
ای کله مو داسې فکر کړی دی چې پر خپلو ملي ځواکونو نيوکې د دوی پر قربانۍ، سرښندونو،ستړو او ستومانۍ باندې ملنډې دي، آيا نور هیوادونه مو لیدلي  دي چې د خپلو سرتيرو تر غندنې اول ددې بريد کونکي غندي او بيا خپلو سرتیرو، سيستم او نظام ته روحيه ورکوي، آيا دومره پردی او دښمن پلوی فکر تاسو په بل کوم هیواد کې لیدلی دی.
باور وکړئ تاسو چې کوم انځورونه نن په ټولنيزو پاڼو کې خپرول ډاډه يم چې د کوټې، پيښور، وزیرستان، اسلام آباد او کراچۍ د ملا له سترګو به  د غم د اوښکو پر ځای د خوشالۍ اوښکې تلي وي ځکه دوی زموږ د سرونو پرې کولو ته ناست دي دوی بل کار نلري دوی د نسل وژنې هغه پروژه پر مخ وړي چې بريد هم په ما کوي او پکې وژني هم ما، آیا کله مو فکر کړی دی چې ستاسو دا غندنې همدې وحشت ته لابي کول او بازار موندنه  ده،آيا کله مو فکر کړی دی چې وحشت پر يو او بل ور تپل کيږي نه بلکه باید وغندل شي؟
راځئ لږ اساسي فکر وکړو، راځئ پر دې وطن زړه وسوځوو هغه چې نن يي بريد وکړ  دا پنجابی، المانی، تاجکستانی، ایرانی،روسی يا چينايي نه بلکه د يوې افغانې مور زوی وو، باور وکړئ دې سړي ددې وطن په دې غريبانه خټينو کورونو کې خپل عمر تیر کړی دی خو دا چې له بې سوادي، فقر،،عاطفې او یا له اسلام سره له ليونۍ مينې يي ناسمه ګټه پورته شوې پر دې ولې فکر نه کوو؟ تاسو څه وایی چې ننی بريد کوم پنجابي کړی چې زموږ سرتیرو به نه وي پيژندلی؟ نه کله هم نه دا بريد داسې يو افغان کړی چې زما او ستا په څیر يي رنګ، وينه،څيره او عاطفه وه خو زه او ته دلته ددې بريدونو د غندنې، نورو ته د وطنپالنې د انګيزې پر ځای هغه غندو چې هره ورځ يي لسګونو جنازې خپلو کورونو ته ځي،راځئ د خوشالۍ د یو چکر پر ځای دا وارې د غم یو چکر و وهی ورشی د شهيد سردار محمد داوودخان روغتون ته وګورئ چې څومره ځوانان پښې نلري، د څومره نورو لاسونه نشته، څومر نور نيم شته او نيم نشته او څومره نور يي د مرګ او ژوند تر منځ دي.
راځئ وحشت وغندو، راځئ زیاتی وغندو، راځئ هغه وغندو چې زما او ستا په بچيو بیرته زما او ستا بچي وژني، هغه مه غندی چې تاسو ساتي، شونې ده دوی به ستونزې لري خو په صداقت، وطن دوستي، انګيزې او خدمت يي شک مه کوی، په دې ډول لیکنو يا تبصرو باندې تاسو ولس ته انګیزه نه بلکه دښمن ته انګيزه ورکوی، راځئ که د هیواد ساتنې لپاره هوډ نلرئ هيواد ساتونکي خو وستایی،راځئ که د يوې شعوري مبارزې لپاره په کلیو نه شي ګرځيدای او خلک سولې ته نه شی هڅولی نو د سولې ضد کړنې خو وغندئ که مو دښمن ته په لابي کولو کې سکون لیدلی وی نو نن به د هيڅ افغان وينه نه تويدای، که مو د دښمن د مخنيوي لپاره وس نه وي کړنو ته يي مشروعيت مه ورکوئ ځکه ددې ډول کړنو يا تبصرو کول دا وحشت ختمولی نه بلکه لا ډيرولی شي نو نور ستاسو خوښه چې څه کوی.
اکرام الله اتل