
د سه شنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د وري (حمل) یو دېرشمه، چې د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د اپرېل له نولسمې نېټې سره برابره وه، د هند غوره لیګ ( آی پي ال ) دیارلسمه سیالۍ د کېنګز اېلون پنجاب او کولکته نایټ رایډرز لوبډلو ترمنځ د هندوستان د موهالي په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
د لوبې پچه د کولکته نایټ رایډرز کرکېټ لوبډلې، لوبډل مشر ګواتم ګمبیر وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه .
د کېنګز اېلون پنجاب کرکېټ لوبډلې د ۲۰ اورونو په لوبولو او د خپلو ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۸ منډې جوړې کړې، چې سیالې لوبډلې ته یې د ۱۳۹ منډو هدف وټاکه .
د کولکته نایټ رایډرز کرکېټ لوبډلې د ۱۷/۱ اورونو په لوبولو او د خپلو ۴ لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی هدف په ډېرې آسانۍ تر لاسه، چې د کېنګز اېلون پنجاب لوبډلې ته یې د ۶ وېکټو او ۱۷ توپونو په توپیر ستره ماتې ورکړه او د لوبې بریا یې په خپل نامه کړه .
د کولکته نایټ رایډرز لوبډلې له لوري روبین اوتاپا ډېره ښکلې او په زړه پورې توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي په ۲۸ توپونو ۵۳ منډې جوړې کړې، چې په منډو کې ۹ څلوریزې شاملې وې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د کېنګز اېلون پنجاب او کولکته نایټ رایډرز د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د کېنګز اېلون پنجاب د توپ وهنې برخه :
۱ ـــ مورالي ویجی په ۲۲ توپونو ۲۶ منډې جوړې کړې، ۴ څلوریزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
۲ ـــ منان وهرا په ۱۲ توپونو ۸ منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
۳ ـــ شون مارش په ۴۱ توپونو ۵۶ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، ۵ څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه .
۴ ـــ وریدیمن ساها په ۱۴ توپونو ۸ منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
۵ ـــ ډېوېډ مېلر په ۶ توپونو ۶ منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
۶ ـــ ګلین مکسویل په ۷ توپونو ۴ منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
۷ ـــ اکسر پټېل په ۸ توپونو ۹ منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
۸ ـــ موهیت شرما په ۳ توپونو، یوه منډه جوړه کړه او کېچ اوټ شو .
۹ ـــ پاردیب ساهو په یوه توپ، یوه منډه جوړه کړه او په منډه کې اوټ شو .
۱۰ ـــ کایل ابوټ په ۶ توپونو ۱۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه .
د کېنګز اېلون پنجاب د توپ اچونې برخه :
۱ ـــ سندیپ شرما ۲ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۱ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۲ ـــ کایل ابوټ ۳ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۳۲ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۳ ـــ موهیت شرما ۳/۱ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۹ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۴ ـــ اکسر پټېل ۳ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۱۹ منډې یې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول .
۵ ـــ پاردیپ ساهو ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۱۸ منډې یې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول .
۶ ـــ ګلین مکسویل ۲ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۱۷ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
د کولکته نایټ رایډرز د توپ وهنې برخه :
۱ ـــ روبین اوتاپا په ۲۸ توپونو ۵۳ منډې جوړې کړې، ۹ څلوریزې یې ترسره کړې او ال بي ډبلیو اوټ شو .
۲ ـــ ګواتم ګمبیر په ۳۴ توپونو ۳۴ منډې جوړې کړې، ۳ څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
۳ ـــ منېش پانډې په ۱۱ توپونو ۱۲ منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او ال بي ډبلیو اوټ شو .
۴ ـــ شکیب الحسن په ۱۵ توپونو ۱۱ منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
۵ ـــ سوریا کومار یادوف په ۹ توپونو ۱۱ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، ۲ څلوریزې یې ترسره کړې .
۶ ـــ یوسف پټان په ۶ توپونو ۱۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، ۲ څلوریزې یې ترسره کړې .
د کولکته نایټ رایډرز د توپ اچونې برخه :
۱ ـــ مورني مورکل ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۷ منډې یې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول .
۲ ـــ اومېش یادوف ۳ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۱۷ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
۳ ـــ شکیب الحسن ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۸ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۴ ـــ سنیل نارین ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۲ منډې یې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول .
۵ ـــ پییوش چاوله ۳ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۱۸ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
۶ ـــ یوسف پټان یو اور توپ اچونه ترسره کړه، ۶ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
۷ ـــ اندري رسل یو اور توپ اچونه ترسره کړه، ۱۸ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .